د روغتیا نړیوال سازمان له ۳۵ میټریک ټنو څخه زیات طبي توکي د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې قربانیانو سره د مرستې لپاره کابل ته ورسیدل
08 September 2025
کابل، افغانستان: له ۳۵ میټریک ټنو څخه زیات د ژوند ژغورونکو طبي توکو محموله کابل ته راورسېده، څو د هیواد په ختیڅ کې د اګست میاشتې د ۳۱ مې نېټې د ۶.۰ درجې ویجاړونکې زلزلې له زیانمن شویو سره په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان غبرګون پیاوړی کړي. له دې محمولې سره، WHO تر دې دمه نږدې ۸۰ متري ټنه بیړني روغتیايي توکي له پېښې راهیسې افغانستان ته ځای پر ځای او رسولي دي.
دا تازه را رسېدلې محموله چې په دوبۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالو بېړنیو حالاتو لوژستیک مرکز له لارې تنظیم شوې، د ټروما او بیړنیو جراحي کڅوړې، د بیړنیو روغتیايي غبرګون ګډې کڅوړې، د غیر ساري ناروغیو طبي کڅوړې او اړین درمل لري. دا توکي به د روانو اړتیاوو ارزونو وروسته په سختو ځپلو سیمو کې روغتیایی تاسیساتو او ګرځنده روغتیایی ټیمونو ته واستول شي. دا به ډاکټرانو او نرسانو ته وړتیا ورکړي چې بیړنۍ درملنه چمتو کړي، بیړني جراحي ترسره کړي او د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.
زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو په اوږدو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې، له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان یې وژلي، ۳۶۰۰ یې ټپیان کړي، او نږدې ۶۸۰۰ کورونه یې له منځه وړي. لسګونه زره کورنۍ لا هم بې ځایه دي، ۲۰ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، او راجع کوونکي روغتونونه لا هم له سلګونو ټپي ناروغانو سره مبارزه کوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ، ډاکتر اډوین سینیزا سالواډور وویل: “د دې زلزلې له امله رامنځته شوې مرګژوبله او کړاوونه خورا ستر دي. دا اضافي طبي توکي د هغو کورنیو لپاره ژوند ژغورنکي دي چې هر څه یې له لاسه ورکړي، او د هغو روغتیايي کارکوونکو لپاره چې له ستونزو سره سره، لا هم نه ستړې کېدونکې هڅې کوي هیله بخښونکي دي. هره ورځ د ژوند ژغورلو لپاره مهمه ده، او په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان به له خپلو روغتیايي کاري شریکانو سره اوږه په اوږه کار وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې اغېزمنو ټولنو ته اړین خدمات ورسېږي.”
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د پېښې له لومړیو ساعتونو راهیسې په سیمه کېې فعاله شتون لري، ګرځنده روغتیايي ټیمونه، رواني ټولنیز ملاتړ، او د ناروغیو د څار سیستمونه یا سرویلانس یې ځای پر ځای کړي دي. دا نوي طبي توکي د دغو هڅو ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي چې اړین روغتیايي خدمات د خلکو لپاره، په داسې وخت کې چې هغوی ورته تر ټولو ډېره اړتیا لري، دوام ومومي.
د روغتیا نړیوال سازمان بیړني عملیات، د افغانستان بشري مرستندویه صندوق (AHF)، د اروپايي اتحادیې بشري مرستې، او نور په ګډون د تمویلونکو سخاوتمندانه ملاتړ له لارې ممکن شوي دي. د دوامدارو مرستو شتون به اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو خدمتونو د پراختیا او دوام لپاره حیاتي وي.