د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیا او بیړني غبرګون سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره د اروپايي ټولنې د ۷ ملیونه یورو اضافي تمویل هرکلی کوي
05 August 2025
کابل، افغانستان – په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له اروپايي ټولنې (EU) څخه ۷ میلیونه یورو اضافي مرسته ترلاسه کړې، ترڅو د افغانستان د روغتیايي پېښو او تغذيې بیړنیو حالاتو ته د چمتووالي، سرویلانس او غبرګون وړتیا پراخه، قوي او دوامداره شي.
دا تمویل د اروپايي اتحادیې او د روغتیا نړیوال سازمان د روانې همکارۍ یوه برخه ده، چې له امله یې افغانستان په پنځو سیمهییزو انتاني روغتونونو کې د ۵۴ سلنه ښځینو په ګډون شاوخوا ۲۴۰۰۰۰ تنو خارج بستر ناروغانو ته مشورې ورکړل شوي، د ۵۴ سلنه ښځینو په ګډون له ۲۰۰۰۰ څخه زیاتو ناروغانو ته د داخل بستر خدمتونه وړاندې شوي، او ۵۲ سلنه ښځینو په ګډون له ۲۳۸۰ څخه زیاتو د جدي پاملرنې ناروغانو درملنه شوې ده. سربیره پردې، له ۲۸ زرو زیات له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان چې له شدیدې حاد خوارځواکۍ سره مخ ول د تغذیې په ۴۰ داخل بستر ځانګړو څانګو کې عاجله ژوند ژغورونکې پاملرنه ترلاسه کړې.
دا اضافي مالي مرسته به د روغتیا نړیوال سازمان ته اجازه ورکړي چې د هیواد په کچه د ۲۸ عامه لابراتوارونو سره د دوامداره ملاتړ له لارې د تشخیص ظرفیت نور هم پیاوړی کړي، د ناروغیو سرویلانس او پر وخت موندلو سیسټمونه ښه کړي، او په ۶ سیمه ایزو مدغم شوو روغتونونو کې د ساري ناروغیو د ښه مدیریت ملاتړ وکړي. دا به د انتاناتو د مخنیوي او کنټرول کړنې هم پیاوړې کړي او له پیچلتیاوو سره مل خوارځواکو ماشومانو لپاره به په ۴۳ معالجوي تغذیي واحدونو کې د داخل بستر درملنه پراخه کړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور د خوست ولایت په متون ښار کې د عامې روغتیا ولایتي لابراتوار کې د اضافي مرستې د هرکلي په مراسمو کې وویل: "د اروپايي ټولنې دا ملاتړ په خورا مهم وخت کې ترسره شو." نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لا هم ډېرې کورنۍ له ابتدايي پاملرنې بې برخې دي، په ځانګړې توګه د بیړنیو حالاتو پر مهال. له دې نوې مرستې سره، موږ کولی شو له خلکو سره خپل دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړو، ډیرو خلکو ته ورسیږو، د ناروغیو خپریدو ته چټک ځواب ووایو او د روغتیایي کارمندانو ملاتړ وکړو چې هره ورځ ژوند ژغوري. دا یوازې مرسته نه ده، دا د ټولنو سره نږدې پاتې کېدل او د یو داسې روغتیايي سیسټم په جوړولو کې مرسته ده چې خلک پرې باور وکړي."
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې میرمن ویرونیکا بوسکوویچ پوهر زیاته کړه: "د روغتیا نړیوال سازمان سره د دې همکارۍ له لارې، موږ غواړو د ناروغیو د خپریدو او روغتیایي بیړنیو حالتونو د مخنیوي، کشف او ځواب ویلو لپاره د افغانستان وړتیاوې پیاوړې کړو. د مهاجرینو د راتګ د دوامداره زیاتوالي او د دې نه منل کیدونکي حقیقت سره چې ویروسونه هیڅ پولې نه لري، په افغانستان کې یو پیاوړی او ډیر اغیزمن روغتیایي امنیتي سیسټم د پولې هاخوا د خپریدو خطر کمولو او د خلکو روغتیا ساتنې لپاره یوه مهمه پانګونه ده."
نوی تمویل به د روغتیا کاري ځواک ظرفیت لوړولو، په ملي روغتیا سیسټم کې د کلیدي دندو مدغم کولو او د وخت په تیریدو سره په بهرني ملاتړ باندې د تکیه کمولو له لارې د ملاتړ شوي ساري ناروغیو روغتونونو او تشخیصي لابراتوارونو تدریجي لیږد کې هم مرسته وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې پیاوړې همکاري به د دوی ګډ اهداف نور هم پیاوړي کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مهم روغتیایی خدمتونه شتون لري او اغیزمن دي، په ځانګړي توګه د بحران پر مهال، ددې ترڅنګ د افغانستان د خلکو لپاره یو دوامدار، د هېواد له خوا رهبري کېدونکی روغتیايي سیستم جوړ شي.