خبرنامه

د آی او ام او اروپايي ټولنې بشردوستانه مرستې نږدې ۲۰۰ زره زیانمنو افغانانو ته حیاتي ملاتړ برابروي.

13 March 2025

کابل – د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ام) او د اروپايي ټولنې ترمینځ اوږدمهاله همکاري، چې د EU Civil Protection & Humanitarian Aid له لارې ترسره کېږي، د ۲۰۲۳ کال له پای راهیسې تر اوسه نږدې ۲۰۰ زره زیانمنو افغانانو ته یې حیاتي مرستې برابرې کړي دي.

تشریح: A joint IOM and EU delegation visits an earthquake-affected area in Herat to witness the provision of emergency relief and interact with the affected people. Photo: IOM/Marjan Wafa

دا مرستې په داسې مهم وخت کې ترسره شوې چې د پاکستان حکومت هغه افغان کډوال، چې قانوني اسناد یې نه درلودل، د وتلو لپاره ټاکلی وخت ورکړ. په پایله کې، بې‌ساري شمېر افغانان مجبوره شول چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي. 

همداراز، په ۲۰۲۳ کال کې د هرات د اکتوبر میاشتې زلزلې د بېړنیو مرستو اړتیا لا ډېره کړه.

د دې پروژې، چې د اروپايي ټولنې له لوري تمویل او د ۲۰۲۴ کال د دسامبر په میاشت کې بشپړه شوه، له لارې آی او ام وکولای شول چې په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار کې د خپلو اته مرکزونو له لارې راستانو شویو کورنیو ته سملاسي بشري مرستې برابرې کړي. 

په پایله کې، له پاکستان او ایران څخه نږدې ۱۹۰,۵۰۰ راستانه شوي افغانان له دې مرستو برخمن شول. په دې مرستو کې؛ لنډمهاله استوګنځي، تاوده خواړه، د ترانسپورټ کرایې لپاره نغدي مرسته، د بېلابېلو اړتیاوو لپاره مالي مرسته، روغتیايي خدمتونه، رواني-ټولنیز ملاتړ، او همداراز د ځانګړو زیانمنو کسانو ساتنیز ملاتړ شامل وو .

د آی او ام دا چټک او هدفمند ملاتړ د ډېرو کورنیو لپاره اساسي مرسته وه، څو وکولای شي د بېرته راستنېدو له لومړنیو ستونزو سره مقابله وکړي. نرګس، چې درې ماشومان لري او له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته یې د آی اوام په تورخم مرکز کې مرستې ترلاسه کړې، وايي:

"موږ کلونه کلونه په پاکستان کې ژوند او کار کاوه، خو ناڅاپه مو هر څه له لاسه ورکړل او مجبوره شوو چې بېرته راستانه شو. ستونزې ډېرې وې، خو زموږ لپاره دا ډېر مهم و چې د استوګنې لپاره خوندي ځای، د ماشومانو لپاره کافي خواړه، او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولرو.".

د دې پروژې له لارې نه یوازې راستانه شویو ته بلکې د هرات زلزلو ځپلو ته هم بېړني خدمتونه برابر شول. د آی او ام سیارې ډلې وکولای شول چې ۷,۹۹۰ زیانمنو کسانو ته رواني ملاتړ برابر کړي، او د انفرادي او ډله‌ییزو مشورو له لارې ۱۵,۹۷۹ کسانو ته رواني-ټولنیز خدمتونه وړاندې کړل.

سربېره پر دې، د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي په موخه، د افغانستان په ۱۲ بېلابېلو ګودامونو کې د بیړنیو سرپناو توکي او غیرخوراکي مرستې ذخیره شوې، ترڅو د بحران د پېښېدو پر وخت، زر تر زره مرسته ورسېږي.

فرانسوا ګومانس، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر مشر، وايي:

"په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزې او د اقلیم بدلون د افغانانو ژوند له سخت فشار سره مخ کړی، اروپایي ټولنه به د افغانستان لپاره یو ثابت او ژمن بشردوستانه شریک پاتې شي. زموږ بشري مرستو آی اوام ته دا زمینه برابره کړې چې خپلو حیاتي فعالیتونو ته دوام ورکړي او سلګونه زره افغانانو ته، که د راستنېدونکو د ملاتړ له لارې وي او که د زلزله‌ځپلو د عاجلو مرستو له لارې، لاسرسی برابر کړي". 

د آی او ام د افغانستان دفتر د ماموریت مشره؛ می هاینګ پارک زیاتوي: 

"د دوامدار ملاتړ اړتیا تر بل هر وخت ډېره محسوسه ده. د راستنېدونکو نوی بهیر لا هم دوام لري، او طبیعي پېښې د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې. موږ هیله لرو چې له اروپایي ټولنې او نورو تمویل کوونکو سره خپله ارزښتناکه همکاري وغزوو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې مرستې تر ټولو زیانمنو کسانو پورې رسېږي. "

افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو شدیدو بشري بحرانونو سره مخ هیواد دی. د 2025 Humanitarian Needs and Response Plan له مخې، د افغانستان نږدې نیمايي نفوس، شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه کسان، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

 

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ له زموږ سره اړیکه ونیسئ:

د رسنیو او اړیکو مسؤل: اووند عزیز آغا 

ټلیفون: +۹۳ ۷۹ ۴۱۰ ۰۵۴۲ 

برېښنالیک: avhasan@iom.int

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د کډوالۍ نړیوال سازمان
د کډوالۍ نړیوال سازمان

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو