د یو ان ادارای پهافغانستان کښی

د کرنی او خوراکی توکو اداری
د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ملګرو ملتونو یو تخصصي سازمان دی چې له لوږې سره د مبارزې نړیوالې هڅې رهبري کوي. ددغه سازمان موخه د ټولو لپاره د غذايي امنیت تامین او د سالم او فعال ژوند لپاره باکیفیته خوړو ته د خلکو له لاسرسي ډاډمنیدل دي.
د کار نړیوال سازمان
د کار نړیوال سازمان (ILO) د بشر د پیژندل شویو حقونو او ټولنیز عدالت لپاره فعالیت کوي او د تلپاتې سولې په موخه د ټولنیز عدالت لپاره خپل اساسي ماموریت تعقیبوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په ۱۹۵۱ کال کې تاسیس شو. IOM د مهاجرت په برخه کې یو مخکښ بین الدولتي سازمان دی، چې له دولتي، بین الدولتي او غیردولتي شریکانو سره له نژدې همکاري لري.
د بشری مرستو د همغږۍ دفتر
د بشردوستانه چارو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر (OCHA) له خپلو کاري شریکانو سره د همغږۍ، ملاتړ، سیاست، د معلوماتو د مدیریت، مالي وسایلو او خدماتو له لارې د اغیزمنو او اصولي بشردوستانه فعالیتونو په برخو کې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو د استوګنځی پروګرام
د ملګرو ملتونو د مسکن پروګرام (UN-Habitat) د ملګرو ملتونو بیل بنسټ دی چې د ښه ښاري راتلونکي د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي. ددغه سازمان ماموریت له ټولنیز او چاپیریالي اړخه د پایداره مسکن ارتقا او ټولو ته د مناسبې سرپناه لاسرسی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخه
د ملګرو ملتونو د ښځو برخه (UN Women) د ملګرو ملتونو یو خپلواک بنسټ دی، چې د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره کارکوي. د ملګرو ملتونو د ښځو برخه چې د ښځو او نجونو نړیواله اتله اداره ده، د ښځو او نجونو د اړتیا د رفع کولو په برخه کې د پرمختګ او چټکوالي لپاره تاسیس شوې.
د ایډز پر وړاندی د ملګرو ملتونو مشترک پروګرام
د ایډز ناروغۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ګډ پروګرام (UNAIDS) یو ګډ نوښت دی چې د ایډز ناروغۍ او ایچ ای وي وایروس د مخنیوي په برخه کې د نړیوال لاسرسي ملاتړ کوي.
یوناما
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (UNAMA)، د افغانستان په اساسي قانون کې د مندرجو حقونو او تعهداتو پراساس، سولې او ثبات ته د افغانستان د خلکو او بنسټونو د رسیدو ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس
د ملګرو ملتونو د پرمختیا او سوداګرۍ کنفرانس (UNCTAD) پر سوداګرۍ، مالي چارو، پانګونې او ټکنالوژۍ د تمرکز له لارې د پایداره او پرمختیايي اقتصاد مسلو ته د رسیدنې مسوول دی. دغه بنسټ له مخ پر ودې هیوادونو سره مرسته کوي چې په عادلانه ډول په نړیوال اقتصاد کې شریک شي.
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په ۱۷۰ هیوادونو او سیمو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د ځمکې د کرې د ساتنې لپاره فعالیت کوي. دغه سازمان له هیوادونو سره مرسته کوي، چې د پرمختیا او د ثبات د ساتنې لپاره پیاوړي بنسټونه، سیاستونه، مهارتونه او مشارکت رامنځ ته کوي.
یونسکو
د ملګروملتونو روزنیز، علمي او فرهنګي سازمان (UNESCO) د سولې د رامنځ ته کیدو، د بې وزلۍ د ریښو دله منځه وړلو، تلپاتې پرمختیا او د زده کړې، علم، فرهنګ، اړیکو او معلوماتو له لارې د بین الفرهنګي بحثونو په برخه کې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو د جمیعت صندوق
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د جنسي او میندواری د روغتیا په برخه کې کار کوي. ددغه سازمان موخه دداسې نړۍ رامنځ ته کیدل دي، چې میندواري په خوښه او رضایت وي او هر زیږد خوندي وي.
د مهاجرو چارو کښی د ملګرو ملتونو عالی کمیساری
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمینشرۍ (UNHCR)، یو نړیوال سازمان دی چې د ژوند د ژغورنې، او بیځایه شویو کډوالو او ټولنو ته چې په جبري توګه بیځایه شوي د ښه راتلونکي او د هغوی له حقونو دملاتړ په برخه کې فعالیت کوي.
یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په څه باندې ۱۹۰ هیوادونو او سیمو کې فعالیت لري او موخه یې د ماشومانو د ژوند ژغورل، د هغوی له حقونو ملاتړ او له کوچنیوالي تر ځوانۍ د هغوی د استعدادونو له رشد څخه ملاتړ دی.
د ملګرو ملتونو د صنعتی پراختیا سازمان
د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختیا سازمان (UNIDO) د ملګرو ملتونو یو تخصصی بنسټ دی، چې ماموریت یې د بې وزلۍ د کموالي، او د ټولنیز چاپیریال دنړیوالتوب او پایښت لپاره د صنعتي پرمختیا وده ده.
د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو او زده کړو موسسه
د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو او زده کړو موسسه (UNITAR) د ښه راتلونکي لپاره د هیوادونو په کچه د اقداماتو دملاتړ او دنړیوالې تصمیم نیونې لپاره د ظرفیتونو د ودې په برخه فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو د ماینونو لیری کولو ادا
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام (UNMAS) د هیوادونو په کچه د ماینونو او منفجره موادو دخطرونو د له منځه وړلو د پروګرامونو د رهبري کولو او د سټنډرډو پلانونو او سیاستونو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي.
د مخدره توکو او جرایمو پر وړاندی د ملګرو ملتونو د مبارزی دفتر
له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) د مخدره توکو له قاچاق او نړیوالو جرمونو سره د مبارزې مخکښ نړیوال بنسټ دی. دغه سازمان د نړۍ په ټولو سیمو کې د سیمه ییزو دفترونو د پراخې شبکې له لارې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر
د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر (UNOPS) له خلکو سره د ښه ژوند د رامنځ ته کیدو، سولې او په هیوادونو کې پایدارې پرمختیا ته د لاسرسي په برخه کې فعالیت کوي.
د خوراک نړیوال پروګرام
نړیوال خوراکی پروګرام (WFP)، د انسانانو د ژوند د ژغورنۍ او بدلون، په بیړنیو حالاتو کې د خوراکي توکو د رسولو او د تغذیې د ښه کیدو په برخه کې له ټولنو سره د همکارۍ مخکښ بشردوستانه سازمان دی.
د روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیوال سازمان، د نړۍ د ټولو خلکو لپاره د ښه او سالم راتلونکي د رامنځ ته کیدو په برخه کې فعالیت کوي.
د نړیوال بانک
د نړیوال بانک ډله منحصر په فرد یو نړیوال مشارکت دی چې ۱۸۹ غړي لري. دغه بنسټ په څه باندې ۱۷۰ هیوادونو کې کارکونکي لري او د بې وزلۍ د کموالي او په مخ پر ودې هیوادونو کې د ګډې سوکالۍ د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي.