واک ته د طالبانو له رسیدو یو کال وروسته: موږ نشو کولی د افغانستان راتلونکی له پامه وغورځوو او ورته شا کړو
.
یو کال وړاندې، د طالبانو د واکمنۍ له رامنځ ته کیدو څو ورځې مخکې، د افغانستان په شمال د کندوز په ولایت کې له یوې یتیم خانې د لیدنې پرمهال مې له یوې ځوانې نجلۍ سره خبرې وکړې چې یوه ورځ وړاندې یې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې له امله خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې وه او د دې خبر په اورېدو مې زړه مات شو. که څه هم هغه د ملګرو ملتونو په مرسته او ملاتړ له هر ډول خطره خوندي او خوراکي توکو، سرپناه او نورو اړینو اړتیاوو ته یې لاس رسی درلود، خو زه وپوهیدم چې د هغه او په ټول افغانستان کې د نورو زیانمنو ماشومانو اړتیاوې تر دې زیاتې او هغه ستونزې چې دوی په خپلو ټولنو کې ورسره مخامخ دي، ډیرې پیچلې دي.
د یو کال په تیریدوسره، دغه ننګونې په څرګنده توګه زیاتې شوي او د هغې نجلۍ په ګډون چې ما تیر کال په کندوز کې ولیدله د ټولو ماشومانو لپاره د یوه خوندي راتلونکي د رامنځ ته کولو په برخه کی زموږ هڅې لانورې جدي شوې دي. له تیر اوړي راهیسې، کله چې طالبان د کابل پر لور پرمخ روان وو، له لوږې نیولی بیا تر اوږدمهالې بې وزلۍ پورې د ډیرو منفي پدیدو کچه مخ په ډیریدو ده چې له دې ستونزو سره د افغانستان د خلکو مبارزه یې لا ډیره ستونزمنه کړې ده.
دامهال د هېواد نیمايي نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. نږدې ۲۳ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري، ډېر یې د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي او له ۲ میلیونو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي. د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د ۵.۹ درجې په کچه یوې زلزلې د افغانستان مرکزي سیمې ولړزولې، چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان یې ووژل او له وړاندې زیانمنونکې ټولنې یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړې.
زه په ځانګړې توګه د هغو ډېرو افغان ښځو او نجونو په اړه اندېښمن یم چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې د ژوند وضعیت په نامعلوم ډول بدل شوی دی. د تېر کال د اګسټ له ۱۵ مې نېټې راهیسې موږ د دوی د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو په برخه کې د پام وړ شاتک لیدلی او په ورته وخت کې د دوی پر وړاندې د چلند او جنسیتي محدودیتونو له زیاتوالي له کبله اندېښمن یو. د زده کړو، کار او د فعالیتونو د ازادۍ له حق پرته، ښځې اوس په زیاتیدونکې توګه ځان په حاشیه کې ویني.
د تېر کال د بدلولونو له پیل راهیسې، زموږ دملګرو ملتونو ادارو دا ژمنتیا ښکاره کړه چې په افغانستان کې پاتې شي او د دغه هېواد خلکو ته خدمت وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د انتقالي ښکیلتیا دچوکاټ (TEF) پراساس، د ستراتیژیکې تکلارې دغه مهم سند چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو ته لارښوونه کوي، موږ توانیدلي یو چې د دوامداره اړینو خدماتو په وړاندې کولو او د ټولنې د کلیدي سیسټمونو په ساتلو سره د انسانانو ژوند وژغورو. یوازې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، موږ ۲۲.۹ ملیون خلکو ته یو ډول بشري مرستې ورسولې چه دا رقم د ۲۴.۴ میلیون اړمن کسانو ۹۴ سلنه جوړوي. موږ د حیاتي مرستو او خوړو په چمتو کولو له زیان منونکو کورنیو سره د هغومرستو له ډلې چې د بیړنیو حالتونو لپاره ټاکل شوې وه مرسته وکړه. پر موسمي مرستو سربیره، موږ دغو کورنیو ته د کرنیزو وسایلو او غذایي موادو، روغتیايي پاملرنې، بیړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکو په ګډون اوبه، دروغتیا ساتنې (WASH) او محافظتي مرستې هم ورکړې.
دې ستونزو ته زموږ له بې ساري ځواب سره سره، لاهم په ټول افغانستان کې اړتیاوې په لوړ کچه پاتې دي. د خوراکي توکو ناامني، بې وزلي او پورونه ان که د دغو ستونزو ریښې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې يا له لسيزو مخکې مودې د بې پروايۍ او په عامه خدماتو او کلیدي زیربناوو کې د پرمختګ له نشتوالي سره هم تړاوو ولري، خو د طالبانو له واکمن کیدو وروسته دا ستونزې ډېرې شوي دي.
د ښې روغتیا پالنې، د بانکدارۍ دیو اغیزمن سیسټم او د کرنې د بدلون په څیر خدماتو ته له لاسرسي پرته، د عامو افغانانو ژوند پرمخ نشي تللی. د افغانستان خلک د خپلې راتلونکې لپاره د جدي تعهد او دوامدارې پانګونې مستحق دي، له همدې امله د طالبانو له واکمن کیدو یو کال وروسته، موږ د اقتصادي هڅو په پیلولو سره د افغان ټولنې د بنسټیزو سکتورونو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړې دي.
له هغو اهدافو سره سم چې د انتقالي ښکیلتیا په چوکاټ کې ټاکل شوي دي، موږ به له ښکته څخه دپورته اقتصاد په ښه کولو، د ښځو د اقتصادي ګډون په پراخولو او له دوه میلیونو څخه د ډیرو نویو کارونو په رامنځته کولو باندې تمرکز وکړو. کورنۍ کولی شي د دوامداره عایداتو په درلودلو سره له نه ختمیدونکي فقر او لوږې څخه خلاصون ومومي او ورو ورو به په بشري مرستو باندې د دوی تکیه کمه شي. کار ته د ښځو بشپړ راستنیدل د افغانستان د اقتصاد د بدلون لپاره اړینه دي، له همدې امله موږ د ښځو په مشرۍ د کار د ملاتړ او په ټول هیواد کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د پراخولو لپاره سخت کار کوو.
په داسې حال کې چې ډیر افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، موږ باید د کرنیزو خوراکي سیسټمونو د پیاوړتیا او د بزګرانو، دخوراکي توکو دتولیدونکو او محلي بازارونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو په جوړولو سره د کرنیز اقتصاد ښه کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړو.
د ملګرو ملتونو ادارې دا مهال د افغانستان په کلیو او ولسوالیو کې د ځینو هغو سیمو په ګډون چې دوروستیو زلزلوله امله زیانمنې شوې دي، دغه طریقه عملي کوي. د همدې میاشتې په پیل کې، د افغانستان د جنوب ختیځ زلزله ځپلو سیمو ته د سفر په ترڅ کې مې یو ځوان ولید، چې ماته یې په لاس لیکل شوی د خپل کلي د بیړنیو غوښتنو لیست راکړ: موږ پاکو اوبو، کور، تعلیم، روغتیا، سړک او دندي ته اړتیا لرو. ملګرو ملتونو ته دا پیغام روښانه و: اوس له دې ساده غوښتنو سره زموږ ملاتړ وکړئ او موږ به په راتلونکي کې د دې ناڅرګندتیا په وړاندې د ځان دملاتړ کولو وړتیاي ولرو.
لکه څرنګه چې موږ مخ پر وړاندې روان یو، موږ به په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د خلکو د ژوند د پرمختک لپاره کار ته دوام ورکړو. کله چې په تیر اوړي کې طالبان واک ته ورسیدل، موږ په چټکۍ سره د ښځو او نجونو لپاره د اړینو روغتیايي، ښوونیزو او دخوندیتوب د خدماتو چمتو کول زیات کړل. موږ په دې وروستیو میاشتو کې خپل خدمات لا پراخ کړي او په کابل کې مو د ښځو د رواني درملنې لپاره نوي روغتیايي مرکزونه هم پرانیستي دي. موږ د وروستیو زلزلو ځپلو ښځو او ماشومانو ته د رسیدنې لپاره ګرځنده روغتیایي ټیمونه زیاته کړل، همدارنګه د بې ځایه شویو او راستنیدونکو میرمنو لپاره مو د ځواکمنولو مرکزونو له لارې نور روزنیز پروګرامونه هم پیل کړي دي.
له هر ډول بې ثباتۍ او غیر معمولي حالتونو سره سره، موږ به د ښځو او نجونو اړتیاوې په خپلو هڅو کې شاملې کړو. ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی بیرته خپلو دندو او کار ته ستنې شوې دي او د دې توان لري چې خپل حق او برابر ژوند بیرته ترلاسه کړي.
د تیر کال دهمدې ورځې (۱۵د اګست) په اړه د فکر په کولوسره، زه د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د ټیم پرملاتړ او هغوهڅوچې موږ د یولړ خطرناکو سناریوګانو د مخنیوي لپاره چې موږ یې له پلي کیدو څخه ویره درلوده، ښوولي، ویاړم.
په ژورو احساساتو،هڅونو، او د شته واقعیتونو پر بنسټ، موږ روانو ننګونو ته په کتو سره په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون هر وګړی لکه د کندوزد هغې نجلۍ په څیر چې پورته یې یادونه وشوه، وکولی شي چې د خپل راتلونکي لپاره پلان جوړاو باعزته راتلونکې ولري.