خبرنامه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکی په کابل کې په تعلیمي ادارو ننی برید په کلکو ټکو غندي

19 April 2022

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ښاغلي رامیز الاکبروف د کابل په لویدیځ کې پر یوې لیسې او ښوونیز مرکز نننی وحشتناک برید په کلکو ټکو غندي.

د راپورونو پر بنسټ، د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د عبدالرحیم شهید په لېسې او ورڅېرمه ممتاز ښوونیز مرکز کې څو پرله پسې چاودنو لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. د ګڼ شمېر ټپیانوحالت نازک ښوول شوی دی. چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

د عبدالرحیم شهید لېسې ته څېرمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې زده کوونکي له سهارنیو ټولګیو د وتلو په حال کې وو. ورپسې څو کیلومتره لیرې د ممتاز ښوونیز مرکز ته څېرمه هم چاودنه وشوه.

ښاغلي الاکبروف وویل: "زه په افغانستان کې د ټولې بشري ټولنې په استازیتوب، د ټولو زیانمنو شویو او وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم." هغه زیاته کړه "په ښوونځیو او شاوخوا سیمو کې تاوتریخوالی په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی. د افغانستان د خلکو لپاره، چې څلوېښت کلنو جګړو ځپلي، ښوونځي باید خوندي مرکزونه او داسې ځایونه وي، چې ماشومان پکې زده کړې او وده وکړي".

ښاغلی الاکبروف ټینګار کوي چې د ښوونځیو په ګډون پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې په کلکه منع دي.

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

ملګری ملتونه
ملګری ملتونه

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو