خبرنامه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د انتقالي ښکېلتیا چوکاټ (TEF) اعلان کړ چې ژوند وژغورل شي، خدمات تلپاتي او د ټولنې سیستم وساتل شي

26 January 2022

(کابل، جنیوا، نیویارک، ۲۶ جنوري ۲۰۲۲) – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ډلې  د یوه ملل متحد تر عنوان لاندې د انتقالي ښکیلتیا چوکاټ(TEF)   پرانیست؛ چې په ۲۰۲۲ کې له افغانانو سره مرسته وکړي. د TEF د ستراتیژیک پلان جوړونې پراخ سند دی چې د ملګرو ملتونو د ډلې د کار همغږي ډاډمنوي چې د ژوند ژغورلو، د اړینو خدماتو لکه روغتیا او ښونې د دوام او د ټولنې د اړینو سیستمونو په ساتلو سره د افغانستان د خلکو کړاوونه کم کړي.

TEF Cover

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مقیم همغږي کوونکي رامز الاکبروف وویل: "د ملګرو ملتونو د سیسټم پراخه ستراتیژي به دا یقیني کړي چې افغانان کولی شي خپلې لومړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي، پدې عمل کول تر بل هر وخت ډیر مهم دي، ترڅو ددې مخنیوی وشي چې د نفوس  لویه برخه د ژوند ژغورنې بشري مرستو ته اړتیا لري. دا اوس ځکه ځانګړی اهمیت لري چې میلیونونه خلک د ژمي په سختو میاشتو کې رنځ ګالي، او موږ له نړیوالې ټولنې مننه کوو چې له افغانانو سره یې خپلې حیاتي مرستې ګړندۍ کړې دي.“

د ملګرو ملتونو ددغه پراخ چوکاټ د پلي کولو لپاره  ۸ میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا ده چې ۴،۴۴ ملیارد ډالره یې لا مخه د بشردوستانه غبرګون د پلان له لارې غوښتل شوي او د جنورۍ په ۱۱ مه پرانیستل شو، ځکه چې د TEF ټول فعالیتونه یو بل بشپړوي او په یو بل پورې تړلي دي. پداسې حال کې چې د بشردوستانه غبرګون د پلان موخه د TEF له لارې ۲۲،۱ ملیون خلکو ته د ژوند ژغورنې د  مرستورسول دي، د اړینو ټولنیزو خدمتونو لکه روغتیا او ښونې د دوام؛ د بنسټیزو زیربناوو د ساتنې له لارې د ټولنې سیسټمونو د ملاتړ؛ د خدمتونو وړاندې کولو او د معیشت او ټولنیز یووالي د ودې لپاره د مهمو ظرفیتونو د ساتلو لپاره، چې په مشخص ډول د ښځو او نجونو پر ټولنیزو-اقتصادي اړتیاوو پکې ټینګار شوی وي، ملګري ملتونه ۳،۶ ملیارد ډالره اضافي بیړنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري.

نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د ټیم له استازو او د نړیوالې ټولنې له غړیو سره د TEF د پرانستنې پر مهال ډاکټر الاکبروف وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې د مرستې رسولو او ښه والي د هڅو په پار د ټولو بسپنه ورکوونکو د دوامداره سخاوتنمدانه ملاتړمننه کوي چې  د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د قوي پیوستون ښکارندويي کوي.

اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې د افغانانو د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۲۶۸ میلیونه یورو(۳۰۲ میلون امریکایي ډالر) مرسته اعلان کړه. په مهمو مرستو کې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د ۳۰۸ ملیون ډالره او همدارنګه د انګلستان، آلمان، استرالیا، ایټالیا، کاناډا، جاپان، ډنمارک، سویډن، ناروې، هالنډ، کوریا جمهوریت او نور بسپنه ورکوونکي شامل دي. د آسیا پراختیايي بانک (ADB) د خوراکي توکو د خوندیتوب او د اړینو روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د دوام په موخه ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته تصویب کړه، نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو د ملاتړ لپاره د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د مرستې لومړنی لیږد منظور کړ.

ملګري ملتونه او شریکان به یې په ټول افغانستان کې په سیمه ییزه کچه د پاته کیدو او خدمتونو په وړاندې کولو سره چې د امنیت شورا د ۲۶۱۵ ګڼه پریکړه لیک سره سم چې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې تصویب شوی، د افغانانو د اساسي  بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مقیم همغږي کوونکی رامز الاکبروف وویل: " له زغم لرونکو افغانانو سره د مرستې لپاره د نړۍ را یوځای کیدل، او په TEF کې د برابرۍ، روڼتیا او حساب ورکوونې لیکل شويو اصولو ته پام کول به د ټولو افغانانو د وقار او هیلود راپیدا کیدو سره مرسته وکړي."   

 

احمد علي فخري

د اړیکو او عدالت غوښتنې مشر

دUNDCO مقیم همغږي کوونکی دفتر

ایمیل: ahmad.fakhri@un.org

تیلیفون نمبر: ۰۷۹۰۴۲۹۴۲۷

کابل - افغانستان

-----------------------

ایډیترانو ته یادونه

د یوه چتر لاندې د ملګرو ملتونو انتقالي ښکلیتلیا چوکاټ په دریو ستراتیژیکو پایلو کې تنظیم شوی دی:

لومړۍ پایله – د ۲۰۲۲ کال تر پایه به په افغانستان کې ډیر شمیر وګړي له ژوند ژغورونکو بشردوستانه مرستو څخه برخمن شي تر څو دوی وکولای شي په امنه فضا او وقار سره ژوند وکړي.

هغه چارې چې د لومړۍ پایلې تر سیورې لاندې ترسره کیږي:

  • د خوړو او تغذي بیړني خدمتونه، بیړنۍ سرپنا، اوبه، روغتیا پالنه، تعلیم او د خوندیتوب خدمتونه تر څو د مړینې او ناروغیو کچه راټیټه شي.
  • د بیړنیو خطرونو مخنیوی، کمولو او ځواب ویلو، په تیره بیا کوم چې ښځو، ماشومانو او نورو زیان منونو اشخاصو ته متوجه دي.
  • د کلیو او ښارونو د اوسیدونکو د معیشیت خوندیتوب.
  • د زیان منونکو داخلي بی ځایه شویو وګړو او همدارنګه له بهر څخه د راستنو شویو کسانو د ستونزو دوامداره حل سره مرسته کول. 

د لومړۍ پایلې ټول تخمیني لګښت ۴.۴۴ میلیارده امریکایي ډالر اټکل شوی، که څه هم ټولې مرستې به د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له خوا نه تر سره کیږي، ځکه چې نورې نړیوالې بشر پاله موسسې به هم د ۲۰۲۲ کال د بشري مرستو په برخه کې خپله ونډه ادا کړي

دویمه پایله – د افغانستان د خلکو اساسي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د ۲۰۲۲ کال تر پایه ټول اړین خدمتونه دوام ومومي.

  • هغه فعالیتونه او خدمتونه چې په افغانستان کې د ټولو وګړو اساسي بشري اړتیاوې پوره کوي، په ځانګړې توګه روغتیا، تغذیه، ښوونه او روزنه، د خوراکي توکو خوندیتوب، او بنسټیز مهم عناصر لکه اوبه، روغتیا ساتنه او انرژي. 
  • هغه فعالیتونه چې زیانمنیدونکي حالت ته د ګرزیدو څخه خلک ژغوري او په بشري مرستو یې تکیه کموي، لکه له بشري مرستو پرته د معیشیت ساتل او ټولنیز خوندیتوب برابرول، عایداتي مرستې برابرول، د خوندیتوب د خطرونو او د لازیاتو بې ځایه کیدو مخنیوی او همدارنګه له زغم لرونکو ټولنو سره مرسته کول.    

د دویمې پایلې ټول تخمیني لګښت ۳.۴۲ میلیارده امریکایي ډالر اټکل شوی. 

دریمه پایله – د ۲۰۲۲ کال تر پایه به افغانستان ټولې ټولنیزې پانګونې او د ټولنې په کچه سیسټمونه وساتي چې اساسي بشري اړتیاوې پوره کړي، د دوامداره پرمختیایي اهدافو SDGs لاسته راوړنې وساتي او د راتلونکو ښکلیتاوو لپاره سناریو ګانې جوړې کړي. 

د دریمې پایلې ټول تخمیني لګښت ۲۰۸ میلیونه امریکایي ډالر اټکل شوی

 

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

RCO
د همغږۍ مقیم دفتر

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو