د ښیښو تړل، د دروازو پرانیستل
په افغانستان کې د خوراکې توکو د پروسس مرکزونه د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه برابروي
پر مېز د بېلابېلو توکو ډک لوښي په منظم ډول ایښودل شوي دي. په دې لوښو کې تازه جوړ شوی اچار، مربا او د رومیانو روب چمتو دي. نږدې خوا ته یوه ډله ښځې په احتیاط سره ګازرې پرې کوي او هوږه میده کوي او بلې خوا ته نورې ښځې له مڼو پوټکي لرې کوي. هره یوه یې دا تازه خوراکې توکي په یوه لوښي کې ږدي، تر څو د پروسس او بسته بندۍ لپاره په بوتلونو کې واچول شي.
د پروان ولایت په شمال ختیځ، جبل السراج ولسوالۍ کې د مربا او اچارو جوړول د ښځو لپاره د عاید تر لاسه کولو یوه سرچینه ګرځېدلې ده. حسینه او ۱۹ نورې ښځې په دې ځای کې په منظم ډول راټولېږي، تر څو خوراکي توکي پاک، میده او بسته بندي کړي او د خپلو کورنیو لپاره عاید تر لاسه کړي.
په افغانستان کې د ښځو لپاره د معیشت فرصتونه محدود دي، نو کرنه ورته یوه حیاتي لار پاتې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خپلې وړتیاوې کاروي او هڅه کوي له ښځو سره مرسته وکړي، تر څو له دې کرنیزو فرصتونو ګټه واخلي.
حسینه وايي: "له دې پروژې مخکې موږ یوازې د کور کارونه کول او له مالي ستونزو او ذهني فشارونو سره مخ وو. خو دغې پروژې موږ ته وښودله چې موږ ښځې هم کولای شو پر خپلو پښو ودرېږو."
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د لوګزامبورګ په مالي ملاتړ " د کورنیو د خوړو خوندیتوب او معیشت" پروژې
((Household Food and Livelihood Security (HFLS) په چوکاټ کې د خوړو د پروسس کولو مرکز جوړ کړ، چې اوس حسینه او نورې ښځې پکې محصولات چمتو او بسته بندي کوي. د یاد مرکز تر څنګ، دغې پروژې د ښځو د زده کړې لپاره اړین تجهیزات او روزنې هم برابرې کړې، تر څو هغوی وکولای شي بېلابېل تولیدات په سمه توګه پروسس او بازار ته وړاندې کړي.
کله چې دوی خپل تولیدات په محلي بازارونو کې وپلورل او ګټه یې تر لاسه کړه، نو وتوانېدلې چې بنسټیز توکي لکه خواړه، جامې او د خپلو ماشومانو د ښوونځي لګښتونه پوره کړي. حسینه د خپلو پنځو ماشومانو د ښوونځي، د هغوی د شیدو، ترانسپورټ او نورو لګښتونو لپاره عاید د همدې توکو له پلور څخه ترلاسه کوي.
د ښځو وړتیاوې او مهارتونهپه کار اچول
په دې مرکز کې ښځینه ټولنیزې کارکوونکې، چې " د کورنیو د خوړو خوندیتوب او معیشت" پروژې لخوا روزل شوي او ګمارل شوي دي، له حسینې او نورو ښځو نږدې کار کوي او هغوی ته لارښوونې کوي. ټولنیز کارکوونکي ځوانان (ښځې او سړي) دي چې تازه یې د کرنې په برخه کې زده کړې بشپړې کړې دي او هغه څه چې یې زده کړي، اوس یې عملي کوي. دوی د تغذیه پوهنې، حفظ الصحې، د ماشومانو پاملرنې او عامه خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې خپلې زده کړې نورو ته انتقالوي.
فضیله سادات، یوه ټولنیزه کارکوونکې ده چې د حسینې له ډلې سره کار کوي. هغه په منظمو ناستو کې د هر محصول د خوندي چمتو کولو څخه تر بسته بندۍ او روغتیایي خوندیتوب ښه کولو پورې لارښوونې کوي. فضیلې په پیل کې له دې ډلې سره په اونۍ کې یو یا دوه ځلې لیدنه کوله، تر څو عملي روزنه ورکړي. کله چې د ښځو مهارتونه لوړ شول او پر ځان باوري شوې، ناستې د څارنې لپاره په اونۍ کې یو ځل ترسره کېږي، څو د پرمختګ، بازارونو او د تولید د پلانونو په اړه خبرې وشي او ډاډ ترلاسه شي چې ښځې خپلې زده کړې عملي کوي.
د دې لپاره چې د ښځو کاروبار له محلي بازارونو بهر ته پراختیا ومومي، یادې پروژې په کرنیزو نندارتونونو کې د دوی د محصولاتو د نندارې فرصتونه برابر کړل. یو داسې نندارتون په کابل کې ترسره شو او د خوړو د پروسس په مرکز کې بوختو ښځو له پېرودونکو سره اړیکې جوړې کړې او د بازار د غوښتنو په اړه یې زده کړه وکړه. دوی خپلو تولیداتو ته بازارموندنه هم وکړه او د توکو لپاره یې لېبلونه ډیزاین او چاپ کړل، څو نور پېرودونکي جذب کړي.
د پروژې همکاریو حسینې او نورو ښځو ته دا فرصت ورکړ چې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. دا کار د ټولنې ښکېلتیا هم زیاته کړه. ښځې یوازې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره نه راټولېږي، بلکې له یو بل څخه روانې ملاتړ هم ترلاسه کوي.
اغېزي
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او جون میاشتو تر منځ، په څلورو ټاکل شوو ولسوالیو کې" د کورنیو د خوړو خوندیتوب او معیشت" پروژې له لارې د خوړو د پروسس په مرکزونو کې ښکېلو ښځو د پلور لپاره له ۱۵۴ زره کیلوګرامو څخه زیات تولیدات کړي وو. په دې تولیداتو کې مربا، چکني، روب او اچار شامل وو. د دې تولیداتو له پلور څخه یې شاوخوا ۶ میلیونه او ۹۳۰ زره افغانۍ (شاوخوا۹۹ زره امریکايي ډالره) عاید تر لاسه کړی دی، چې د ښځو لپاره له نورو لارو دومره عاید تر لاسه کول ستونزمن وو. همدارنګه د دوی تولیداتو پر نورو هېوادونو د تکیې کچه هم کمه کړې ده.
په ټوله کې د ملګرو ملتونود خوړو، تغذیې او معیشتونو د خوندیتوب پروګرام د افغانستان په ټاکل شویو ولسوالیو کې پر ۲۰ سلنه تر ټولو بېوزلو کورنیو تمرکز کوي. یاد پروګرام محلي شرایطو او د بازار ظرفیت ته په کتو، د عاید تر ټولو مناسبې او ګټورې لارې ټاکي او برخه اخیستونکو ته ځانګړې مرسته، لکه کرنیز مواد، د خوړو د پروسس وسایل او د پېر او پلور اړوند روزنې ورکوي، ترڅو تولیدات وکړي او خپل ژوند ښه کړي.
له ۲۰۱۰ کال د اپریل راهیسېدا پروګرام په ۸ ولایتونو او ۱۶ ولسوالیو کې له ۳۸۵ زره څخه ډېرو کسانو سره مرسته کړې او د شاوخوا ۵۵ زره کورنیو ملاتړ یې کړی دی. په دې کې له هر شپږو کورنیو څخه یوه یې د ښځې له خوا سرپرستي کېده.
د ښځو او سړیو ګډې هڅې دوامدار پرمختګ ته لار هواروي.