خبرنامه

په افغانستان کې د شري د ملي واکسين کمپاین په لومړۍ پړاو کې ۸.۹ میلیونه ماشومانو ته رسیدنه وشوه

08 October 2025

کابل، افغانستان – د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، د افغانستان د کتلوي معافیت ملي سره په همغږۍ، د شري د ملي واکسين کمپاین لومړۍ پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورساوه. د ګاوي  یا واکسين اتحادیې په ملاتړ، شاوخوا ۸.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ میاشتو تر ۱۰ کلونو پورې دي، د هېواد په ۱۷ یخو اقلیم لرونکو ولایتونو کې واکسين شوي دي.

تشریح: A child in Kaldar District of Balkh Province receives a measles vaccine
انځور: © WHO Afghanistan

شری د نړۍ له هغو ساري ناروغیو څخه ده چې ډېر ژر خپرېږي او د ماشومانو ترمنځ د واکسين‌مخنيوي وړ مړینو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي. په افغانستان کې، چېرته چې د معمول واکسين ته لاسرسی محدود دی او ماشومان د خوارځواکۍ  په څیر له نورو ستونزو سره مخ دي، شری کولی شي د سینه بغل، ړوندوالی او حتی مرګ په څیر جدي روغتیایی پیچلتیاوې رامینځته کړي.

په ۲۰۲۴ کال کې له ۹۳۰۰ څخه ډېرې د شري پېښې ثبت شوې وې، او تر اګست ۲۰۲۵ پورې ۸۵۰۰ نورې پېښې هم ثبت شوې دي. د ناروغۍ د خپرېدو پېښې هم ډېرې شوې، چې په ۲۰۲۳ کال کې له ۱۲۷ څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۰ ته لوړې شوې دي. نږدې ۹۲ سلنه پېښې د ۱۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو کې وې. د ملي واکسين کمپاین تر پیل مخکې، یوازې ۵۵ سلنه ماشومانو د سري شري لومړی دوز واکسين ترلاسه کړی و، او یوازې ۴۴ سلنه یې دویم دوز اخيستې وه. د واکسین د پوښښ دا تشې د ډېرو ماشومانو د نه خونديتوب لامل شوې وې، چې ناروغۍ ته یې د خپرېدو زمینه برابره کړې وه.

تشریح: A group of children in Mazar waiting to receive their measles vaccines
انځور: © WHO Afghanistan

افغانستان د شري له منځه وړلو ته ژمن دی. د واکسیناسیون هڅې او د معافیت لوړ پوښښ د دې هدف ترلاسه کولو، د ټولنو د ساتنې او په سیمه ایزه او د سرحدونو هاخوا د راتلونکو پیښو مخنیوي لپاره خورا مهم دي.

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا سالوادور، وویل:

“شری یوه وژونکې خو مخنيوي وړ ناروغي ده، او په داسې هېواد کې لکه افغانستان، چې ډېر ماشومان پکې زیان‌منونکي دي، واکسين د ژوند یوه مهمه وسیله ده. د دې ملي کمپاین د لومړۍ پړاو بریالی بشپړیدل، د میلیونونو ماشومانو د ناروغۍ، معلولیت او مړینې څخه د خوندي ساتلو په لور یو مهم ګام دی. موږ د هغو روغتيايي کارکوونکو، رضاکارانو او شریکانو ژور منندوی یو چې ډېری وخت او په سختو شرایطو کې یې دا هڅه ممکنه کړې ده، د روغتیا نړیوال سازمان ژمن دی چې د افغانستان د روغتيايي نظام ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو هېڅ ماشوم محروم پاتې نشي.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) استازي، ډاکټر تاج‌الدین ایو والي، وویل:

“په افغانستان کې هیڅ ماشوم باید د هغه ناروغۍ له امله مړ نشي چې موږ پوهیږو چې څنګه یې مخنیوی وکړو. شری نه یوازې یوه وژونکې ناروغي ده، بلکې د معافیت پوښښ او روغتیایي مساوات کې د تشو لپاره د خطر زنګ هم دی. د ناروغیو هره پېښه ښيي چې کوم ماشومان محروم پاتې شوي دي. د ملي کمپاین د لومړۍ پړاو بریا یو مهم پرمختګ دی، خو اوس باید تمرکز د معافیت تشو د بندولو او دا هڅه د معمول واکسين‌کولو برخه ګرځولو ته واړوو. د پیاوړو سیستمونو، عادلانه لاسرسي او نه ماتېدونکې ارادې سره، موږ کولی شو په افغانستان کې هر ماشوم د شري په څېر د مخنيوي وړ ناروغیو څخه خوندي وساتو.”

تشریح: School students in Takhar Province receive measles vaccines
انځور: © WHO Afghanistan

دا دوه‌پړاویز ملي کمپاین داسې طرحه شوی چې لږ تر لږه ۹۵ سلنه پوښښ ترلاسه کړي، هغه ماشومان ومومي او واکسين کړي چې په تېرو پړاوونو کې پاتې شوي، او د اوږدمهاله خونديتوب لپاره د معمول معافیت خدمتونه پیاوړي کړي.

د لومړۍ پړاو تر پای ته رسېدو وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او شریکان له ملي روغتيايي چارواکو سره نږدې همغږي لري، ترڅو پرمختګونه تثبیت کړي او د کمپاین د دویم پړاو لپاره چمتووالی ونیسي، ترڅو هېڅ ماشوم محروم پاتې نشي.

#

د رسنیزو اړیکو لپاره:

اجیال المنصور سلطاني

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د اړیکو مشره

برېښنالیک: sultanya@who.int 

دانیل تیمي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د اړیکو مشر

برېښنالیک: dtimme@unicef.org 

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق
د روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیواله اداره

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو