په زلزله ځپلي افغانستان کې بیا رغونه
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د ژمي تر راتګ مخکې د کرنیزې برخې د چټکې بیا رغونې ملاتړ کوي.
"نیمه شپه وه چې ځمکه ولړزېده"، سلیمان چې د کونړ ولایت د شوماش کلي یو بزګر دی، د زلزلې د شپې په اړه زیاتوي «داسې احساس کېده لکه د قیامت ورځ. خلکو چیغې وهلې، کورونه نړېدل، او په یوه شېبه کې مو خپلې کورنۍ، کروندې، ان تر څارويو پوري، هر څه له لاسه ورکړل."
د ۲۰۲۵ د اګست د۳۱مې په شپه، ۶ درجې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې پاکستان ته نږدې سیمې ولړزولې. له زلزلې وروسته د ځمکې د بیا خوځېدو پېښو ځمکې ښوېدنې رامنځته کړې، لارې یې وتړلې او هغو لیرې پرتو سیمو ته یې لاسرسی پرې کړ چې مخکې له دې له تېزو اورښتونو سره مخ وې او له کلونو راهیسې کړېدې.
په هغه کلي کې چې سلیمان اوسېږي، نږدې ۸۰۰ کورنۍ ژوند کوي، خو اوس یو کور هم د اوسېدو لپاره مناسب نه دی. ځینې کورنۍ په پرانیستو کروندو کې د خېمو لاندې مېشتې دي، او نورې بیا لنډمهاله کمپونو ته تللې دي. سلیمان وایي چې ډېرو کورنیو له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې څاروي لرل، خو اوس یوازې دوه یا درې ور پاتې دي.
هغه زیاتوي: «ډېر څاروي د نړېدلو کورونو لاندې مړه شول یا د ځمکې ښوېدنې له امله له منځه ولاړل. له څارویو پرته موږ یوازې خواړه نه، بلکې هغه لږ عاید هم له لاسه ورکړ چې مخکې مو درلود.»
بل خوا، جنوب ته د ننګرهار ولایت په اوتران کلي کې، حبیبالله د خپل کلي ورانی ګوري.
حبیبالله وایي: «زلزلې هر څه له منځه یوړل.» هغه زیاتوي: «زموږ د جوارو کروندې زیانمنې شوې، د اوبو ویالې مو ورانې شوې، ان د مېوو ونې وچې شوې دي. زموږ څاروي مړه شول او د ساتنې ځایونه یې وران شوي دي. د ژمي په راتګ سره، موږ وېره لرو چې هغه لږ شمېر څاروي هم له لاسه ورکړو چې پاتې دي.»
زلزلې، د سلیمان او حبیبالله په څېر، هغه خلک وځپل چې له کلونو راهیسې له وچکالۍ، موسمي سېلابونو او اقتصادي ستونزو سره مخ وو. دا ناورین د راستنېدونکو کورنیو لپاره، چې یوازې له لږو امکاناتو سره بېرته راغلي وو، خورا سخت تمام شوی دی. حتی د اګست له ۳۱مې نېټې مخکې، په دغو ولایتونو کې نږدې ۹۵۰ زره کسان د خوړو د شدید کمښت له ګواښ سره مخ وو. اوس وړاندوینه کېږي چې دا شمېر به په چټکۍ سره لوړ شي.
بېړنۍ مرستې
په داسي یوه سیمه کې چې د خلکو ژوند پر کرنه او مالداري تکیه وي، بیړنۍ مرستې باید چټکې او متمرکزي وي.
د زلزلې له څو ورځو وروسته، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټیمونو چټکې ارزونې ترسره کړې. د اغېزمنو شویو ټولنو تر مستقیمو اړیکو وروسته څرګنده شوه چې اوبو ته لاسرسی تر ټولو بېړنۍ اړتیا ده.
د اوبو لګولو کانالونه ویجاړ شوي یا د ویجاړو شویو ودانیو د پاتې شونو له امله بند شوي وو، چې خلکو ته یې د څښاک له خوندي اوبو لاسرسی محدود کړی و، او د کروندو او څارویو لپاره هم اوبه نه وې.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د کانالونو پاکول او بیا رغونه پیل کړه تر څو د اوړي فصلونه لکه جوار او لوبیا وژغوري چې په دې میاشت کې د ښه حاصلاتو ورکولو لپاره وروستي ځل اوبو ته اړتیا لري.
