د اپریل له لومړۍ نیټې څخه تر ۳۰مې پورې، له ۲۵۰ زره څخه ډیر افغانان له پاکستان او ایران څخه هیواد ته راستانه شوي، چې شاوخوا ۱۰۷ زره یې په جبري توګه رایستل شوي دي
کابل، افغانستان: د اپریل له لومړۍ نیټې څخه تر ۳۰مې پورې، له ۲۵۰ زره څخه ډیر افغانان له پاکستان او ایران څخه هیواد ته راستانه شوي، چې شاوخوا ۱۰۷زره یې په جبري توګه رایستل شوي دي.
د افغانستان سره په دواړو لویو پولو کې یو کړکیچ روان دی. افغانستان ته راستنیدونکي وګړي پداسې حال کې راستنیږي چې ستړي، ویریدلي او صدمه لیدلي دي، او په یو داسې هیواد کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي چیرې چې ۲۲.۹ میلیونه خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بشري مرستو تکیه کوي. د بې وزلۍ او خوراکي ناخوندیتوب د لوړې کچې او د سرپناه نشتوالي سربیره، دا راستنیدونکي له بیلابیلو روغتیایی ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
صدمه یا ټراما، خوارځواکي، ساري ناروغۍ لکه شدید اسهالات، حاد تنفسي انتانات او همدارنګه د رواني روغتیا ستونزې، هغه روغتیايي موارد دي چې د راستنیدونکو ترمنځ ډیرې راپور شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ایران سره په پوله د اسلام کلا په صفري نقطه کې د نورو بشري شریکانو سره یوځای راستنیدونکو ته حیاتي روغتیایی پاملرنه چمتو کوي. په اپریل میاشت کې، نږدې ۴،۵۰۰ کسانو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ملاتړ کیدونکي صحي مرکز کې خارج بستر روغتیايي مشورې ترلاسه کړې، چې شاوخوا ۱،۴۰۰ هغو یې وړیا درمل ترلاسه کړل. همداراز شاوخوا ۲۶ زره کسانو ته روغتیایی زده کړې هم ورکړل شوې.
سربیره پردې، په اسلام کلا کې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د څارنې ټیم (SST) په اپریل په میاشت کې شاوخوا ۱۰۵ زره کسان (بیرته راستنیدونکي او عادي مسافر) معاینه کړي. د څارنې ټیم له لوري په معایناتو (سکرینینګ) کې د تودوخې معاینه، د ساري ناروغیو نښې نښانې پیژندل او د شکمنو COVID-19 او نورو ساري ناروغیو قضیو راجع کول شامل دي. د دې ترڅنګ شپږ نارینه او ښځینه واکسیناتوران د اسلام کلا په صفري نقطه کې ګمارل شوي ترڅو راستنیدونکو ته د پولیو واکسین خدمات وړاندې کړي.
تشریح: A WHO-supported Surveillance Support Team conducts health education sessions for returnees at Islam Qala border.