خبرنامه

په افغانستان کې ملګري ملتونه د طالبانو هغه پرېکړه غندي چې پوهنتونونو ته د ښځو ورتګ ځنډوي او ژر تر ژره له دې پریکړه د په شا کیدو غږ کوي

21 December 2022

کابل، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر ۲۱ مه

په افغانستان کې دملګرو ملتونو کورنۍ او ټوله بشر دوستانه ټولنه، په ټول هیواد کې د ښځینه محصلینو پر مخ ترامرثانې پورې د پوهنتونونو د تړل کیدو په اړه د طالبانو د واکمنو چارواکو د پریکړې په تړاو د ملیونونو افغانانو او نړیوالې ټولنې غصه شریکوي او پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې سمدستي دغه پریکړه لغوه کړي.

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

ملګری ملتونه
ملګری ملتونه

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو