خبرنامه

FAO په افغانستان کې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره د ټولنې پر بنسټ د اوبو لګولو سیستمونو د پیاوړي کولو لپاره له جاپان هیواد څخه مالي مرسته/ بودجه ترلاسه کوي

29 August 2023

ګډه مطبوعاتي اعلامیه

 د اګست ۲۸، ۲۰۲۳- کابل – افغانستان: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د جاپان د حکومت په ملګرتيا د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) په مرسته د ۹،۵ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت يوه څلور کلنه پروژه پيل کړه. د دې پروژې موخه دا ده چې د خړوب شویو ځمکو اندازه زیاته کړي، د محلي خوراکي توکو تولید ته وده ورکړي او د افغانستان په ختیځ کې د کنړ په ولایت کې ۱۲۶۰۰ څخه د ډیرو بې وزلو نارینو، ښځینو او ماشومانو د خوړو خوندیتوب او د ژوند چاري پیاوړی کړي. دا پروژه به سیمه ایزو ټولنو ته نیغ په نیغه چاپیریالیزي ګټې هم برابرې کړي، د ویجاړیدو د ګواښ لاندی څړځایونو په ساتنه کې به مرسته وکړي، د ځمکې لاندې اوبو حیاتي سرچینې به پیاوړي کړي، چي په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون د اغیزو د زیاتوالي په شرایطو کې ډیري د پام وړ دي.

کرنه د اوبو پوري تړلي ده. د نفوس زیاتوالي او د اقلیم د بدلون اغیزو په ټول افغانستان کې اوبو ته لاسرسی خورا د پام وړ ګرزولي، دا ځکه چیرته چې په هیواد کي د ۷۰ سلنې څخه د ډیرو خوراکي توکو تولید په اوبو لګولو پورې اړه لري.

دا پروژه به کنړ ولایت کي د نورګل موجوده ویاله بیا ورغوي، د ویالي لاندي خړوبیدونکي ځمکه به ۷۰ هکتاره زیاته کړي چي ټوله خړوبیدونکي ځمکه به ۶۴۳ هکتارو ته لوړه شي او همدارنګه به کرنیزو تولیداتو لپاره د اوبو اندازه او شتون دواړه پیاوړي کړي، چي په ټولیزه توګه به د کرنیزو تولیداتو په تولید کي د ۱۲ سلنه زیاتوالي لامل شي.

 ډیره د پام وړ داده، چي دا پروژه به د خوړو د خوندیتوب بې وزله کلیوالو کورنیو ته دا وړتیا ورکړي چې په کال کې  یوازي د غنمو د یو فصل په پرتله دوه فصلونه وکري، عاید به زیات کړی، او د خوړو خوندیتوب ته  به وده ورکړي.

دا پروژه به اړونده ټولنو ته  ۲۰۰۰ هکتارو څخه  زیاتو د ویجاړیدو د ګواښ لاندي څړځایونو په ساتنه او د محلي شرایطو سره  د منل شویو بوټو د کرلو او همدارنګه د ځمکي لاندي اوبو د پیاوړي کیدو له لاري ګټه ورسوي. دا پروژه به  د داکتر ټیسټو ناکامورا د زرغوني ځمکي د پروژي او جاپان د سولي او طبي خدمتونو (PMS)  موسسي چي د کنړ سیندیزي حوزي کي یي د ۲۰۰۳ کال  را پدیخوا د اوبو لګولو سیستمونو د پیاوړتیا او رغوني پروژه شروع کړي وه په تعقیب پلي شي. د ۲۰۲۳ کال پوري، PMS۲۳،۸۰۰ هکتاره  وچه پریښودل شوي کرنیزه ځمکه  بیرته په شنو ځمکو بدله کړي چي د ۶۵۰،۰۰۰ څخه زیات ګټه اخستونکي لري.

د ICON په انګړ کې نن د پروژې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کوونکو ته د وینا پر مهال، په افغانستان کې د جاپان سفیر،  H.E تاکاشي اوکادا وویل، "د زرغوني ځمکې پروژې نه یوازې  خلکو ته د خوړو، اوبو او معیشیت په برخه کی د پام وړ بدلون راوړي، بلکې خلکو ته یې هیله مندي هم ور په برخه کړې ده. دا برياليتوب د افغانانو د زحمت او استقامت شاهد دی. جاپان به د ډاکټر ناکامورا څخه په میراث پاته پروژه کې د FAO سره په ګډه کار وکړي ترڅو سیمه ایزې ټولنې وکولی شي د اوبو ارزښتناکه سرچینې اداره کړي او دوامداره کرنې ته وده ورکړي. جاپان به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، تر څو دوی وکولای شي  چي د خپل ژوند چاري (معیشیت) له سره جوړ کړي او یو ځل بیا په خپلو پښو ودریږي".