له دې سره سره چې ۴۴۵ کیلومتره مربع کروندې له خطر سره مخ دي، له ۵۰۰ زرو څخه ډېر څاروي هم له روغتیايي ګواښونو سره مخ دي. د هغوی لپاره زېرمه شوي خوراکي توکي ککړ شوي، او د څارویو د ساتني ځایونه ویجاړ شوي دي. هغه کورنۍ چې مخکې یې له جوارو، غنمو، لوبیا، وريجو، شیدو او غوښو څخه برخمنې وې، اوس د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
خلکو د وترنري خدماتو د فعالولو، د څارویو د استوګنځایونو د بیا رغونې او د خوراکي موادو د برابرولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د وترنري ساحوي واحدونو د پاتې شویو څارویو درملنه او واکسین کول پیل کړل، کوم چې د خوړو او عاید مهمې سرچینې دي. د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره، د خوړو او کرنې سازمان د سپټمبر تر ۲۹ نېټې پورې د ۱،۱۶۳ څارويو درملنه کړې ده.
یادو ساحوي واحدونو همدارنګه د کونړ په زیاتو اغېزمنو شویو ولسوالیو کې له ۵ زره ۶۰۰ څخه د ډېرو مړو شوو څارویو جسدونه په خوندي توګه له منځه یوړل، تر څو د حیواني ناروغیو د خپرېدو او د اوبو د ککړتیا مخه ونیسي. د خوړو او کرنې سازمان ټیمونه د غرنیو سیمو له لارې څو ساعته مزل کوي، تر څو د ځمکې ښوېدنې له کبله د ویجاړو شویو سیمو له لارې لیرې پرتو کلیو ته ورسېږي.
شمشیر، چې په کونړ کې د څارویو ساتونکی دی، وایي: «شاوخوا درې تر درې نیم ساعتونه په پښو مزل دی چې ځای ته ورسېږو او مړې شوي څاروي ښخ کړو.» هغه زیاتوي: "خو د خوړو او کرنې سازمان ټیمونه دلته شته او له موږ سره مرسته کوي".
همدارنګه، د نغدو پیسو په بدل کې پلان شوي د کار پروګرامونه به سیمهییز کارګران وګماري، تر څو د څارویو د ساتنې ځایونه بیا جوړ کړي. په یاد پروګرام کې به پیسې په مستقیم ډول کورنیو ته ورسېږي او سیمهییز اقتصاد ته به وده ورکړي.
د ژمني حاصلاتو د خوندي کولو لپاره بېړني اقدام ته اړتیا
د ژمي تر راتګ پورې یوازې څو اونۍ پاتې دي، او خلک د خپلو ځمکو د چمتو کولو او د څارویو د ساتنې لپاره لږ وخت لري.
که دا فرصت له لاسه ورکړل شي ښايي چې هغوی راتلونکی کال هېڅ حاصلات ونه لري او د لوږې کچه تر ۲۰۲۶ کال پورې لا زیاته شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د ۲۳.۴ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې، تر څو ډاډ ترلاسه کړي او دغو ټولنو ته ژوند ژغورونکې او بیړنۍ کرنیزې مرستې برابرې شي تر څو خپلې بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ګډه د اړتیاوو چټکه ارزونه روانه ده، تر څو د زیانونو کچه معلومه کړي او د بیا رغونې لپاره لارښوونه وکړي. د خوړو او کرنې سازمان د کرنیزې برخې مشري کوي او د خپلې تخنیکي پوهې او ټولنیزو اړیکو په کارولو سره د فصلونو، څارویو او د اوبو لګولو سیستمونو زیانونه ارزوي.
هره ورځ مهمه ده، تر څو د بزګرانو د کورنیو لپاره خواړه او معیشت برابر شي او د هغوی عزت خوندي پاتې شي. دا هغه کورنۍ دي چې مخکې یې ډېر کړاوونه زغملې دي.
تر اوسه پورې بېړنۍ مرستې د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون مرکزي صندوق (CERF) او همدارنګه د خوړو او کرنې سازمان د بېړنیو حالاتو او پیاوړتیا لپاره ځانګړي صندوق (SFERA) په ملاتړ تر سره شوي دي.