ښاغلۍ برونو لمارکي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، استوګن او بشري چارو همغږي کوونکي په توګه، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه نیټه خپله دنده پیل کړه.
ښاغلی لمارکي د ملګرو ملتونو په سیستم کې د مشري بیلابیلې تجربې لري، چې په دې وروستیو کې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت (مونوسکو) لپاره د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او په دې هېواد کې د استوګن او بشري چارو همغږي کوونکي په توګه له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ کلونو پورې دنده ترسره کړې.
له دې وړاندې، نوموړي په هایتي هیواد کې د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر (BINUH) کې د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي او د استوګن او بشري چارو همغږي کوونکي په توګه (۲۰۲۰-۲۰۲۱) دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي لمارکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا UNDP د بحران په دفتر کې د مرستیال او مرستیال رییس په توګه دندې ترسره کړي، او همدارنګه یې د نوموړي اداري د بحران مخنیوي او بیا رغونې په دفتر کې په بیلابیلو پوسټونو کار کړی دی او په دې موده کې یې د سومالیا، هایتي، اشغال شوي فلسطیني سیمو او کمبوډیا په څیر هیوادونو ته سیمه ییز سفرونه کړي دي.
په ۱۹۹۲ کال کې له ملګرو ملتونو سره د یوځای کیدو د مخه، هغه په هایتي او ایتوپیا هیوادونو کې د یوې نړیوالې غیردولتي موسسې سره کار کاوه. ښاغلی لمارکي د فرانسې د مونټپیلیر ښار د استوایی مطالعاتو ملي مرکز څخه د استوایی کرنې په برخه کې د انجینیرۍ سند لري. د خپلې مورنۍ ژبې فرانسوي سربیره، هغه په انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کوي.