خبرنامه

یونیسف د ټولو دولتي ښوونځیو ښوونکو څخه د دوه میاشتو لپاره مالتړ کوي

20 February 2022

دغه بېړنۍ ملاتړ به میلیونونه ماشومانو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي

کابل، ۲۰۲۲ کال د فبروري ۲۰ مه - د هغې هڅې د یوې برخې په توګه چې په ترڅ کې به یې د ښوونځي عمر لرونکي ټول نجونې او هلکان زده کړو ته لاسرسی ولري، یونیسف او د هغه همکارې موسسې د ټولو دولتي ښوونځیو له ښوونکو سره به د روان میلادي کال د جنوري او فبروري میاشتو لپاره بیړنی نغدي ملاتړ کوي.

دغه ملاتړ د اروپا اتحادیي له طرفه تمویلیږي - د میاشتې ۱۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ به هر نارینه او ښځنیه ښوونکو لپاره-چې په ملي کچه به له دولتي ښوونځیو څخه شاوخوا ۱۹۴۰۰۰  ښوونکو ته چې په افغانستان کې د ملیونونو ماشومانو په زده کړه کې د دوی مهم رول په ګوته کوي، ګټه ورسوي. د ټولو لومړنیو او منځنیو ښوونځیو ښوونکي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو او د ښوونې او روزنې مرکزونو (دارالمعلمین) په ګډون به له دغو مرستو څخه برخمن شي.

د افغانستان لپاره د یونیسف مشر محمد ایویا وویل:“له میاشتو بې ثباتۍ او ستونزو وروسته، اوس خوښ یو چې د افغانستان د دولتي ښوونځیو د ښوونکو لپاره بېړنی ملاتړ چمتو کوو؛ هغه ښوونکي چې د ماشومانو د زده کړو او ښوونې او روزنې د دوام لپاره یې له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه کړې نه ده. یونیسف د دولتي ښوونځی و د ښوونکو ملاتړ ته د دوام ورکولو لپاره ۲۵۰ میلیون امریکایي اضافي ډالرو ته اړتیا لري، له همدې امله موږ په خپلو تمویلوونکو ټولنو باندې غږ کوو چې د دې اړین نوښت ملاتړ وکړي. دا یو اړین اقدام دی چې نجونې او هلکان به وکوالی شي دوامدارو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.”

یونیسف په افغانستان کې د ښوونې او روزنې سیسټم ته لا پراختیا او پیاوړتیا ورکوي چې د محلي زده کړو ملاتړ، د تدریسي او درسي موادو ویش او د ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو روزنه پکې شامله ده.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې د یونیسف د معیاري فعالیت او کړنلارو په توګه، د دغو مرستو او ملاتړ د ګټورتوب د تضمین لپاره قوي څارنیزه پروسه روانه ده. په دې څارنیزه پروسه کې لاندې ټکي شامل دي: د دولتي ښوونځیو د ښوونکو د هویت او حاضرۍ ثبتول؛ د چټکې نغدي ورکړې لپاره د ستراتیژۍ جوړول؛ د مرستو له وېش څخه وروسته د شکایتونو اورېدلو او څارلو لپاره د مېکانیزم جوړول؛ او د کار د پایلو کتنې او تاییدولو لپاره د یوه درېیمګړي رسمي څارنیز ارګان ښکیلول چې په خپلواکه توګه نتیجه تاییده کړي.

دا مهال شاوخوا ۸.۸ میلیونه ماشومان د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې شامل دي. یونیسف اوسمهال له ژمنیو رخصتیو څخه وروسته د ټولو نجونو او هلکانو ښوونځیو ته د بېرته ستن ېدو په تړاو بحثونه او مشورې روانې کړې دي. ښوونځي له ودانیو او تشکیلاتو ور ها خوا د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره ډېر څه دي؛ ښوونځي د امن او خوندي چاپېریال چمتو کوونکي دي او د ځورونې، ربړولو او ناوړه ګټې (استثمار) په ګډون له فزیکي خطرونو څخه د ماشومانو ساتنه کوي او دغه راز کوالی شي داسې رواني ـ ټولنیزې مرستې برابرې کړي چې ماشومان ورته ډېره اړتیا لري.

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو