خبرنامه

په افغانستان کې ملګري ملتونه د سختو بحرانونو په منځ کې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي

08 March 2022

کابل، د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۸ مه  - په افغانستان کې ملګري ملتونه د ښځو پر نړیواله ورځ، د افغان میرمنو او نجونو تر څنګ ولاړ دي، ځکه چې دوی په زړورتیا او استقامت سره د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض په ګډون له ډیرو بحرانونو د عواقبو سره مخامخ دي.

پر وچکالۍ او اقتصاد رکود سربیره، چې په میلیونونو افغانان یې په پور او بشردوستانه اړتیا کې ډوب کړي دي په افغانستان کې ښځې په غیر متناسب ډول د جګړو د میراث له امله اغیزمنې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل، "هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې وینو، د ناورین بحراني کچه ده. هریو په دې هیواد کې له اوسني بحران څخه اغیزمن شوی، خو د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ دی، ځکه چې د دوی حقونه او فرصتونو ته  د دوی لاسرسي په زیاتیدونکي توګه ننګول شوی دی. "

د عامه ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو او نجونو بشپړاو مساوي ګډون د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی. په ازاده توګه ښځې له ګرځیدو را ګرځیدو، کار، په عامه ژوند کې له ګډون او زده کړو محرومول، په لویه کچه د هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل، " افغان ښځو له موږ سره په خبرو کې، دنجونو د زده کړو پراهمیت، همدارنګه د لوړو زده کړو او د کار موندلو لپاره د راتلونکو فرصتونو پراړتیا خبرې کړي دي. د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو لپاره د برابر فرصت د ودې لپاره د ډیر څه د ترسره کولو اړتیا ده. "

افغان ښځې د افغانستان لپاره یو لیدلوری لري او باید د هیواد د راتلونکي په جوړولو کې ورته فرصت ورکړل شي. په افغانستان کې ملګري ملتونه دافغان ښځو او نجونو د حقونو ساتنې او ودې ته ژمن دي. موږ لاهم په دې باور یو چې د هیواد په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند کې د ښځو له فعالې ونډې او ګډون پرته دایمي سوله، بهبودی یا ثبات ناشونی دی.

* * *

د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې پته اړیکه ونیسئ:

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: olguta.anghel@unwomen.org

یوناما:  spokesperson-UNAMA@un.org

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

ملګری ملتونه
ملګری ملتونه

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو