کیسه
26 February 2026
د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ ولایت کې د ټولنو لپاره بیړني روغتیايي خدمتونه پیاوړي کوي
کابل، افغانستان: افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د بنسټیزې بیړنۍ پاملرنې روزنیز پروګرام له لارې په ټول هېواد کې د بیړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا ته دوام ورکړی، څو د لومړۍ کرښې روغتیايي کارکوونکي وکولای شي د ټپونو او د ژوند ګواښوونکو بیړنیو حالاتو پر مهال چټک او اغېزمن غبرګون وښيي.له وروستیو بریالیو بشپړو شوو روزنیزو پروګرامونو څخه یو یې په بلخ ولایت کې ترسره شو، چې پکې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو ۵۴ روغتیايي کارکوونکو د جاپان د خلکو او حکومت په ملاتړ خپلې ژوند ژغورونکې وړتیاوې لوړې کړې.په هیواد کې د ډېرو ټولنو لپاره، د ولسوالۍ روغتونونه د بیړنیو حالاتو پر مهال د درملنې یوازینۍ مرجع وي. د همدې اړتیا د پوره کولو لپاره، د بنسټیزې بیړنۍ پاملرنې روزنه پر عملي مهارتونو متمرکزه وه، څو روغتیايي کارکوونکي وکولای شي ټپونه ژر وارزوي، د ناروغانو وضعیت ثابت کړي او د بیړني غبرګون سیسټمونه داسې منظم کړي چې تخصصي روغتیايي مرکزونو ته د راجع کېدو څخه مخکې ژوندونه وژغوري. امینالله صافي، چې د بلخ د شولګرې ولسوالۍ روغتون د بیړنۍ خونې نرس دی، روغتون ته له ستنېدو سره سم یې له روزنې ترلاسه کړي مهارتونه عملي کړي. هغه د جراحي او بیړنیو وسایلو د بیا تنظیم لپاره عملي ګامونه اخیستي او د ټپونو د مدیریت چارې یې لا پیاوړې کړي.هغه وویل: «تر روزنې مخکې، موږ له شته وسایلو او پوهې سره خپله هڅه کوله. اوس نو نوې زده کړې موږ ته دا توان راکړی چې خپل موجوده وسایل او محدودې سرچینې په ډېر اغېزمن ډول وکاروو، څو زموږ په ولسوالۍ کې خلک د بیړنیو حالاتو پر مهال بېوسه انتظار ونه باسي. موږ چمتو یو چې د ناروغانو د رسېدو له لومړۍ شېبې ژوند ژغورونکې پاملرنه وړاندې کړو.»افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوېن سېنېزا سلواډور پدې اړه وویل: «په بیړنیو حالاتو کې هره لحظه ارزښت لري. د لومړۍ کرښې روغتیايي کارکوونکو د مهارتونو په پیاوړتیا او د ولسوالۍ روغتونونو د بیړني چمتووالي په ښه کولو سره، موږ هغه ځایونو کې ژوند ژغورو چیرته چې خلک اوسیږي، په ځانګړي ډول په هغو ټولنو کې چې له تخصصي پاملرنې لرې دي. دا د دوامدارو تمویلوونکو رښتینی اغېز دی.»د جاپان او نورو روغتیايي شریکانو سره د دوامدارې همکارۍ له لارې، افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې ژوند ژغورونکې بیړنۍ پاملرنه کورنیو ته نږدې کړي، د مخنیوي وړ مړینې راکمې کړي او روغتونونه د بیړنیو حالاتو پر مهال چمتو وساتي. For more information, please contact:Mariam Amiry
RCCE Officer, WHO Afghanistan (Kabul)
Mob.: +93 784100496
E-mail: amirym@who.int
RCCE Officer, WHO Afghanistan (Kabul)
Mob.: +93 784100496
E-mail: amirym@who.int