خبرنامه

د ښځو په نړیواله ورځ، افغانستان کې ملګري ملتونه له واکمنو چارواکو غواړي چې د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي

08 March 2023

کابل، افغانستان د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۸مه

د ښځو په نړیواله ورځ، په افغانستان کې ملګري ملتونه له واکمنو چارواکو څخه یوځل بیا غواړي ترڅو د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو باندې سخت بندیزونه لغوه کړي.  

د ۲۰۲۱ کال د آګست له میاشتې راپدیخوا، حاکمو چارواکو ښودلي چې د دوی یواځنی تمرکز د هغه مقرراتو په پلې کولو باندې دی چې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په خپلو کورنو کې محدودوي. دغه بندیزونه د بشري حقونو له مکلفیتونو سره په تکړ کې دي چې د بشري حقونو او اړوند نورو ټولو اسنادو کې راغلي کوم چې افغانستان یې هم غړیتوب لري او په پلې کولو یې مکلف دی. داسې بندیزونه له لسیزو جګړو څخه د افغانستان د بیرته راګرځیدو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره، روزا اوتنبایوا وایي: " د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ځپونکی هېواد دی او دغه حالت ډیر زورونکی دی چې په قصدی او سیستماتیک ډول دهغو هڅو شاهدان یو چې ښځې او نجونې له ټولنې څخه جلا کوي."

اوتنبایوا وایي: " د نړۍ تر ټولو لوی بشري او اقتصادي ناورین کې د هیواد نیمایي نفوس خپلو کورونو کې بندول په ملي کچه ځان ته خورا لوی زیان رسول دي. دا به نه یوازې ښځې او نجونې، بلکې ټول افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره بې وزلۍ او مرستو ته اړمن پاتې کړي او افغانستان به تر دې هم له خپلو وګړو او له نورې نړۍ څخه جلا کړي. "

یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د حاکمو چارواکو له خوا د ښځو پر وړاندې د تبعیضي احکامو او اقداماتو نږدې دوامداره جریان ثبت کړی دی.

واکمنو چارواکو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې د نجونو منځني ښوونځي وځنډول او د عامه غبرګون سره سره یې، د ۲۰۲۲ د مارچ په میاشت کې چې ښوونځي بیا پیلیږي دغه تعلیق یې تر نامعلومه مودې پورې وغځوو. که څه هم واکمنو چارواکو ویلي چې دوی تعلیمي نصاب د اسلامي ارزښتونو او کلتوري نورمونو سره برابروي، خو پدې برخه کې هیچ پرمختګ نه لیدل کیږي.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې د واکمنو چارواکو د لوړو زدکړو وزارت ښځېنه پوهنتونونه وځنډول.

له زدکړو څخه منع کول بې شمیره بالفعل او بالقوه فزیکی او رواني ـ ټولنییز عواقب لري؛ لکه ځان وژنه؛ په ماشومتوب کې واده کول؛ په ماشومتوب کې زیږون؛ د بې وزلۍ اړوند زیانونه لکه د روغتیا، تغذیې، هوساینې او د ټیټ عاید له امله د شتمنۍ له لاسه ورکول؛ فکري ضعف، د پریکړو کولو او اړوندو ټولنیزو ځانګړتیاو له لاسه ورکول؛ کورني تاوتریخوالي او جنسي ځورونې او ناوړه ګټه اخیستې پکې شاملې دي.

د ښځو حقونه لکه عامه ځایونو ته لاسرسی او د کور څخه د سفر او کار کولو لپاره بهر وتل په پراخه کچه محدود شوي دي. ښخې په تولو برخو کې د عامه پریکړو کولو څخه هم محرومې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره ځانګړې استازې، میرمن الیسون ډیویډیان وویل: "افغان ښځو د هغه کړنو پر وړاندې د نه منلو زړورتیا او لیوالتیا ښودلې چې د دوي د ګوښه کیدو لپاره په سیستماتیک ډول روانې دي."

"د هغو زیانونو پایلې چې طالبان یې خپلو وګړو ته اړوي یواځې ښځې او نجونې نه زیانمنوي. دا ټولو افغانانو ته زیان رسوي او راتلونکي نسلونه به یې محسوسوي. د یو ټول شموله، سوله ییز او د هیلو څخه ډک افغانستان لپاره باید د ښځو او نجونو حقونه ژر تر ژر بیرته ورکړل شي." 

د ښځو بشري حقونو څخه دفاع کوونکي چې په سوله ییز ډول مظاهرې کوي په نښه شوي، وهل شوي او نیول شوي دي. دا فرمانونه، لارښوونې او مقررات په ګډه سره د ښځو وړتیا چې عاید لاسته راوړل، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی، د تاوتریخوالي سره مبارزه، او خپل حقونو څخه ګټه اخیستنه ده، محدودوي.

په ۲۰۲۳ کال کې، ۱۳.۸ ملیونه افغان میرمنې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري - بیا هم واکمنو چارواکو په غیر دولتي بنسټونو کې د میرمنو په کار کولو بندیز لګولو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو هڅې زیانمنې کړې، په داسې حال کې چې دغه مرستې د ژوند ژغورلو لپاره خورا زیاتې مهمې دي.

 

د لا ډیرو معلوماتو لپاره لاندې برښنالیکونو سره په اړیکه کې شئ:

یوناما: spokesperson-unama@un.org

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اداره: media.team@unwomen.org

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

ملګری ملتونه
ملګری ملتونه
یوناما
د ملګرو ملتونو مرستیال هیأت

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو