د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ له دفتر ( OCHA) څخه مهم بشري ملاتړ ترلاسه کړ
25 August 2025
کابل، افغانستان – په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ له دفتر (OCHA)، د مرکزي بیړني غبرګون صندوق (CERF) او د افغانستان بشري مرستو صندوق (AHF) له لارې له ۶.۳ میلیونه امریکايي ډالرو څخه زیات بشري مالي ملاتړ ترلاسه کړی، ترڅو د هېواد تر ټولو زیانمنونکو ټولنو ته روغتیايي خدمتونه پراخ کړي.
له دې مرستې څخه، ۴.۹۸ میلیونه ډالره ځانګړې شوې بودیجه چې د CERF له خوا د کم تمویل شویو بیړنیو حالاتو پروګرام له لارې ورکړل شوې، د روغتیا نړیوال سازمان ته دا زمینه برابروي چې په ۱۳ ولایتونو کې ۴۲ لومړني روغتیايي مرکزونه (PHCs) فعال کړي، ۱۵ د څارنې ملاتړ ډلې یا سرویلانس ټیمونه (SSTs) ځای پر ځای کړي، او ۲۴۹ لومړني روغتیايي کټونه برابر او روغتیايي مرکزونو ته یې ورسوي. همداراز، د AHF له خوا ورکړل شوې ۱.۳۹ میلیونه ډالرو مرسته به ۶ فرعي روغتیايي مرکزونه، ۱۰ د څارنې ملاتړ ډلې یا سرویلانس ټیمونه ( SSTs)، او ۱۳ داخل بستر د تغذیې درملنې مرکزونه تمویل کړي، ترڅو په ۴ ولایتونو کې د شدیدې حادې خوارځواکۍ (SAM) له امله رنځېدونکو ماشومانو ته چې تر ټولو زیاته اړتیا ورته لري، ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې شي.
د CERF او AHF دا مرستې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د افغانستان روغتیايي سیستم له سخت فشار سره مخ دی، او نږدې له هرو درې کسانو څخه یو تن آن تر ټولو ابتدایي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوا سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور د دغه ملاتړ په اړه وویل: “د روغتیا نړیوال سازمان د CERF او AHF له خوا د ورکړل شوې مرستې هرکلی کوي، چې له امله به یې د مخنیوي وړ مړینو مخنیوی وشي، د ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې به زموږ د غبرګون وړتیا پیاوړې شي، او هغو زیانمنونکو ټولنو ته به لاسرسی ومومو چې له لوړ خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې له اقتصادي او چاپېریالي کړکیچونو، جبري ستنېدنو او بېځایه کېدو اغېزمن شوي دي. دا مرستې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ته دا توان ورکوي چې خپل خدمات پراخ کړي او ډېرو خلکو ته په ډېرو سیمو کې خدمتونه ورسوي.”
ټاکل شوې چې دا ګډې پروژې به له ۷۴۷ زرو څخه زیاتو خلکو ته مستقیمه ګټه ورسوي، او د ناروغیو د خپرېدو د کنټرول د تدابیرو د ښهوالي له لارې به ۲.۴ میلیونه نور وګړي په غیر مستقیمه توګه ترې ګټه ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیالې مشرې کاترین کیري پدې اړه وویل: “د WHO فعالیتونه په افغانستان کې خورا مهم دي، چیرې چې CERF او AHF دواړو د دې ادارې د ژوند ژغورونکو مداخلو د پراخوالي زمینه برابره کړې. دا مهمې مرستې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې بېساري شمېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستنېږي، او د هېواد پراخې سیمې د سختې وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.”
د CERF او AHF له خوا تمویل شوې پروژې به د افغانستان روغتیايي سیستم پیاوړی کړي، د زیانمنونکو ټولنو لپاره به لومړني روغتیايي خدمتونه برابر کړي، د خوارځواکۍ له امله د رنځېدونکو ماشومانو لپاره به پر وخت درملنه یقیني کړي، او د ناروغیو د څارنې او خپرېدو پر وړاندې د غبرګون وړتیا به ښه کړي. دا مهم خدمتونه د ناروغیو د مخنیوي او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره دي، په ځانګړي ډول هغو ټولنو کې چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر ستونزمن یا لرې وي.