خبرنامه

په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون کې د اکسیجن نوې دستګاه پرانیستل شوه

06 May 2025

کابل، افغانستان - په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د شریکانو په همکارۍ او د اروپایي ټولنې په سخاوتمندانه ملاتړ سره، د کابل د اندرا ګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسیجن نوې دستګاه، ۴ لوړ ظرفیت لرونکي جنراتورونه او د ماشومانو د برونکوسکوپي ماشین، پرانیستل. دا پروژه په هیواد کې د طبي اکسیجن رسولو اړوند شته ننګونو په هواري کې مرسته کوي.

د اکسیجن نوی دستګاه، چې په ورځ تر ۲۱۰ سلنډرونو پورې د اکسیجن د تولید ظرفیت لري، د روغتون د بیړنۍ خونې (ICU) ۴۵ بسترونو ته په دوامداره توګه د ډاډ وړ اکسیجن چمتو کوي. همداراز یاده دستګاه به د بیړنیو حالتونو پرمهال نږدې روغتیایی تاسیساتو ته د اکسیجن په چمتو کولو کې هم مرسته وکړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور وویل: "د اکسیجن دا دستګاه ژوند ژغورونکې ده. دا دستګاه ډاډمنوي چې ناروغان، په ځانګړې توګه ډېر زیان منونکي به، د ژوندي پاتې کیدو او رغیدو لپاره د اړتیا وړ اکسیجن ولري." 

نوموړي زیاته کړه: "د روغتیا نړیوال سازمان په څانګړې توګه له اروپايي ټولنې سره د پیاوړې ملګرتیا څخه مننه کوي، د یادې ټولنې مالي ملاتړ دا پروژه ممکنه کړه. په ګډه، موږ د یو داسې پیاوړي او ځواکمن افغان روغتیايي سیستم جوړولو ته ژمن یو چې هیڅوک هیر نه شي.".

اکسیجن په روغتیایي پاملرنې کې، په ځانګړې توګه د تنفسي ناروغیو د درملنې او د زیان منونکو ډلو لکه نوي زیږیدلي ماشومانو، امیندواره میرمنو او لویانو ته د جدي پاملرنې وړاندې کولو پر مهال اړین دی. په روغتون کې دننه د اکسیجن دستګاه په شتون سره، په مستقیم ډول، له ځنډ پرته او د پایپ له لارې ناروغانو ته  د اکسیجن رسول شوني کیږي، چې دا کار د روغتیايي پاملرنې کیفیت ښه کوي.

 

تشریح: Afghanistan inaugurates a new oxygen facility at Indira Gandhi Child Health Hospital in Kabul
انځور: © WHO Afghanistan

نوې دستګاه د روغتون ټولیز ظرفیت لوړوي. دا دستګاه د اکسیجن پر باندینو عرضه کونکو د روغتون تکیه کموي، چې دا کار د لګښتونو د سپما او د عملیاتي موثریت د ښه والي لامل کیږي. تر ټولو مهمه دا ده چې دا دستګاه به د ژوند ژغورلو، د مخنیوي وړ مرګونو په کنترول او د راتلونکو بیړنیو حالتونو پر مهال د ځواب ویلو لپاره د روغتیايي سیسټم په پیاوړې کولو کې مرسته وکړي.

د خوندي او مؤثره کړنو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د روغتیا نړیوال سازمان به د روغتون ټاکل شویو کارکوونکو ته دوامداره ملاتړ او روزنه ورکړي ترڅو دوی اړین مهارتونه زده کړي، او د اوږدې مودې لپاره د دستګاه چارې ، چې د لږترلږه ساتنې لپاره ډیزاین شوي، پر مخ یوسي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شاژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:

"د اکسیجن دا دستګاه یوه پیاوړې بیلګه ده چې زموږ ملګرتیا څنګه ژمني په اساسي اغیز بدلوي،". نوموړې زیاته کړه: "د اکسیجن د هر سلنډر په تولید سره یو ژوند ژغورل کیدای شي، یو نوی زیږیدلی ماشوم کولی شي یو څه اسانه ساه واخلي. اروپايي ټولنه له افغانانو سره ولاړه ده، او موږ ویاړو چې د هغو نوښتونو ملاتړ کوو کوم چې ریښتینې، ژوند ژغورونکې پایلې لري خصوصا په هغو ځایونو کې چې ورته ډیره اړتیا وي."

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون ته ۴  جنراتورونه او د ماشومانو د برونکوسکوپي یو ماشین هم ورکړ. په داسې حال چې په کابل کې ډیری وخت د عامه بریښنا جریان پرې کیږي، دغه جنراتورونه به ناروغانو ته د خدماتو په وړاندې کولو او خوندیتوب کې رغنده رول ولوبوي.

نوي جنراتورونه د ژوند ژغورنې سیسټمونو، مهمو طبي وسایلو، او د روغتون اساسي خدماتو لپاره ډېر ارزښت لري په داسې حال کې چې د ماشومانو برونکوسکوپي ماشین به د روغتون وړتیا لوړه کړي، څو د کوچني ناروغانو د تنفسي ستونزو تشخیص او درملنه لا مؤثره کړي، هغوی ته د رغیدو ښه چانس ورکړي. 

د اکسیجن د دستګاه، د جنراتورونو او ماشومانو برونکوسکوپي ماشین پرانیسته، د افغانستان د روغتیايي خدمتونو په ځانګړي توګه د بیړنې درملنې، د مور او ماشوم روغتیا په برخه کې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی. دا هڅې د بیړنیو روغتیايي اړتیاوو د اواري، او ټولو ته د پیاوړي او سالمې روغتیايي راتلونکي د جوړولو لپاره د نړیوالې همکارۍ ارزښت په ډاګه کوي. 

د روغتیا نړیوال سازمان له اروپایي ټولنې سره پر ستراتیژیکې همکارۍ ویاړي، او د یادې ټولنې له سخاوتمندانه ملاتړه چې ددغې پروژې پلي کول یې ممکن کړل مننه کوي. زموږ دوامداره ملګرتیا په ټول افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او او ژوند ژغورلو لپاره تلپاتې اغېز لري.

 

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیواله اداره

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو