پر افغان میرمنو پانګونه تر بل هر وخت خورا اړینه
۷ مارچ ۲۰۲۴
د افغانستان خلک په دې وروستیو کلونو کې په فوق العاده ډول له خورا ستونزمن حالت سره مخ شوي. له طبیعي ناورینونو او د اقلیم بدلون له اغېزو سره ملې د لسیزو جګړې سخت کړاو رامنځ ته کړی – په ځانګړي ډول د ښځو لپاره چې حقونه یې په پراخه کچه سلب شوي دي. د ملګرو ملتونو د میشت همغږي کوونکي په توګه او په ساحه کې د ملګرو ملتونو د ټیم په استازیتوب په افغانستان کې د میرمنو لپاره د پانګونو پر غښتلي کولو د خپل تمرکز د ساتلو ژمنه يو ځل بیا تازه کوم.
په افغانستان کې د یوه واحد په څېر د خدمتونو وړاندې کول: ځانګړی وجهي صندوق
د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړی وجهي صندوق (STFA) رامنځ ته کړ. د میشت همغږي کوونکي په مشرتابه د دغه وجهي صندوق موخه په ټول هیواد کې د بیړنیو انساني اړتیاوو تامینول دي، په داسې حال کې د روانو بشري هڅو بشپړوونکی ګڼل کېږي. د منابعو په راغونډولو سره، دغه صندوق په مستقیم ډول تر ټولو زیات د زیانمنیدونکو افغانانو لاس نیوی کوي او په فعال ډول د ښځو د حقونو دفاع کوي.
یاد وجهي صندوق له تاسیس راهیسې د سازمان ترمنځ د ګډ عمل یوه غښتلې وسیله ګڼل کېږي. دغه صندوق د ملګرو ملتونو د ۱۷ بیلابیلو ادارو، وجهي صندوقونو او پروګرامونو مختلف ځواکونه سره یو ځای کوي چې موږ ته په همغږي ډول د کار کولو زمینه برابروي. وجهي صندوق له اړینو خدمتونو نیولې تر معیشتونو او د خطر تر مدیریت پورې جامع ځایي حل لارې لا زیاتوي. دغه صندوق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ستراتیژیک چوکاټ ۲۰۲۳-۲۰۲۵ سره سم د پروګرامونو ملاتړ کوي، چې موخه یې د خلکو په ژوندانه کې د حقیقي توپیر رامنځ ته کول دي.
د میشت همغږي کوونکی په توګه، زما دفتر او زه د دغې توحید شوې هڅې پر مخ وړلو کې خورا مهم رول لوبوو، چې د هغه ګډ پلان پر بنسټ ده چې په ستراتیژيک چوکاټ کې په ګوته شوی دی. د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره یو ځای د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه زما په رول کې، موږ خپلې سرچینې سره راغونډوو چې د خورا اړمنو افغانانو لاس نیوی وکړو، د نا اړین تکرار مخه ونیسو او خپل اغیز تر ټولو لوړې کچې ته ورسوو. زموږ تګلاره داسې طرحه شوې چې په افغانستان کې په دوامدار ډول له بدلیدونکي وضعیت سره انعطاف منونکې او برابره وي.
پر ښځو او نجونو تمرکز
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټیم دغه وجهي صندوق د یوې داسې تګلارې په خپلولو سره کومه چې ښځې د د مثبت بدلون د استازو په څېر غښتلې کوي پیچلو موضوعګانو، په دقیق ډول په هیوادونو کې د ښځو او انجونو لپاره سختو محدودیتونو ته د رسیدګۍ په پار کاروي. جنسیتي برابرښت زموږ د کار په مرکزیت کې ځای لري. له هغو نا اټکل شویو ننګونو سره چې افغان ښځې او نجونې ورسره مخ دي، موږ "د ښځو له خوا، د ښځو لپاره" تګلار تعقیبوو – چې د ښځو په مشرۍ نوښتونه لومړیتوب بندي کوي او هغوي ته د بریا او ودې لارې چارې برابروي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، دغه وجهي صندوق په ټول افغانستان کې له ۱.۶۷ میلیونو زیاتو ښځو سره مرسته کړې.
د مثال په ډول، نوموړي وجهي صندوق له ۹۰ څخه د زیاتو د کورنۍ روغتیایي خونو – د ټولنیزو روغتیایي مرکزونو د رامنځ ته کیدو لپاره زمینه برابره کړې چې پر ځایي قابله ګانو سمبال دي او یادې قابلې د زېږون، رواني او ماشومانو د روغتیا په برخو کې اړین خدمتونه وړاندې کوي. دغو خدمتونو ته لاس رسی ښځو ته پر خپلې روغتیا، د هغوي پر ژوند او د هغوي پر راتلونکې لا زیات کنترول برابروي.
