کې ملګري ملتونه د دې هېواد له واکمنو چارواکو څخه غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د ښځو د حقونو د پراخې ویجاړۍ او د یوې باثباته او تلپاتې سولې د رامنځته کولو د هڅو یوې حیاتي برخې په توګه سملاسي ګامونه پورته کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شو