خبرنامه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استوګن د بشر پاله مرستو همغږي کوونکي ادارې، دسره صلیب نړیوالې کمیټې، د ملګرو ملتونو د بشر پاله مرستو د همغږي دفتر، یونیسف ، او نړیوال روغتیایي سازمان د مشرانو ګډه اعلامیه

29 September 2021

د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۲۷مه موږ په کابل کې د هغه بیړني وضعیت په اړه غونډه درلوده چې خلک ورسره مخ دي او روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري او که د روغتیایي خدمتونو سیسټم سقوط ته اجازه ورکړل شي جدي انساني ناورین به رامنځ ته شي.

په دې غونډه کې موږ موافقه وکړه چې له یو بل سره به له نږدې همکاري کوو. زموږ سازمانونه ژمن دي چې په افغانستان کې د موجوده روغتیایی سیسټم د ملاتړ لپاره چې زموږ ګډ هدف دی، هیڅ ډول هڅې ونه سپموي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټول خلک هغو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري چې اړتیا ورته لري.

زموږ سازمانونه اوس د دې همکارۍ د کچې لوړولو لپاره اړین ګامونه پورته کوي او د مرستندویانو او د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو سره کار کولو ته چمتو دي ترڅو داسې میکانیزم رامینځته کړي چې په مستقیم ډول د تمویل اجازه ورکړي تر څو په ټول افغانستان کې دوی د روغتیایي اسانتیاوو برابرولو ملاتړ وکړي.

دا بیانیه د دغو اشخاصو له لوري تایید شوې:

ډاکټر رامیز الاکبروف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو استوګن همغږی کوونکی

ایلوي فیلیون، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د پلاوي مشر

ډاکټر لو لو ډاپینګ ، په افغانستان کې د هیواد استازی ، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)

په افغانستان کې د هیواد استازی هارو لوډویک دی لیس ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف)

اسابیل موسارد کارلسن، په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (OCHA) مشر

عبد الله الدرداري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو د پروګرام (UNDP) مشر

اکبر علي پیسناني، افغانستان لپاره د آغا خان د پراختیایی شبکې (AKDN) مشر

ډینیل مدني، افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) مشر

اسټریډ سلیټن، په افغانستان کې د ناروې دکډوالو د شورا (NRC) مشر

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د بشری مرستو د همغږۍ دفتر
د بشری مرستو د همغږۍ دفتر
RCO
د همغږۍ مقیم دفتر
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام
یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق
د روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیواله اداره

نوری اداری چی په دی نوښت کښی یی ګډون کړی

ICRC
International Committee of the Red Cross
NRC
Norwegian Refugee Council

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو