کیسه
27 July 2025
افغانستان کې د زیړي د پاملرنې پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل
تور زیړی د واکسین له لارې د مخنیوی وړ دی، او اوس د تور او سپین زیړي یا هیپاټایټس بي او سي ډولونو لپاره ډېر مؤثر او ارزانه درمل په عامه یا جنریک بڼه کې شتون لري. خو د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې د تور او سپین زیړي ویروسونو له امله رامنځته کیدونکې مړینه د ساري ناروغیو سره تړلی یوازینی ډول دی چې د نړۍ په کچه مخ په زیاتېدو ده. د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغیو د له منځه وړلو لپاره نړیوال هدفونه ټاکلي دي. خو په افغانستان کې، چیرې چې د کلونو بې ثباتۍ روغتیايي نظام سخت زیانمن کړی، هیپاټایټس بي او سي ډېر وخت د خلکو له سترګو پټ پاتې کېږي. دا ناروغۍ په پیل کې تل ښکاره نښې نه لري، یعنې ډېر خلک پرته له دې چې خبر وي کلونه له دې ناروغیو سره ژوند کوي. کله چې خبر شي بیا ډېر ناوخته وي.د پکتیا ولایت د ګردېز ولسوالۍ د ۵۲ کلنې بي بي مریم سره همداسې شوي. هغې فکر کاوه چې د بدن تلپاتې ستړیا او د نس درد یې یوازې د روحي فشار له امله دی. "زه هېڅکله نه پوهېدم چې دا به یوه جدي ناروغي وي،" نوموړې د کابل په انتاني روغتون کې د بستر پر وخت وویل. "زه نه پوهېدم چې تور زیړی څه شی دی."
په یاد روغتون کې د معایناتو او درملنې وړیا خدمتونو د بي بي مریم ژوند وژغوره. هغې وویل: "هغوی له ما سره ډېر مهربانه چلند وکړ او هر څه یې راته تشریح کړل. اوس ښه یم."له بده مرغه، د ناسمو باورونو او عامه پوهاوي د کمښت له امله، ډېر خلک تر هغې معاینات نه کوي تر څو ناروغي خطرناک پړاو ته ورسیږي. دا وضعیت ښيي چې د عامه پوهاوي لوړول، پروخت تشخیص، او فعاله روغتیایي پاملرنه څومره اړینه ده څو زیړی په مؤثره توګه کنټرول شي.د افغانستان د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپاټایټس د کنټرول ملي پروګرام د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې، ۹۳۶,۲۴۷ کسانو د هېواد په کچه د هیپاټایټس بي او سي لپاره معاینه کړې ده.له ۲۰۲۳ څخه د ۲۰۲۵ تر لومړۍ ربعې پورې، ۶۷,۲۳۰ کسان د هیپاټایټس بي لپاره مثبت معاینه شوي، چې ۳۷,۶۰۴ نارینه او ۲۹,۶۲۶ ښځې پکې شاملې دي. همداراز، د هیپاټایټس سي ۲۷,۹۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۱۴,۲۷۶ یې نارینه او ۱۳,۶۶۱ یې ښځې دي.ډاکټر سید عادل نیرو مند، چې په انتاني روغتون کې متخصص دی، وایي: "هیپاټایټس یوه وژونکې او ډېره ساري ناروغي ده چې اکثره له پامه غورځول کېږي." هغه زیاتوي: "ډېری خلک تر هغه مهاله مرسته نه غواړي، چې ډېر ناوخته وي."د افغانستان د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپاټایټس د کنټرول ملي پروګرام دا حالت بدلول پیل کړي. د روغتیا نړیوال سازمان او نورو شریکانو په ملاتړ، نوموړي پروګرام د معایناتو خدمات پراخه کړي، روغتیایي پاملرنه یې ښه کړې، روغتیايي کارکوونکي یې د نوې لارښوونې له مخې روزلي او نویو مؤثرو درملو ته یې د خلکو لاسرسی زیات کړی دی.د یاد پروګرام مشر، ډاکټر عبد الرحمن شیریندل وايي: "هر کال تر پخوا زیاتې پېښې لیدل کیږي. مونږ د ډېرو سختو شرایطو سره سره مهم پرمختګونه کړي، خو که غواړو دا پرمختګونه دوام پیدا کړي او هیپاټایټس افغانستان کې له منځه یوسو، دوامداره ملاتړ ډیر اړین دی."په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازماناستازی ډاکټر اډوېن سنیزا سالوادور وایي: "په افغانستان کې ډېر انسانان د هیپاټایټس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، لدې امله نه چې دا ناروغي درمل کېدلی نشي، بلکې ځکه چې اکثر ناوخته تشخیص کېږي. مونږ له ملي روغتیايي ټیمونو سره نږدې کار کوو څو وختي تشخیص او درملنه ټولو ته، په ځانګړي ډول هغو ته چې ډېره اړتیا لري، لا اسانه کړو. خو دا کار مونږ یواځې نشو کولای. مونږ له ټولو شریکانو غواړو چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي تر څو دا خنډونه مات کړو، او هېڅوک د داسې ناروغۍ له امله ونه مري چې مونږ یې درملنه کولی شو."د بي بي مریم کیسه یوازې یوه بېلګه ده. دا ښيي چې د معاینې او درملنې خدماتو ته لاسرسی څومره مهم او ژوند ژغورونکی دی. که نړیوال ملاتړ دوام ونکړي، نو د نورو خلکو – په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو – ژوند له لاسه تلی شي.راځئ چوپتیا ماته کړو. راځئ خنډونه لرې کړو. راځئ یوځای د هیپاټایټس مخه ونیسو. د نورو معلوماتو لپاره اړیکه:
ډاکټر ملیار کریمزی
د HIV درملنې آمر
د افغانستان د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپاټایټس د کنټرول ملي پروګرام
m_kareemzai@yahoo.comمحمد مدثر اسلامي
د اړیکو او پوهاوي آمر
د روغتیا نړیوال سازمان – افغانستان
islamim@who.int