خبرنامه

په افغانستان کې ملګري ملتونه په داسې حال کې له قزاقستان څخه مرسته ترلاسه کړې چې لاهم په افغانستان کې بشري مرستو ته جدی اړتیا ده

31 August 2022

کابل/ترمز: ملګرو ملتونو نن د ترمذ په سیمه ییز بشري لوژستیکي مرکز کې د قزاقستان د حکومت د بیړنیو غیر نغدي مرستو د ترلاسه کولو هرکلی وکړ. دغه مرستې به په ټول هېواد کې د بشردوستانه هڅو د ملاتړ لپار کارول کیږی، چې۲ زره خيمې او همدومره ترپالونه، ۲ زره بسترې، توشکې، کمپلې، ۲ زره پتلونونه او جاکټونه او ۲ زره پيالې، کاسې، چاقو او قاشق شاملې دي. همدارنګه قزاقستان د ۶۰ زره لیټره نباتي غوړیو او شاوخوا ۲۰ ټنه وريجو او پوډري شیدو مرسته هم کړې ده.

د افغانستان لپاره د قزاقستان جمهوریت شارژدافیر ښاغلي بختیار سرسینبای په ترمذ ښار کې د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې وویل" د دغو مرستو موخه د جون په میاشت کې د ویجاړونکي زلزلې له امله زیانمن شويو افغان کورنیو او د وروستیو سیلابونو چې دهیواد دریمه برخه یې ځپلې او نورو جدي را دبره شویو بیړنیو اړتیاوو سره مرسته ده." هغه همدا راز زیاته کړه چې "قزاقستان په سیمه کې له بشردوستانه هڅو سره مرستې ته ژمن دی او تل د افغانستان په څیر هیوادونو کې چې خلک یې له سختو شرایطو سره مخامخ دي، د مرستې لپاره کار کوي."

هغه وويل، په افغانستان کې له ٢٤ ميليونو څخه زيات خلک چې د څو لسيزو جګړو، د چاپیریالي بدلونونو، د تیرو ناورینونو د اغیزو د شتون او د تېر يوه کال په اوږدو کې د سياسي کړکیچ او کډوډیو له امله، چې اقتصادي ستونزې او بحرانونه يې نور هم زيات کړل، په یوه ډول ژوند ژغورونکو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز په دغو مراسمو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکي او د ملګرو ملتونو دځانګړي استازي مرستیال، ډاکتر راميز الاکبروف وويل: تېر کال د افغانستان د خلکو په تېره بيا د ښځو او نجونو لپاره چې په غير متناسب ډول اغېزمن شوي، ډېر سخت کال و. "

هغه زیاته کره "ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي او د سیمې له هېوادونو لکه قزاقستان او ازبکستان څخه مننه کوي چې د افغانستان له خلکو سره یې سخاوتمندانه مرستوې کړیدي. د مرستو دغه کڅوړې چې نن د قزاقستان له خلکو څخه د افغانستان خلکو ته راورسېدې، زموږ لپاره ډېر ارزښت لري او له دې څخه په استفادې سره کولای شو هر ډول بشري اړتیاوو ته چټک ځواب ووایو. "

دبیړني سرپناه او د کور توکي به یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ته وسپارل شي چې هغوی یې د دریو زلزله ځپلو ولایتونو د ژمنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر اغیزمنو شویو خلکو وویشي. او د خوراکي توکو کڅوری به یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ته ورکړل شي چې د زلزلې او وروستيو سيلاب ځپلو  سیمو پر خلکو یې وویشي.

دغه غیر نغدي مرسته د قزاقستان د حکومت له خوا د ازبکستان په ترمذ ښار کې د نړيوال څو اړخیز کاریدونکي لوژستيکي ترانسپورتي مرکز کې چې د تېر کال په وروستيو کې د دغه حکومت په غوڅ ملاتړ جوړ شوی، د ملګرو ملتونو سازمان ته ورکړل شوه. دغه مرکز له تاسیس راهیسې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

RCO
د همغږۍ مقیم دفتر
ملګری ملتونه
ملګری ملتونه

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو