افغانستان: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او بریتانیا د کلیو د پیاوړتیا او خوړو د خوندیتوب لپاره د ۱۰ میلیونه پونډه په ارزښت نوې پروژه عملي کوي
04 August 2025
دا پروژه به د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې په ۱۵ ولایتونو کې له ۱۵۰ زره څخه زیاتو کسانو د خوړو تولید، عایداتو ښه کولو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پیاوړتیا لپاره تطبیق شي.
روم/کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د بریتانیا دولت سره په ګډه د خوړو خوندیتوب او کلیوالې معیشتونو ښه کولو او اقلیمي او اقتصادي ناورینونو پر وړاندې د افغانانو د پیاوړتیا په موخه، د ۱۰ میلیونه پونډه (شاوخوا ۱۳.۴ میلیونه امریکايي ډالره) په ارزښت نوې پروژه عملي کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د کرنیزو معیشتونو د پیاوړتیا (ReAL) دا پروژه به په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې د افغانستان د ۸ زونونو په ۱۵ ولایتونو کې له ۱۵۱ زره څخه زیاتو کسانو (۲۱ زره ۵۷۲ کورنۍ) سره مرسته وکړي. دا پروژه به کوچنیو بزګرانو، مالدارانو او هغو کارګرو ته لومړیتوب ورکړي چې ځمکې نه لري او ځانګړې پاملرنه به یې کونډو او هغو کورنیو ته وي، چې ښځي یې سرپرستي کوي. یاده پروژه د بریتانیا پهمالي ملاتړ عملي کېږي او د دغه هیواد " په افغان ټولنو کې د کرنې او معیشتونو د پیاوړتیا او عادلانه بیا رغونې د ودي پروګرام"(PREVALE) یوه برخه ده.
دا پروژه به له پیل سره سم په لومړي کال کېله هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې پر کرنه بوختې دي څو د غنمو او لبنیاتو تولیدات يې زیات شي. همدا ډول، محلي د اوبولګولو سیسټمونه به ورغول شي، لوړ کیفیت تخمونو ته به د بزګرانو لاس رسی پراخ شي او د واکسینونو او ټولنیزو روغتیايي خدمتونو له لارې به د څارویو ساتنه وشي.
په دې پروژه کې به ښځې مهمه ونډه ولري او له کونډو او هغو کورنیو سره به ځانګړې مرسته وشي چې ښځې یې سرپرستي کوي. په دغه مرسته کې به د چرګانو ساتنې کڅوړې، د څارویو ساتنې اړوند روزنې او د لبنیاتو بازارونو ته د لاسرسي فرصتونه شاملې وي. د دې مرستې موخه دا ده چې د ښځو او ماشومانو تغذیه ښه شي او د عوایدو ترلاسه کولو فرصتونه زیات شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازی ریچارډ ټرینچارډ وايي "موږ د بریتانیا له دې ارزښتمن، پر وخت او ستراتیژیک ملاتړ څخه ډېره مننه کوو"
ښاغلی ټرېنچارډ زیاتوي: "د افغانستان بزګران پیاوړي دي خو پرلهپسې اقلیمي او اقتصادي ناورینونه دا پیاوړتیا له منځه وړي. دا پروژه یوازې یو پیل دی، خو داسې لارې به هوارې کړي چې بزګران وکولای شي په بدلېدونکو حالاتو کې ځواکمن پاتي شي؛ چې پایله به یې ښه تولید، ښه تغذیه، ښه چاپېریال او ښه ژوند وي. موږ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان کې دې ته «د غورهوالي څلور بنسټونه» وایو. دا لنډمهاله پانګونه به، په داسې یو هېواد کې چې د زیاترو خلکو ژوند يې له کرنې سره تړلی دی، واقعي اغېزي ولري."
کرنه د افغانستان د تاریخ، کلتور، معیشتونو او د خوړو خوندیتوب بنسټیزه ستنه پاتې شوې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمانله ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴کال پورې، له ۳۰ میلیونه او ۳۰۰ زره څخه زیاتو افغانانو ته بېړنۍ مرستې رسولي دي او د کرنیزو فعالیتونو له لارې یې ملاتړ کړی دی. دا هڅوپه دې هېواد کې د خوړو د شدیدې ناامنۍ په مهارولو کې مرسته کړې ده او په تېرو څلورو کلونو کې یې د هغو کسانو شمېر نږدې نیمايي ته راکم کړی، چې د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي. د کرنیزو معیشتونو د پیاوړتیا پروژه دا پرمختګونه لا زیاتوي. دا پروژه د خلکو د عاید زیاتولو پر فعالیتونو پانګونه کوي، بازارونو ته لاسرسی ښه کوي، له ټولنو سره د اقلیمي خطرونو په ښه مدیریت کې مرسته کوي او د وخت په تېرېدو سره د بشري اړتیاوو کمولو ته لاره هواروي.
یاده پروژه له ځمکې څخه په اغېزمنه توګه د استفادې، د طبیعي پېښو د خطر کمولو او کورنیو د تغذیې د ښهوالي په برخه کې د افغانستان د زیاتو زیانمنو شویو ټولنو لپاره د بیا رغونې، د خوړو په برخه کې پر ځان بسیاینې او اوږدمهالېپیاوړتیا په برخه کې پر وخت او ارزښتناکه پانګونه ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د کرنیزو معیشتونو د پیاوړتیا پروژه به " په افغان ټولنو کې د کرنې او معیشتونو د پیاوړتیا او عادلانه بیا رغونې د ودي پروګرام" په ملاتړ له هغې پروژې سره هم مهاله تطبیق شي چې د افغاناېډ مؤسسې په مشرۍ د افغانستان د پیاوړتیا کانسرټیوم (ARC) لخوا عملي کېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د افغانستان د پیاوړتیا کانسرټیوم به د بریتانیا دولت په ملاتړ د خوړو ناامنۍ د کمولو په موخه، په ګډه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زغم او دوامداره کرنیز پرمختګ د کړنلارو د عملي کولو لپاره خپل شواهد زیات کړي او خپلې تجربې به یو له بله سره شریکې کړي.
په کرنیزه برخه کې مرستې یوه له اقتصادي او اغېزمنو لارو څخه ده چې د زیاترو هغو افغان نارینهوو، ښځو او ماشومانو لپاره چې خوړو د سختي ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخ دي، واقعي پایلې لري. دا چې افغانستان هممهاله له اقلیمي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نو د کلیوالي معیشتونو دوامداره ملاتړ حیاتي ارزښت لري، تر څو لاسته راوړنې وساتل شي او په اوږدمهاله او پایښت لرونکو پایلو بدلې شي.
اړیکې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازی
fao.org/Afghanistan
زموږ پاڼې تعقیب کړئ:
ایکس: @FAOAfghanistan
فېسبوک: FAO Afghanistan
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خبرونو او رسنیو څانګه
(+39) 06 570 53625
FAO-Newsroom@fao.org