خبرنامه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی په بلخ، کابل او کندوز ولایتونو کې د نن ورځې جلا جلا بریدونه په کلکه غندي.

21 April 2022

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ښاغلي رامیز الاکبروف په بلخ، کابل او کندوز ولایتونو کې د نن ورځې درې جلا جلا بریدونه په کلکه وغندل چې د راپورونو له مخې تر دېرشو پورې کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سه دوکان په جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او څلویښت نور ټپیان شوي دي. چارواکي ویره لري چې ممکن د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي ځکه چې قربانیان روغتونونو ته وړل کیږي. د ورځې په پیل کې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې دوه تنه ځوانان ټپیان کړل.

دغه راز دکندوز ولايت په سردوره کې په يوه بله پيښه کې د دريمې چاودنې له امله يوولس تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي .

ښاغلی الاکبروف د ملکي قربانیانو له کورنیو او د نن ورځې په بریدونو کې د زیانمنو شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي. ښاغلي الاکبروف وویل، د افغانستان خلکو لا له وړاندې ډېر کړاوونه زغملي دي او باید له دغه ډول بېرحمه او وحشتناکو بریدونو څخه وژغورل شي."زه له ټولو خواوو څخه غواړم چې د نړیوال بشردوستانه قانون او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه په بشپړ ډول تعقیب کړي ترڅو د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب تضمین شي."

نننۍ غمجنې پېښې یوازې دوه ورځې وروسته له هغې کېږي چې د کابل په لوېدیځ کې له ښوونیزو مرکزونو بهر ځانمرګي برید لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ګڼ شمېر ماشومان یې ټپیان کړل

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

ملګری ملتونه
ملګری ملتونه

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو