د روغتیا نړیوال سازمان لخوا تمویل کیدونکي ۸۰ سلنه مراکز د جون تر میاشتې د تړل کیدو له خطر سره مخ دي
17 March 2025
۲۰۲۵ د مارچ ۱۷مه کابل، افغانستان - په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ژوره اندیښنه لري چې د تمویل کمښت کولی شي د یاد سازمان لخوا ملاتړ کیدونکوکي ۸۰ سلنه اساسي روغتیایی خدمتونه بندولو ته اړ کړي. پدې سره به د زیان منونکو خلکو لکه ښځو، ماشومانو، لوړ عمر لرونکو، بې ځایه شوو او راستنیدونکو په ګډون میلیونونه افغانان جدي طبي پاملرنې ته لاسرسي څخه بې برخې پاتې شي.

د روان کال د مارچ ۴مې پورې، ۱۶۷ روغتیایی مراکز د تمویل د کمښت له امله تړل شوي، چې په ۲۵ ولایتونو کې ۱.۶ میلیونه خلکو ته د ژوند ژغورونکې طبي پاملرنې مخه یې نیولې ده.
له بیړني اقدام پرته، د همدې کال تر جون میاشت پورې له ۲۲۰ څخه ډیر نور مراکز تړل کیدی شي، چې ۱.۸ میلیونه نور افغانان به لومړنۍ روغتیایی پاملرنې ته له لاسرسي څخه محروم کړي. په خورا زیانمنو سیمو - شمال، لویدیځ او شمال ختیځ افغانستان – کې د روغتیا پاملرنې مرکزونو له دریمې برخې څخه ډیر تړل شوي، چې د یو پیښیدونکی بشري بحران په اړه یې اندیښنې راپورته کړي.
"د مراکزو بندیدل یوازې د یوه راپور پر مخ شمیرې ندي، بلکې دا مراکز د هغو میندو چې نشي کولی په خوندي ډول زیږون وکړي، هغو ماشومانو چې د ژوند ژغورونکو واکسینونو څخه محروم پاتې کیږي، او د ټولې ټولنې چې د وژونکو ناروغیو د خپریدو پر وړاندې له خوندیتوب پرته به پریښودل شي استازیتوب کوي،" په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور وویل. "پایلې به یې د خلکو د ژوند له لاسه ورکولو له مخې اندازه شي."
افغانستان لا دمخه د شري، ملاریا، ډینګي، پولیو او کانګو وینه بهوونکې تبې خپریدلو په ګډون د ډیرو روغتیایی بیړنیو حالتونو سره مبارزه کوي. له فعالو روغتیایي مراکزو پرته، د دې ناروغیو د کنټرول هڅې په جدي توګه له خنډ سره مخ دي. د روان میلادي کال په لومړیو دوه میاشتو کې له ۱۶ زره څخه ډیرې د شري شکمنې قضیې راپور شوي، چې ۱۱۱ مړینې پکې شاملې دي. د معافیت کچه خورا ټیټه ده (د شري واکسین د لومړي دوز لپاره یوازې ۵۱ سلنه او د دوهم دوز لپاره ۳۷ سلنه)، ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو او مړینې لوړ خطر سره مخ دي.
دروغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ د همغږۍ میکانیزمونو کې خنډ رامنځ ته کیدل کولی شي د ناروغیو د خپریدو تعقیب، سرچینو تخصیص او اړینو خدماتو وړاندې کولو برخه کې د روغتیايي شریکانو مخه ډب کړي او د هیواد لا دمخه نازک روغتیایی سیسټم د ژور بحران لور ته ولیږدوي.

که څه هم ځینې مرستندویان د افغانستان د روغتیا سکتور ملاتړ ته دوام ورکوي، پدې برخه کې تمویل د پام وړ کم شوی ځکه چې د پراختیایي مرستو لومړیتوبونه بدل شوي دي. سره لدې، اړتیاوې خورا ډیرې پاتې دي، او اوسنی ملاتړ د میلیونونو افغانانو لپاره د روغتیا پاملرنې مهمو خدماتو د دوام لپاره کافي ندی.
ډاکټر سلواډور وویل: "دا یوازې د تمویل مساله نده. دا یو بشري بیړنی حالت دی چې د افغانستان د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا په برخه کې د کلونو پرمختګونه له مینځه وړي."
"هره ورځ چې زموږ له ګډ ملاتړ پرته تیریږي هیواد کې د رنځ او تکلیف ډیریدو، د مخنیوي وړ مړینو زیاتیدو او د هیواد د روغتیا پاملرنې زیربنا ته دوامداره زیان رسیدلو لامل کیږي. "
د معلوماتو لپاره، اړیکه ونیسئ:
اجیال سلطاني
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د اړیکو مشره
موبایل: +93 784812266
ایمیل: sultanya@who.int
[1] Measles1 and Measles2 figures are reported by MICS survey 2022/2023 (https://www.unicef.org/afghanistan/reports/afghanistan-multiple-indicator-cluster-survey-mics-2022-2023)
Suspected measles cases and deaths are reported through DHIS2 (NDSR surveillance system)