خبرنامه

د افغانستان له ۸ ميليونو ډېر ماشومان د شري واکسين کمپاين په دوهم پړاو کې واکسين شول

18 November 2025

کابل، افغانستاند روغتيا نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونسیف او د ګاوي ادارې، د افغانستان د کتلوي معافیت ملي ادارې په همکارۍ، د شري واکسین ملي کمپاين دوهم پړاو په برياليتوب سره پای ته ورساوه. 

تشریح: Community members bring their children for measles vaccination as part of the 2nd phase of the nationwide campaign, strengthening protection across the country.
انځور: © WHO Afghanistan

دغه کمپاين د اکتوبر په ۲۹مه پيل شوی و او لس ورځې يې دوام وکړ، چې په لړ کې یې د هیواد په کچه د ګرم اقليم لرونکو ۱۷ ولايتونو شاوخوا ۸،۳۵۵،۴۴۶ تنو هغو ماشومانو ته چې عمر یې له ۶ مياشتو څخه تر ۱۰ کلونو پورې و د شري واکسين ورکړل شو. دا شمیر د ټاکل شوو ۹ میلیونو ماشومانو له ډلې ۹۱،۷ سلنه هغو ته رسیدل ښيي. سربېره پر دې، په پنځو سویلي او يو سوېل ختيځ ولايت کې ۳،۹۵۳،۹۶۱ هغو ماشومانو ته چې له زيږون څخه تر ۱۰ کلونو عمر لري د پوليو واکسین دوه څاڅکي ورکړل شول.

د شري واکسین ملي کمپاين د لومړي پړاو د لاسته راوړنو په دوام، چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې بشپړ شو او د سوړ اقليم لرونکو ۱۷ ولايتونو ۸.۳ ميليونه ماشومان پکې واکسین شول، افغانستان خپلې هڅې غزوي څو ټول ماشومان واکسين ته لاسرسی ولري. لومړی پړاو د شري ناروغۍ د پرلپسې خپرېدو او د روټین واکسيناسیون د ټيټې کچې له امله پيل شو، ځکه چې يوازې ۵۱ سلنه ماشومانو د شري لومړۍ دوره واکسین او ۳۷ سلنه ماشومانو دويمه دوره واکسین ترلاسه کړی و. د دې پړاو بريالی تطبیق د معافيت جدي تشې ډکولو کې مرسته وکړه او د هغو ماشومانو د تشخیص لپاره یې بنسټ کېښود چې له واکسين څخه پاتې شوي وو، څو روټین واکسيناسیون لا پياوړی شي او هېواد د شري د کنټرول په لور پرمختګ وکړي.

تشریح: Schoolchildren proudly display their measles vaccination cards after receiving their doses during the 2nd phase of the nationwide measles immunization campaign. Protecting every child and leaving no one behind.
انځور: © WHO Afghanistan

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوين سينيزا سلوادور پدې اړه وويل:

«د ۹ ميليونو نورو افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ملي کمپاين دوهم پړاو پيل او بشپړېدل د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د خوندي کولو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان، د افغانستان روغتيايي چارواکو، همکارو ادارو او ټولنو ژمنتيا ښيي. د ټاکل شوي هدف له ډلې، ۹۱،۷ سلنه ماشومان واکسین کول يو ستر پرمختګ دی، خو زموږ هڅې تر هغو دوام کوي چې هر ماشوم ته ورسېږو، په ځانګړي ډول هغو ته چې لرې پرتو سيمو کې اوسي. د روغتیا نړیوال سازمان به د معافيت په برخه کې د شته تشو د بندولو په موخه او د دې لپاره چې هېڅ ماشوم له روغتیايي خدمتونو محروم پاتې نه شي، خپلې هلې ځلې دوامدارې وساتي.»

افغانستان کې د یونسیف استازي ډاکټر تاج‌الدین ایو والي پدې اړوند وويل

«د کمپاین دوهم پړاو بشپړېدل په هغه لور يو بل مهم ګام دی چې د افغانستان ماشومان د داسې یوې ناروغۍ څخه خوندي شي چې هېڅکله بايد د يو ماشوم ژوند وانخلي. د هرې ټولنې په هر ډول شرايطو کې ميليونونو ماشومانو ته رسېدل يوازې هغه وخت امکان لري چې کورنۍ، روغتيايي کارکوونکي او همکاران د ماشومانو د خوندیتوب لپاره سره یو شي. یونسیف به د روټین واکسيناسیون د پياوړتيا لپاره خپلې هڅې روانې وساتي څو هر هلک او نجلۍ هغه واکسينونه ترلاسه کړي چې د سالمې ودې لپاره ورته اړتيا لري.»

د افغانستان د شري واکسین ملي کمپاين د دواړو پړاوونو له بريالي بشپړېدو سره، اوس تر ۱۶،۶ ميليونو ډېر ماشومان د شري له دې وژونکې خو د مخنيوي وړ ناروغۍ څخه خوندي شوي دي. دا لاسته راوړنه د افغانستان د روغتيايي چارواکو ژمنتيا، او د روغتیا نړیوال سازمان، یونسیف او د افغانستان د کتلوي معافیت ملي ادارې نه ستړې کېدونکې هڅې، او د ګاوي ادارې سخاوتمند ملاتړ ښکارندویه دهیاد اړخونه په ګډه د روټین واکسيناسیون خدمتونه پياوړي کوي او د معافيت تشې بندوي، څو په هېواد کې هېڅ ماشوم له روغتیا محروم پاتې نه وي.

 

د رسنیزو اړیکو لپاره:

اجیال المنصور سلطاني

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د اړیکو مشره

برېښنالیک: sultanya@who.int 

دانیل تیمي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د اړیکو مشر

برېښنالیک: dtimme@unicef.org

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق
د روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیواله اداره

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو