خبرنامه

د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR)، د کرنې او خوراکي توکو ادارې (FAO) او د ملګرو ملتونو د ښځو برخه د بدخشان ولایت په فیض اباد کې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو د ملاتړ لپاره یو ګډ نوښت پیل کړ.

12 October 2022

د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ، د کرنې او خوراکي توکو ادارې او د جندر د برابرۍ او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو برخه د بدخشان ولایت په فیض اباد کې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو د پیاوړتیا له لارې د ښځو د ژوند د ټولیز کیفیت د ښه والي او د بیا رغولو لپاره ګډ نوښت پیل کړ، تر څو افغان مېر منې پرځان بسیاکړي.

 

بدخشان ولایت په دوامداره توګه د خوراکي توکو د جدي نا خوندیتوب له اړخه په څلورمه کتګورۍ کې دی او د دغه ولایت ۹۶ سلنه وګړي په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي چې ډېر یې د عایداتو د پیدا کولو لپاره کافي فرصتونه نه لري. له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دغه ولایت کې د ښځو د ژوند د ښه والي په موخه ترسره شویو پراختیايي برخه کې محدودې پانګونې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مقیم ځانګړی استازی او بشردوستانه چارو همغږی کونکی رامز الاکبروف، د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د لوږې د مخنیوي په خاطر باید د هېواد په کلیو او بانډو کې د کرنې او خوراکي توکو سیستمونه ته جدي پاملرنه وشي او  لومړیتوب ورکړل شي. "موږ باید د اقتصادي بیارغونې د ترسره کولو لپاره د ارزښت زنځیري کړۍ او د بزګرانو او د خوراکي توکو وتولیدونکو او محلي بازارونو ترمنځ د اړیکې رامینځته کولو په برخه کې مرسته وکړو. دارنګه، د ښځو پیاوړتیا به چې د اقتصادي رغاونې ددغې ستراتیژۍ په مرکز کې به ځای ولري، وکولی شي چې د برابرۍ د ودې او د روغتیایي او ټولنیزو نتیجو په ښه کولو کې هم مرسته وکړي.

دغه د څو اړخیزه پروګرامونو نوښت چی د  FAO/UNHCR/UN Women لخوا په پام کې نیول شوې دی موخی یی د ښځو په مشرۍ غیر دولتي سازمانونو سره مرسته کول دی چی د محلی ښځو لخوا اداره کیږی، او همدارنګه د سیمه ایزو شبکو پیاوړتیا باندې تمرکز کوي چې په عمومي توګه د ښځو او په ځانګړې توګه د ښځو په مشرۍ کورنیو سره د کاروبار او د ژوند کیفیت لوړولو سره مرسته کوي. او د هغو ښځو پیاوړی کول دی چی په څو سکټوري ډول د ښځو په پیاوړتیا کی ښکیلی وی او مرستی ورسره کوی، ښځو سره په تولیدی چارو کی مرسته کوی، او همدارنګه د هغو ښځو سره چی نوری ښځی په تولیدی چارو کی تنظیم کوی یی او د کوچنیو پورونو برابرولو کی ورسره مرسته کوی.

په ځانګړې توګه، د دغه نوښت موخه د بنسټیزو چوپړونو لکه روغتیا، ځان ساتنی، د خوړو خوندیتوب او تغذیې ته د ښه لاسرسي له لارې د ښځو په مشرۍ د سازمانونو ملاتړ کول دي، دغه ډول مرستی د کاروباری فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د ځان بسیاینې او بیرته راګرځیدو لپاره لاره هواروي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې استازې مېرمن الیسون ډیویډن وویل: "کار ته د ښځو بشپړ راستنیدل د افغانستان د اقتصادی بدلون او له بې وزلۍ او بحران څخه د هیواد د را ایستلو لپاره کلیدي  ده”. “د ښځو د لاسرسي، درناوی او پرمختګWADA) )” په څیر نوښتونه چې د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ سره مرسته کوي او په ټولو سکتورونو کې د ښځو لپاره د کار فرصتونه چمتو کوي په دې لاره کې د افغانستان په ثبات او ښیرازۍ کې مرسته کوي."

د افغانستان لپاره د د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ، استازي ښاغلي لیونارد زولون وویل: "UNHCR د دې ملګرتیا لپاره خوښ دی چې هدف یې مهمو چوپړونو ته د میرمنو لاسرسۍ پیاوړې کول دي او همدارنګه دوی ته د تلپاتی کاروبار لپاره فرصت ورکوي". " WADA" د اوږدې مودې تلپاتی حل لارو رامنځته کولو لپاره کار کوي چی د UNHCR د پروګرامونو کلیدي اړخ دی."

UNHCR، FAO،  UN Womenاو همکاران یی د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ساحې پر بنسټ پروګرامونو او د ټولنې د بشپړی مرستی په برخه کې بوخت دي. په بدخشان کې فیض آباد د UNHCR د راستنیدو او بیا یوځای کیدو لومړیتوبونو سیمه ده چی هلته پخواني کډوال او کورنی بې ځایه شوي خلک کورونو ته ستنیږی، او یو له هغو ولایتونو څخه دی چې FAO اوس مهال هلته بیړنۍ او د بیرته راګرځیدو نوښتونه پلي کوي.

"د FAO بیړنۍ او بیرته راګرځیدو مرستې د کرنې کاروبار د ساتنې او بیا رغولو لپاره بیړنۍ او د وخت مهمی اړتیاوې رانغاړی. دا د اغیزمنو خلکو مقاومت زیاتوي ترڅو د اوسنیو او راتلونکي بحرانونو سره مقاومت وکړي. " WADA" په مستقیمه توګه د ښځو د خوړو او تغذیې خوندیتوب د لوړولو یوه لاره ده،" په افغانستان کې د FAO استازي ښاغلي ریچارډ ټریچارډ وویل.

UNHCR او FAO په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یو نوښت د یوې برخې په توګه او د افغان کډوالو لپاره د حل د ستراتیژۍ (SSAR) او د ملګرو ملتونو د انتقالي ښکیلتیا چوکاټ له لاری په ګډه کار کوي، ترڅو د راستنیدونکو کډوالو، بې ځایه شویو خلکو اړتیاوې پوره کړي. او کوربه ټولنې په داسې حال کې چې د بشردوستانه پرمختګ او همدارانګه د سولې په پروسه کې هم ښکیل دي.

د ښځو د لاسرسي د درناوی او پرمختګ پروژه " WADA" ټاکل شوې چې د څلورو کلونو لپاره پیل شي، چې لومړنی پړاو به یې په لومړیو ۲۴ میاشتو کې پلي شي. UNHCR او FAO دواړو د پروژې د پیل کولو لپاره هر یوه ۱ ملیون ډالره مرسته کړې، په داسې حال کې چې هڅه کوی نوری پیسی ترلاسه کړی ترڅو د اړتیا وړ ۱۸ میلیونه امریکایی ډالرو تمویل بشپړ شی.

WADA د څو سکټوري، څو ادارو او څو مرحلو نوښت په توګه ډیزاین شوی چې د ملګرو ملتونو د ډیرو ادارو او نورو پراختیایی همکارانو/شریکانو لپاره د پروګرامونو د فرصتونو برابرولو د دی د پرمختګ سره د نوښت برخه وي.

د کرنې او خوراکي توکو ادارې (FAO)

له 2002 راهیسې، په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان بشپړ استازیتوب د اوبو لګولو زیربنا بیارغونه، د لبنیاتو او غنمو د تخمونو نوي صنعتونه رامینځته کول، د مالدارۍ روغتیا ښه کول، د کوچنیو فارمونو مالکینو سره مرسته کول په برخه کې کار کوې ترڅو د دوی  رنګا رنګ او لوړ ارزښت لرونکي محصولات تولید کړي. دارنګه دا ادارې له هیواد سره د اقلیم د بدلون په کمولو او سازګاري سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخه (UN Women)

د افغانستان لپاره د ملګري ملتونه د ښځو برخه په افغانستان کې شتون لري او هره ورځ د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي. زموږ د ستراتیژۍ په زړه کې په کور دننه په میرمنو پانګونه ده - د ژوند ژغورنې او مالتړ خدماتو څخه نیولې تر کار کونکو میرمنو ته د بشردوستانه مرستې چمتو کول او د میرمنو په مشرۍ سوداګرۍ لپاره اولیه سرمایه برابرول دي او زموږ د کار اصلي موخه د افغان ښځو د خوځښت بیا رغونه ده.

د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ  (UNHCR)

د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ  ادارې له څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې شتون لري او له بې ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو سره د بېړنیو مرستو او ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي.

 

زمونږ رسنیز اریکې:

لیدیا لیمبی FAO

Lydia.lambe@fao.org

Tel:  +93794874975

 

پیتر کیسلر UNHCR

kessler@unhcr.org

Tel: +93 702465614

 

هولگوتا انگیل FAO

Olguta.anghel@unwomen.org

Tel:+93 798598429   

 

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د کرنی او خوراکی توکو اداری
د کرنی او خوراکی توکو اداری
د ملګرو ملتونو د ښځو برخه
د ملګرو ملتونو د ښځو برخه
د مهاجرو چارو کښی د ملګرو ملتونو عالی کمیساری
د مهاجرو چارو کښی د ملګرو ملتونو عالی کمیساری

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو