د رواني روغتیا کیسې: د رغیدو اراده

کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو د خلکو رواني روغتیا سخته زیانمنه کړې ده، چې له امله یې ډېر کسان له خپګان، اضطراب، او نورو رواني ناروغیو سره مخامخ دي.
کابل، افغانستان – په افغانستان کې کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو د خلکو رواني روغتیا سخته زیانمنه کړې ده، چې له امله یې ډېر کسان له خپګان، اضطراب، له زیان یا پېښې وروسته فشار، او نورو رواني ناروغیو سره مخامخ دي. د دې ستونزې د اواري لپاره، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د اروپایي ټولنې (EU) په ملاتړ هغو کسانو ته د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ پروګرامونه وړاندې کوي، چې تر ټولو زیات ورته اړتیا لري.
له روغتونونو او ټولنیزو مرکزونو څخه، روزل شوي روغتیایي کارکوونکي زرګونو کسانو ته مشورې، ډلهایز درملنه، او د فشار کمولو غونډې وړاندې کوي. د ښځو، ماشومانو، زړو، او معلولینو په ګډون د زیانمنو ډلو لپاره ځانګړي څانګې جوړې شوي دي ترڅو ورته د ځانګړي پاملرنې خدمتونه وړاندې شي.
له دې هڅو سره سره، د افغانستان د ۳۴ ولایتي روغتونونو ډیری برخه لاهم د رواني روغتیا ځانګړي خدمات نلري. د دې تشې د ډکولو لپاره، د روغتیا نړیوال سازمان یو ازمایښتي نوښت پیل کړ چې په ټاکل شویو روغتونونو کې د حاد رواني روغتیا څانګې مدغم کړي. په بامیان، بدخشان، فراه، او نیمروز ولایتونو کې اته بستریزې څانګې او د کندهار په عینو مینه روغتون کې ۲۰ بستریزه څانګه کې جوړه شوه. دغه څانګې، له رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ (MHPSS) کلینیکونو سره یوځای، هغو کسانو ته مهم خدمتونه وړاندې کوي، چې مخکې له دې یې رواني روغتیا خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.
د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ څخه په مننې، دغه مرکزونه یوازې د ناروغیو د نښو نښانو درملنه نه کوي، بلکې افرادو سره د ژوند بیا جوړونې، له خپلو عزیزانو سره د اړیکو رغولو، او د موخې او عزت احساس بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کوي. د دغو خدمتونو دوام او پراخېدل اړین دي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې لا ډېر افغانان هغو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري چې دوی یې مستحق دي.
مهدیه، لعل، او هما هغه کسان دي چې پر ژوند یې یاد پروګرام له اغیزه کړې. مهدیه، چې خپل ورور یې له لاسه ورکړی، د څو میاشتو درملنې او د ملګرو ملاتړ له لارې د خپل ژوند د بیا جوړولو ځواک وموند. لعل، چې د جګړې له امله یې کور له لاسه ورکړی، د ټولنیزو مشورو له لارې د ثبات او هدف احساس بېرته ترلاسه کړ. هما، چې له اضطراب سره مخ وه، د ډلهایزو غونډو له لارې د مقابلې لارې چارې زده کړې او له ژوند سره یې بېرته اړیکې رغولې.
د دې خلکو کیسې ښیې چې څه ډول هدفمند ملاتړ کولی شي د ژوند تر ټولو سختو ننګونو کې له خلکو سره د درملنې، بیا رغونې او امید موندلو کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر ډاکټر اډوین سینیزا سلواډو وویل " دا کیسې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ (MHPSS) پروژې د ژوند بدلونکي اغیزې څرګندوي کوي." نوموړي زیاته کړه "اوس مهال، د روغتیا نړیوال سازمان توانېدلی چې د له رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ (MHPSS) ۵ څانګې، دواړه داخل د بستر او له بستره بهر خدمتونه مدغم کړي، او دغه خدمتونه د ۲۰۲۵ تر نوامبر میاشت پورې وساتي. خو د دې حیاتي خدمتونو راتلونکی نا څرګند دی، د بیلګې په ډول د دې امکان چې دا خدمتونه پاتې ۲۷ ولایتي روغتونونو ته پراخ شي، چې ډېری یې د روغتیایي بیړني غبرګون (HER) پروژې تر سیوري لاندې کار کوي."*
مهدیه خپل ژوند بېرته منظموي
کله چې مهدیې خپل ورور له لاسه ورکړ، د خواشینۍ او انزوا احساس یې زیات شو. ورځني کارونه پرې سخت شول، خپل دوستان او کار یې پریښود.
د ۲۰۲۴ د ډسمبر په ۱۹، مهدیه د بدخشان ولایتي روغتون ته راغله. د درې اونیو لپاره یې د درملنې په موخه په هغو غونډو کې یې برخه واخیسته چې له هغې سره یې د هغې د ژوند په بیرته منظمولو کې مرسته وکړه.
" په بدخشان روغتون کې د درملنې په پروګرام له ګډون کولو وړاندې ما په بشپړ ډول د ورکتیا احساس کاوه" مهدیه وايي. "ګام په ګام د درملنې غونډو ما ته د خپل ځان په بیا موندلو کې مرسته وکړه. ما زده کړل چې څنګه خپل ذهن آرام کړم او له نورو سره اړیکې ولرم. ما دا کار د روغتون د مهربان روغتیایي کارکوونکو له ملاتړ پرته نشو ترسره کولای."
له ژور خپګان سره د مبارزې هوډ او روحیه
د درې کلونو لپاره لعل له خپل ژوند څخه مایوسه و. هغه هڅه وکړه چې په بېلابېلو ښارونو کې مرسته ومومي، خو هره هڅه یې ناکامه پای ته رسېده.
د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۷مه، لعل د زرنج ولایتي روغتون ته ولاړ، په داسې حال کې چې احساس یې کاوه بل چیرته د تګ ځای نه لري.
د روغتون کارکوونکو تشخیص کړ چې هغه ژور خپګان لري. د دې پر ځای چې لعل ته یوازې دوا ورکړي، د روغتون کارکوونکو هغه ته یې د مشورتي غونډو او هدفمند درملنې ګډ بشپړ پلان جوړ کړ.
لعل د هرې غونډې وروسته کوچني مثبت بدلونونه احساس کړل. "ما بالاخره ښه خوب کول پیل کړل، او له نورو سره ازاد او راحت شوم،" هغه وايي. "د درملنې پروګرام ما ته فرصت راکړ، د هغو کسانو خبرې واورم چې له ورته ستونزو سره مخ وو."
د هما لپاره نوی پیل
۳۲ کلنې هما احساس کاوه چې ژوند یې له لاسه وځي. هغه له ژور خپګان سره مخ وه، او فکر یې کاوه چې باید تسلیم شي.
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې هما د بامیانو ولایتي روغتون ته لاړه. ډاکټرانو تر معاینې وروسته تشخیص کړه چې نوموړې ژور خپګان لري.
هما وايي چې هره منظمه غونډه یې د درملنې لپاره کوچنی قدم و. "له داسې کس سره خبرې کول چې زما درد یې احساسوه، زما لپاره لوی توپیر رامنځته کړ" هغه وايي. " د لومړي ځل لپارما احساس کاوه چې یو څوک واقعاً زما خبرې اوري او زما ویره او اندیښنې شریکوي."