خبرنامه

ملګري ملتونه او نور بشرپاله ملګري په افغانستان کې د ناورین په وړاندې د ژوند ژغورنې غبرګون کچه لوړوي او په ټولو مرسته کونکو غږ کوي چې خپلې ژمنې ژر تر ژره په حقیقت بدلې کړي

06 October 2021

(کابل ، د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۶مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونه او نورې بشرپاله نادولتي موسسې د لږ وخت لرلو له کبله د ژوند ژغورنې مرستو رسولو بهیر چټکوي تر څو ناورین ځپلو خلکو ته تر ژمي دمخه مرستې ورسوي.

په افغانستان کې ملیونونه خلک د لسیزو جګړو بې ځایه کیدو، اوږدمهاله بې وزلۍ، د کویډ۱۹ وبا، سختې وچکالۍ، د روغتیایي ناکامه سیسټم او اقتصادي سقوط له امله خورا ډیر اغیزمن شوي دي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق او د لږکیو حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

ملګري ملتونه او نور بشرپاله همکاران یې د مالي نیمګړتیاو، لوژستیکي ننګونو او د مخ پر ډیریدونکي پیچلي جیوپولیټیکي وضعیت کابو کولو په برخه کې هیڅ ډل هڅې نه سپموي چې په افغانستان کې هغو ملیونونو میرمنو، نارینه وو او ماشومانو ته مرستې ورسوي چې په بشردوستانه مرستو اوخوندیتوب پورې تړلي دي.

د سپتمبر په میاشت کې، له ۳.۸ ملیونو څخه زیاتو خلکو د خوړو مرستې ترلاسه کړې، ۲۱،۰۰۰ ماشومانو چې عمرونه یې د ۶-۵۹ میاشتو تر منځ وو او همدارنګه ۱۰،۰۰۰ میرمنو د شدیدې خوارځواکۍ لپاره درملنه ترلاسه کړې، ۳۲،۰۰۰ وګړو د ژمي لپاره د کمپلو او ګرمو جامو په ګډون غیرخوراکي توکي ترلاسه کړي، ۱۰،۰۰۰ ماشومانو په سیمه ییزو ښوونځیو کې زدکړو ته لاسرسی موندلی، ۵۴،۰۰۰ وګړو لومړنيو او ثانوي روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی موندلی، ۱۶۰،۰۰۰بزګرانو او مالدارانو ته د مدالدارۍ په برخه کې مرستې چمتو شوي، ۱۲،۰۰۰ وګړو ته بیړني رواني روغتیايي خدمات وړاندې شوي، ۱۸۶،۰۰۰ وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه برابرې شوي، اوهمدارنګه ۱۵۰،۰۰۰ خلکو ته د حفظ الصحې کڅوړې او خدمات وړاندې شوې دي. (سرچینه)

د ۲۰۲۱ کال په پیل کې، په افغانستان کې بشري وضعیت له وړاندې په نړۍ کې ترټولو خراب وضعیت و، چې د نفوس نیمایي برخې - شاوخوا ۱۸.۴ ملیون وګړو - بشري مرستو ته اړتیا درلوده. شخړو او ناامنیو سږکال دهیواد په کچه نږدې ۷۰۰،۰۰۰ وګړي بې ځایه کړي، په داسې حال کې چې په ټولیز ډول له ۳.۵ ملیونو څخه ډیر افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي. موجوده اړتیاوې او زیانمنونکی حالت د اوسني ناورین سره لا عمیق شوی، او لاهم اقتصادي کړکیچ په افغانستان کې ډیر خلک دناورین خوا ته بیايي.

د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۱۳مه، بشرپاله ټولنې د افغانستان د چټکې مرستې اپیل وکړ، او ۶۰۶ ملیونه ډالرو غوښتنه یې وکړه ترڅو د کال تر پای پورې ۱۰.۸ ملیونه خورا زیان منونکو خلکو ته د ژوند ژغورنې لومړنۍ مرستې چمتو کړي. په افغانستان کې دغه ناوړه وضعیت ته د نړیوالې پاملرنې او پراخ ملاتړ له اعلان سره سره، د دې غوښتنې یوازې ۳۵ سلنه تمویل تر سره شوی دی.

د مرستندیویانو له خوا ورکړل شوېو ژمنو ته باید سمدستي د حقیقت جامه واغوستل شي چې له ناوخته کیدو دمخه ډاډ ترلاسه شي چې بشرپاله سازمانونه کولای شي دې حالت ته ځواب ووایي. د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو څخه غوښتنه کیږي چې په افغانستان کې دننه او بهر د بشرپاله توکو او پرسونل استولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، او په استثنایي ډول بشردوستانه مالي مرستې په بیړه چمتو کړي ترڅو په هیواد کې مرستندویه سازمانونو ته مرستې ورسیږي.

د بشردوستانه توکو او ټول پرسونل وړیا او خوندي لیږد او تګ راتګ باید تضمین شي او اړین ګامونه باید پورته شي تر څو د ښځو په ګډون ټول مرستندویه کارکوونکي وکولای شي د ژوند ژغورنې چارې په هر اړخیز ډول په ازاده فضا کې تر سره کړي. په افغانستان کې بشرپاله ټولنه یو ځل بیا ټینګار کوي چې، په ملیونونو خلکو ته به د اړتیاو پر بنسټ او د انسانیت، بې پریتوب، بې طرفۍ او خپلواکۍ له اصولو سره سم بې قید وشرطه مرستې رسوي.

له بیړني اقدام پرته، بشري وضعیت به تر ۲۰۲۲ کال پورې مخ په خرابیدو وي. اوسني برحال چارواکي، د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه، مرستندویه ادارې، بشرپاله سازمانونه، او نور اړوند اړخونه باید سمدستي منسجم شي ترڅو په افغانستان کې د لازیات بشري ناورین مخه ونیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونود بشري مرستو استوګن همغږی کونکی ډاکټر رامیز الاکبروف وايي: " دافغانستان خلک باید د ډله ییزو ناکامیو بیه پرې نکړي. دوی په سوله او عزت کې د عادي ژوند مستحق دي. موږ به په افغانستان کې د ټولو ښځو، نارینه وو او ماشومانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره کومه هڅه ونه سپموو. موږ به د ښځو، نجونو او د لږکیو د حقونو اوهمدارنګه د استخدام، خوړو، روغتیايي پاملرنې، تعلیم او خوندیتوب په اړه د ټولو دحقونو ملاتړ ته دوام ورکړو."

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان مشرې ماري ایلین مکګرورټي وویل: " افغانستان ډیر کم وخت لري. لهWFP سره زما د کار پرمهال ما مخکې هیڅکله په دې کچه یو بحران نه و لیدلی. موږ د نا امیدۍ د نوې څپې شاهدان یو ځکه چې وچکالي او اقتصادي بحران د خوړو او سونګ توکو نرخونه لوړوي. د سړې هوا او سخت ژمي دمخه په ټول افغانستان کې کورنیو ته د خوړو رسول هغه څه دي چې موږ یې باید اوس تر سره کړو."

د افغانستان د مرستې او پرمختیا لپاره د همغږۍ ادارې مشرې لیسا کې پایپر وویل: " د نادولتي مؤسسو ټولنه د مساوي او خوندي بشردوستانه ځواب لپاره پاته کیدواود مرستو وړاندې کولو ته ژمنه ده. موږ پوهیږو چې د هغو خلکو لږترلږه نیمایي ښځې او نجونې دي چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نو دغو اړمنو ته رسیدنه د ریښتینو اړمنو دپیژندلو پراساس ممکنه ده، بنا ښځینه مرستندویه کارکونکې باید د دې وړتیا ولري چې کار وکړي، په آزاده توګه تګ راتګ وکړي او ټولنو ته لاسرسی ولري."

په کابل کې د UNHCR مرستیال استازي مرین دین کجدومکج وویل: "که چیرې د نړیوالې ټولنې لخوا کړې ژمنې تر دې دمه پوره نشي او مرستې و نه رسول شي، په ملیونونه بې ځایه شوي افغانان به په راتلونکي ژمي کې د ژوندي پاتې کیدو ستونزې سره لاس او ګریوان وي. د سمدستي اقدام نشتوالی به حتما ژور بشري ناورین رامنځته او د نورو بې ځایه کیدو لامل وګرځي چې نه یوازې سیمه ایزې، بلکه نړیوالې اغیزې به ولري. "

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا رییس، اسټریډ سلیټین وویل: " لکه څرنګه چې اقتصاد غورځیدلی او د بانکدارۍ سیستم د سقوط له خطر سره مخامخ دی، په ټول هیواد کې به یې پر افغانانو، چې لادمخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي، ویجاړونکي اغیزې ولري. NRC مخ پر زیاتیدونکواړتیاوو ته د ځواب ورکولو لوړوالي ته چمتو ده، مګر موږ د دې کار د ترسره کولو لپاره بې خنډه بشردوستانه لاس رسي ته اړتیا لرو، چې زموږ ښځینه کارکونکې هم پکې کاروکولی شي. همدارنګه غړي هیوادونه باید په بیړني ډول د اقتصادي ثبات لپاره لارې چارې ومومي او د نغدو پیسو بحران دې حل کړي چې موږ وکولی شو د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو".

په افغانستان کې د IOMدماموریت مشرسټورټ سمپسن وویل: " اوس د بل هروخت پرتله ډیرموږ د نړیوالې ټولنې ژمنو ته اړتیا لرو ترڅو وکولی شو د بې ځایه شویواو محلي ټولنو ملاتړ وکړو، چې په عین حال کې افغانانو ته د مناسب کار له لارې په عزت سره د ژوند چانس ورکول کیږي. “

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټرلیوډپینګ وویل: " د ژمي په رارسیدو سره د افغانانو لپاره روغتیا ته لاسرسی نورهم سختیږي. د شري ناروغۍ او د اوبو شدید اسهالات لا پراخیږي. د کویډ۱۹ لیږد په ټول هیواد کې دوام لري. دخوارځواکۍ له امله دماشومانو د معافیت سیسټمونه په زیاتیدونکي ډول له خطر سره مخامخ شوي. که بیړني ګامونه پورته نشي دغه ځورونکي ترکیبي فکټورونه به د مخنیوي وړ ناروغیو او مړینو د ډیریدو سبب شي."

د افغان معلولینو لپاره د لاسرسي ادارې (AOAD) اجراییوي مشر عبدالخالق ځاځي وویل: "په بشردوستانه او پرمختیایي مرستو کې د معلولیت لرونکو اشخاصو شاملول د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوې مهمه اجنډا ده. افغانستان په نړۍ کې د نفوسو له پلوه د معلولیت لرونکو وګړو له اړخه ترټولو زیات وګړي لري، چې ډیر یې د جګړو له کبله اغیزمن شوي خلک دي چې جسمي توانمند کیدو، مصنوعي بدن غړو، مرستندویه وسایلو او یا خوراکي مرستوته اړتیا لري."

په افغانستان کې د یونیسف استازي هارو لودویک ډی لایس وویل: "ّ په داسې حال کې چې ډیرې کورنۍ پرخپل دسترخوان د خوړو د برابرولو لپاره هڅې کوي، د میندو او ماشومانو غذايي سلامتیا ورځ تر بلې خرابیږي. ماشومان ناروغه کیږي او د دوی کورنۍ بیخي کم امکانات لري چې ددوی هغه ډول درملنه وکړي چې اړتیا ورته لري. په چټکۍ سره د شري ناروغۍ خپریدل او د اوبو شدید اسهالات به وضعیت لا پسې خراب کړي. "

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP ) استازي عبدالله الدرداري وویل: " افغانستان له یوه بیړني پرمختیایي حالت سره مخامخ دی. د ژوند ژغورلو لپاره پرسمدستي مرستې سربیره، نړیواله ټولنه باید د معیشت او سیمه ییز اقتصاد دژغورلو، د ټولنود مقاومت لوړولو، او په هیواد کې د بشپړې اقتصادي او ټولنیزې ماتېدا مخه ونیسي. "

په افغانستان کې د FAO استازي ریچارډ ټرینچارډ وویل: " FAOد کلیوالي ناورین په اړه ژوره اندیښنه لري چې د افغانستان ۷۰ سلنه نفوس اغیزمنوي. ۸۰ په سلو کې افغانان په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په کلیوالي معیشت متکي دي. د افغانستان دخلکو پر تغذیې، ژوند، او ځان بسیاینې د کرکیلې اهمیت له پامه نشي غورځیدی".

ایدیټورانو ته یاداښت

· د افغانستان لپاره د مرستو تازه اپیل یا غوښتنه له دې ځایه ډاونلوډولی شئ: https://bit.ly/3uKBOpw

· د غوښتنې پراساس ویډیو او وړیا تصویرونه له دې ځایه د لاسرسي وړ دي: https://bit.ly/3oxWFes

· په سټمبر کې د بشردوستانه غبرګون لپاره ټولیز ارقام دلته شتون لري: https://bit.ly/3mrB8l8

· د مهمو بشردوستانه حقایقو او ارقامو یو سنیپشاټ دلته شتون لري: https://bit.ly/3DgIyON

· د لازیاتو معلوماتو لپاره له دې ادرس سره اړیکه ونیسئ: Pierre Peron, OCHA Afghanistan, +93 796000155, peronp@un.org

➡https://bit.ly/3DdqCVl

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د کرنی او خوراکی توکو اداری
د کرنی او خوراکی توکو اداری
د کډوالۍ نړیوال سازمان
د کډوالۍ نړیوال سازمان
د بشری مرستو د همغږۍ دفتر
د بشری مرستو د همغږۍ دفتر
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام
د مهاجرو چارو کښی د ملګرو ملتونو عالی کمیساری
د مهاجرو چارو کښی د ملګرو ملتونو عالی کمیساری
یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق
د روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیواله اداره

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو