اروپایي ټولنې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان بېړني روغتیایي غبرګون د پراخولو په موخه اضافي بشري مرسته وکړه
21 October 2025
کابل، افغانستان: د روغتیا نړیوال سازمان ته د اروپایي ټولنې د بشري مرستو دفتر له خوا یو میلیون یورو اضافي مرستې ورکړل شوې، چې له دې سره د ۲۰۲۵ کال د می میاشتې راهیسې د اروپایي ټولنې له لوري افغانستان ته د روغتیا په برخه کې ټولې مرستې اوه میلیونه یورو ته رسېږي.
دا اضافي مرسته به د روغتیا نړیوال سازمان سره مرسته وکړي تر څو د هېواد په کچه خپل بېړنی روغتیایي غبرګون پراخ کړي، په ځانګړي ډول به محرومو سیمو او راستنیدونکو ته د ژوند ژغورونکو خدماتو په رسولو تمرکز وکړي.
د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۴.۳ میلیونه وګړي د اړینو روغتیایي خدمتونو له محدود لاسرسي سره مخ دي، چې علتونه یې د خدماتو کم تمویل، د روغتیايي مرکزونو تړل کیدل، او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت دي.
پداسې حال کې چې افغانستان لا هم له ګڼو بشري ننګونو سره مخ دی، چې پکې طبیعي پېښې، بې ځایه کیدل او د ناروغیو خپرېدل شامل دي؛ د مور او ماشوم روغتیا، د ټراما خدمات، او د ناروغیو مخنیوی سملاسي لومړیتوبونه دي. د اروپایي ټولنې ملاتړ به د روغتیا نړیوال سازمان ته دا زمینه برابره کړي چې د سرویلانس ملاتړ ټیمونو د اعزام له لارې د ساري ناروغیو سرویلانس خدمتونه پیاوړې کړي، د طبي توکو رسولو کې غوره والی راولی، او د راستنېدونکو ستونزو ته د غبرګون په موخه د همغږۍ سیستم نور هم پیاوړی کړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اېډوېن سېنیزا سلواډور د یادو بشري مرستو په اړه وویل: "د اروپایي ټولنې دا اضافي مرسته ډاډ رامنځ ته کوي چې هېڅوک شا ته نه پرېښودل کېږي، آن هغه څوک چې په لرې پرتو یا له کړکېچ سره مخ سیمو کې ژوند کوي. یاده مرسته دا اصل لا غښتلی کوي چې روغتیا ته لاسرسی امتیاز نه، حق دی."
د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوې اصلي پروژه د روغتیایي خدمتونو یوه هراړخیزه کڅوړه وړاندې کوي، چې پکې د لومړنيو روغتیايي خدمتونو ۴۱ مرکزونه، د میندو د روغتیا ۴ روغتونونه، او د بېړنيو ټراما خدمتونو ۲ مرکزونه (په تورخم او سپین بولدک کې) شامل دي. دغه راز، نوموړې پروژه د حادې رواني روغتیا په ۴ وارډونو کې د رواني او ټولنیز ملاتړ خدمتونه او ۱۹ داخل بستر مرکزونو کې د سختې خوارځواکۍ درملنه چمتو کوي، او په کلیوالو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت د ستونزې حل کولو په موخه یې ۲۶ قابله ګانو لپاره د روزنې برنامه برابره کړې ده.
د اروپايي اتحادیې د دې مرستو اړوند ډاکټر سلواډور زیاته کړه: "کله چې اګست میاشت کې د افغانستان ختیځ د زلزلې له امله وځپل شو او نږدې نیم میلیون وګړي یې اغیزمن کړل، د روغتیا نړیوال سازمان ټیم له لومړیو شیبو په سیمه کې حاضر و. د اروپایي ټولنې او نورو شریکانو د ملاتړ له برکته موږ وکولی شول چې اړمنو کسانو ته د ټراما خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بېړني روغتیایي ټیمونه سیمو ته واستوو."
همدارنګه په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د بشري مرستو دفتر مشر فرانسیس ګومانس وویل: "موږ ژمن یو چې د افغانستان د روغتیا سیستم د زغم وړتیا پیاوړې کړو. د روغتیا نړیوال سازمان سره زموږ شراکت دا تضمینوي چې اړین روغتیایي خدمات هغو کسانو ته ورسېږي چې تر ټولو زیات یې اړتیا لري، په ځانګړي ډول هغو سیمو ته چې لرې پرتې، له طبیعي افتونو اغېزمنې، او یا هم د خدمتونو له کمښت سره مخ دي. دا ملاتړ د مور او ماشوم روغتیا، رواني روغتیا، ټراما خدمتونو، تغذیې او د ناروغیو د مخنیوي برخو ته لومړیتوب ورکوي."
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازولي د اروپایي ټولنې د دوامدار ملاتړ مننه کوي، چې زموږ ژمنتیا لا غښتلې کوي تر څو له شریکانو او نورو بشري همکارانو سره د نږدې همکارۍ له لارې د هراړخیزو، همغږي شوو او حساب ورکوونکو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړو.
د رسنیو د معلوماتو لپاره:
میرمن اجیال منصور السلطاني
د روغتیا نړیوال سازمان د اړیکو مشره
ایمیل: sultanya@who.int
میرمن لیزا هسترت
د معلوماتو سیمه ایزه مسئوله، آسیا/پسیفیک کې د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو دفتر
ایمیل: Lisa.Hastert@echofield.eu