تر روغتیا ها خوا، وجهي صندوق د زده کړو په برخه کې هم مرسته کوي. د افغانستان د ښځینه د لیک لوست کچه په اندېښمنوونکي ډول ۲۳ سلنه ده – چې په کلیوالي سیمو کې تر دې هم ښکته ده. له دې سره د مبارزې په پار، وجهي صندوق هغه ځایي پروګرامونه توانمند کوي کوم چې د لیک لوست زده کړې، حرفه/مسلک او د عاید رامنځ ته کوونکي مختلف مهارتونه تدریسوي. دغه نوښتونه فرصتونه زیږوي، روغتیا ښه کوي او په ټولنه کې د خطرونو په مدیریت کې مرسته کوي.
څرنګه چې د ښځو لپاره اقتصادي خپلواکي خورا مهمه ده، وجهي صندوق د ښځو په ملکیت کوچني او د منځنۍ کچې تشبثات په نښه کوي. پانګې، مهارتونو، بازارونو ته د لاس رسي په درلودلو سره ښځینه سوداګرې وده کولی شي. سره له دې چې د استخدام فرصتونه محدود شوي، د ښځو په مشرۍ کارو بارونه د کورنیو د اړتیاوو په تامینولو او د عمومي اقتصاد په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. د یادونې وړ ده چې د وجهي صندوق له خوا د کوچنۍ او منځنۍ کچې له ۷۰ سلنې زیات مرسته شوي تشبثات په ښځو پورې اړه لري، چې د مستقیمې پانګونې د اغیز ثبوت ګڼل کېږي. دا له ۳۲۰۰ د زیاتو تشبثاتو ښودنه کوي چې د بقاء لپاره یا د عملیاتو د پراخولو او د ښځو په ګډون په خپلو ټولنو کې د زیاتو خلکو د ګمارلو جوګه وو.
د نورې نړۍ په څېر، طبیعي ناورینونو افغانستان په سخت ډول اغیزمن کړی، چې په نامتناسب ډول ښځې اغېزمنوي. وجهي صندوق د اقلیم-مقاومو زیربناوو لکه د اوبو سیستمونو، روغتیايي مرکزونو او سرپناوو سره مرسته کوي، چې هلته ښځې د پرېکړې کولو په سر کې ځای لري څو ډاډ ترلاسه شي چې د هغوي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړل شوی.
د دروازو پرانیستل، پر ننګونو برلاسي کېدل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کار له ننګونو سره مل دی، په ځانګړي ډول له هغو محدودیتونو سره چې په ځایي او نړیوالو نا دولتي ادارو کې د ښځو نقشونه اغیزمنوي. خو موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو. کله چې موږ خپلې کړنلارې خپلوو، موږ د نه تبعیض او د خپل هیواد په پرمختګ کې د ښځو د هدفمنې ښکیلتیا پر اساسي اصولو معامله نه کوو.
د ښځو په مشرۍ سازمانونه لکه نا دولتي ادارې، د کوچنۍ او منځنۍ کچې تشبثات او داسې نور د ښځو او نجونو د ګډون، مشرتابه او اړین خدمتونه په تېره بیا د افغانستان په څېر شرایطو کې، خورا مهم دي. نو له دې امله په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کې د وجهي صندوق لپاره اصلي لومړیتوب د دغو سازمانونو د ملاتړ له لارې د ښځو په ځواکمنتیا کې لا زیاته پانګونه ده. زموږ په تمرکز کې د داخلي بېځایه شویو وګړو او بېرته راستنېدونکو لپاره اوږد مهاله حل لارې او د افغانستان په لویدیځ کې د زلزله ځپلو لپاره مرسته شامل دي.
پایداره پرمختیایي موخو لپاره زموږ ژمنتیا ثابته ده، په ځانګړي ډول د دې په یادولو سره چې پر ښځو او نجونو پانګونه په ټولو اهدافو کې د لاسته راوړنو په لوړولو کې چټکوونکی رول لوبوي. ځانګړي وجهي صندوق په ډاګه کوي چې څرنګه د میشت همغږي کوونکي دفتر بیړنیو او اوږد مهالو اړتیاوو ته رسیدګي کوي په داسې حال کې چې د سولې جوړونې د هڅو ملاتړ کوي. دا دواړه بیړنۍ مرسته او هغه اوږدمهاله حل لارې وړاندې کوي چې پخپله د ټولنو له خوا په ګوته شوي. سره له دې چې پرمختګ شوی، موږ باید پر ښځو پانګونې زیاتې کړو، څرنګه چې له بده مرغه د مرستندویانو ملاتړ راکمیدونکی جریان په ډاګه کوي.
زه هره ورځ د افغانانو له زړورتیا الهام اخلم، په تېره بیا له هغو ښځو چې د یوې ښې راتلونکې لپاره نه ستړي کیدونکې مبارزه کوي. ملګري ملتونه پر خپلې دې ژمنې ولاړ دي څو ډاډ رامنځته کړي چې افغان ښځې او نجونې کولی شي په بشپړ ډول خپل حقونه ترلاسه کړي. نړۍ باید له دوی سره ودریږي.
دغه بلاګ د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې د مرستیال، په افغانستان کې د میشت همغږي کوونکي او د بشري مرستو د همغږي کوونکي ښاغلي انډریکا راتوات له خوا لیکل شوی