"افغانستان کې د FAO استازی ریچارډ ټرینچارډ وویل، د افغانستان په ډیرو برخو کې د کرنې په پراختیا، د اوبو لګولو په پیاوړتیا، د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا، او د سیمه ایزو ټولنو د معیشت د لوړولو په برخه کې د جاپان د حکومت د دوامداره او پر وخت ملاتړ ستاینه کوي. اوبه ژوند دي. اوبه خواړه دي. اوبولګولو ته لاس رسی په ټول افغانستان کې تر بل هر وخت ډیر د پام وړ دی، په ځانګړې توګه د بیوزلو کلیوالو کورنیو لپاره چې د خوړو له  نه خوندیتوب  سره مخامخ دي. په کلیوالو سیمو کې د اقلیم د بدلون اغیزو ته په پام سره، د جاپان سخاوتمندانه مرستې به د خورا زیان منونکو، پسمانده او د خوړو خوندیتوب نه لرونکي بزګرانو کرنیز تولید ته د پام وړ وده ورکړي، د خوړو خوندیتوب او د معیشت استقامت به پیاوړي کړي، اوهمدارنګه  به د ګواښ لاندي څړځایونو او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو په ساتنه کې مرسته وکړي.

سربیره پردې، د اوبو مدیریت ستونزو ته د رسیدو لپاره د محلي ټولنو ځواکمن کول نه یوازې ټولنیز یووالي ته وده ورکوي بلکې د ټولنې مالکیت او د پروژې پایلو پایښت هم پیاوړی کوي". هغه زیاته کړه.

د خوړو خوندیتوب د ودي لپاره د اوبولګولو زیربناو پیاوړي کول

دا پروژه به د PMS  د میتود په کارولو سره د اوبولګولو سیسټمونو اداره کولو او ګټه اخستنه کې ملي ظرفیت رامینځته او پیاوړي کړي. د PMS میتود له لارې، پروژه به د ټولنې پر بنسټ پیژندل شوي دوامداره کړنو ته وده ورکړي ترڅو د اوبولګولو دودیزي زیربناوي پیاوړي کړي، چي د ویالي لاندې اخري برخو کي خلکو ته د باور وړ اوبو رسول ډاډمن کړي چیرته چې د دوی معیشت په اوبولګولو تکیه لري. دا پروژه به د اوبو لګولو د فعالو تاسیساتو په پیاوړي کولو تمرکز وکړي، چي سربند، کنټرولي دروازې، د اوبو رسولو جوړښتونه، پلچکونه، سیفونونه، د رسوباتو د ناستي جوړښتونه، کنترولونکي  دروازې، د دومي او دریمي کانالونو بیا رغونه چي د PMS د اوبولګولو پروژې د لارښوونو د کړنلارو سره سمون ولري پدي پروژه کي شاملیږي.

د پروژې د یوې مهمې برخې په توګه، د اوبو نیونکو سیمو مدیریت او د باران د اوبو راټولولو فعالیتونه به د سیلابونو مدیریت او په اوبه نیونکو سیمو کې د باران د چټکو جریانونو کمولو باندې تمرکز وکړي. په دې هڅو کې به د سیمي سره د منل شویو نیالګیو کرل، د اوبو د ډنډونو جوړول، واړه کنترولي بندونه، او په اغیزمن ډول د باراني اوبو د راټولولو لپاره نور اقدامات شامل وي. د پروژي ټول کارونه به د ټولنې د استازو سره د مشورې له لارې وټاکل شي ترڅو د کانال د لیږد ظرفیت لوړ شي، چي په پایله کي يي د اوبو لګولو په نښه شوي سیسټمونو کې د دوامداره اوبو شتون ډاډمن کړي.

د PMS متخصصین به د PMS میتود په برخه کي له ۱۰۰ څخه ډیر محلي تخنیکي متخصصین وروزي. برسېره پردې،  به د ټولنې څخه ۱۱۰ د اوبو څخه ګټه اخستونکي د ساتنې او څارني په برخه کې زده کړې ترلاسه کړي، تر څو دوی د اوبو لګولو سیسټمونه په اغیزمنه او دوامداره توګه اداره کړي، چي د اوږدې مودې پایلې او اغیزې ډاډمني کړي.

FAO په افغانستان کي د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د انعطاف د پیاوړتیا، د کرنیز معیشت او محلي ایکوسیستمونو د ساتنې او بیا ژوندي کولو لپاره د هڅو پیاوړتیا ته کار کوي. په دې هڅو کې بیلابیل اړخونه  لکه د غذايي خواړود تولید پیاوړي کول، د نغدي عایداتو زیاتوالی، او د کلیوالي بازارونو او اقتصاد د بیا ژوندي کولو له لارې په وروستیو لسیزو کې د کرنې د سکتور د مهمو پرمختګونو ساتنه شامل دي.

د  میډیا/ رسنیو اړیکې:

په افغانستان کي د جاپان سفارت

ډاکتر ابراهیم محمد

                                                                             Email: ibrahim.mohammad@kb.mofa.go.jp

۰۹۳۷۸۶۰۷۸۶۶۶

 

FAO افغانستان

سید مقصود هاشمي

Email: SayedMaqsod.Hashimi@fao.org

۹۳۷۸۷۸۰۸۰۷۷

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د کرنی او خوراکی توکو اداری
د کرنی او خوراکی توکو اداری

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو