خبرنامه

ملګري ملتونه د بشري بحران پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د پیوستون او ژمنتیا غوښتنه کوي

25 November 2021

کابل، د ۲۰۲۱ کال د نومبر ۲۵مه - د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې (EVAW) په مناسبت، په افغانستان کې ملګري ملتونه پر ټولو وګړو غږ کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

 

د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ښځو او نجونو لپاره یو جدي ګواښ او د تلپاتې پراختیا او سولې ته د رسیدو پر وړاندې لوی خنډ دی. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې د ناڅرګندې وباshadow pandemic) ) په توګه پیژندل شوی د کویډ۱۹ له وبا او بشري بحران سره لا زیات شوی دی.

په نړیواله کچه، په هرو دریو ښځو کې یوې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی، چې ډیری یې د یوه نږدې شخص لخوا تر سره شوی دی. افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري، چې له هرو لسو ښځو څخه ۹یې د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی د نږدې شخص له خوا تجربه کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: " د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو او موږ باید هغه چلند بدل کړو چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نشي پورته کولای، او همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو چې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي."

نړیواله ټولنه باید د افغان میرمنو او نجونو غږونو او تجربو ته غوږ ونیسي او د دوی اړتیاوو ته په بیړني ډول ځواب ووایي، په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي قربانیانو او د هغه کسانو اړتیاوو ته چې له بیلابیلو تبعیضونو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار کولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادۍ د محدودیتونو له امله زیات شوی دی. پداسې حال کې چې خدماتو ته اړتیا ډیره شوې، د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره اړینو خدماتو ته لاسرسی خورا اغیزمن شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ددفتر استازې الیسون ډیویډیان وویل: " هغه پیغامونه چې موږ یې له خپلو شریکانو او میرمنو ترلاسه کوو، روښانه دي - د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې لادمخه یې کچه ډیره لوړه وه د دغه ناورین او کویډ۱۹ له کبله زیات شوی. دهغو ښځو لپاره چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، ژوند ژغورونکي خدمتونه له دې ویرې بند شوي چې برید پرې ونشي.“

که ښځې او نجونې په ویره کې ژوند کوي نو د سولې او دوامداره پرمختګ لپاره ټولې پخوانۍ او اوسنۍ هڅې چې د افغانستان لپاره اړینې دي، له شاتګ سره مخامخ کوي. ” په کورنۍ کې تاوتریخوالی - ښځې او نجونې، نارینه او هلکان، کورنۍ او خلک، ټولنې او اقتصادونه هر یو په افغانستان او نړۍ کې اغیزمنوي. د جنسیت پراساس تاوتریخوالی د ښځو پر فزیکي او رواني روغتیا ویجاړونکې اغیزې لري. دغه ستونزه په هوسا، آزاد او مساوي ډول د دوی دژوند کولو وړتیا محدودوي. اوس د بل هر وخت پرتله موږ ډیردهغو ښځو او نجونو اړتیاوو ته دځواب ورکولو له اړخه اړیو چې له تاوتریخوالی ژوندي پاتې شوي او دسرپناه، روغتیايي پاملرنې او مشورو په ګډون، دوی ته له خنډ پرته د ژوند ژغورونکو خدماتو لاسرسی ډاډمن شي. الیسن ډیویډیان زیاته کړه چې دا خدمات ژوند ژغورونکي دي.“

په افغانستان کې ملګري ملتونه د هغو ښځو او نجونو داړتیاو ځواب ورکولو ته دوام ورکوي چې تاوتریخوالی یې تجربه کړي ترڅو د خدماتو له وړاندې کوونکو او دښځو د حقونو له سازمانونو سره د مستقیم ملاتړ له لارې، ددوی ستونزو ته د رسیدنې او مخنیوي دپروګرامونو او همدارنګه د دفاع دکمپاینونو پرمټ دهغوی له حقونو دفاع وشي او ددوی پر وړاندې هرډول تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی فعالیت چې په نړیواله کچه یې د ښځو د حقونو د مهمو سازمانونو لخوا ملاتړکیږي یو نړیوال کمپاین دی چې هر کال ترسره کیږي. دا کمپاین د نوامبر پر ۲۵مه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، پیل کیږي اود ډسمبر پر لسمه چې د بشري حقونو ورځ ده، پای ته رسیږي.

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

ملګری ملتونه
ملګری ملتونه

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو