هغه افغان ښځې او نجونې وپېژنئ چې هره ورځ مونږ ته د کار کولو انګېزه راکوي.
د ښځو نړیواله ورځ ۲۰۲۲
شکریه چې د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ میاشتې پورې یې د مدني فعالې په توګه کار کاوه، اوسمهال نوموړې د خوړو د نړیوال پروګرام له لوري د توزېع کېدونکو خوړو په قطار کې ولاړه ده. نوموړې وایي: زه وړاندې له دې د پوهنتون استاده وم، خو اوس دنده نه لرم. د ښځو د حقونو پر وړاندې محدودیتونه لکه د کار کولو حق د شکریې په څېر ډېرې مېرمنې دې ته اړ کړې، څو د لومړي ځل لپاره د خوړو د ترلاسه کولو په موخه په قطار کې ودرېږي، چې دا چاره د په افغانستان کې د لوږې تر ټولو څرګنده څېره ښیي.
هېڅوک نباید د خوړو د ترلاسه کولو په موخه په قطار کې ودرېګي، خو که چېرې دا ستونزه منځته راځي، د ملګرو ملتونو اداره هلته حضور پیدا کوي، څو دا ډاډ ترلاسه کړي، هغه څه ته چې خلک یې له فقر او بېچارګۍ څخه د وتلو په موخه ورته اړتیا لري، په واک کې یې شته.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د شکریې په شان ښځو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
په افغانستان کې شاوخو ۳۵ سلنه ښوونکې ښځې ژوند کوي، چې په دې وروستیو کې یې کله نا کله میاشتنۍ تنخواه نه ورکول کېږي، یا هم د شکریې په څېر له سره نه ورکول کېږي. په هېواد کې د مېرمنو له پراخ ګډون پرته هېڅ ډول تلپاتې سوله او او ثبات منځ نه شي راتلای.
ډاکټر راضیه د څلورو نور ښځینه ډاکټرانو تر څنګ یوازینۍ ښځینه ډاکټره ده، چې په کابل کې د کوويډ-۱۹ناروغۍ په یوه روغتون کې پر دنده بوخت ده. د کوېډ نولس روغتونونه د نړیوالې روغتیایي ادارې او اروپایي اتحادیې ملاتړ له ځانه سره لري.
ډاکټر راضیه وایي: د کوېډ نولس څلورمې پانډمي مرحلې په اوږدو کې، پر دې ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ډېر لوړ شوی، چې روغتون ته د درملنې په موخه مراجعه کوي، چې ډېرو یې له نورو ضمني ناروغیو څخه هم سر ټکاوه. د روغتیایي کارکوونکو په توګه به موږ له دوی څخه غوره څارنه او ساتنه کوو. موږ په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې کار کوو، زما دنده د خلکو ژوند ژغورل دي او دې دنددې ته به دوام ورکوم.
ښځینه ډاکټرانې په روغتیایي برخه کې غوره رول لوبوي. دوی کولای شي د ډاکټرې، قابلې، نرسانې، لابراتوار، اپیډمولوژېسټې، صفاکارې او یا هم کار زده کوونکې په توګه دنده ترسره کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پيوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د ډاکټر راضیه په شان مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
شمسیه، د میلیونونو نورو افغانانو په څېر د امنیتي ستونزو د ډېرېدو له امله په خپل ښار کې له کوره وشړل شوه. شمسیه یې اوس د خپل پلار، مور او خویندو تر څنګ په داسې یوه کمپ کې هستوګن دي، چې د دوی په څېر نور خلک هم، هغه چې د خپلې سر پناه د پیدا کولو په لټه کې یې د هېواد په د ننه کې خپل کورونه پرېښي دي او د یوه نوي ژوند جوړلو په موخه یې له هرې ممکنې لارې کار اخیستی دی. د شمسیې سفر هغه مهال پیل شو، چې عمر یې شاوخوا ۱۲ کاله و، مور او پلار یې نور د هغې د زده کړو د لګښت ورکولو توان نه درلود.
هېڅوک باید دې ته اړ نه شي، څو خپل کور او هستوګنځی پرېږدي، ځکه دا ډول ټاکنه تر ټولو سخته او ستونزمنه وي. ددې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي، هغه څه چې خلک ورته د بیاځلې ژوند پيلولو په موخه اړتیا لري، په لاس کې لري او که نه؛ د ملګرو ملتونو نړیواله اداره هلته حضور لري.
په ټول هېواد کې ۳.۵ میلیونه افغانانو خپل هستوګنځي پرېښي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ د شمسیې په څېر مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
امنه سپارښتنه کوي، څو په یوازې توګه د دوه ګونو ماشومانو پر زېږون لاس پورې نه شي، خو د فېروزې هغه حالت چې د ډاډ وړ نه ښکارېده، په دې مانا و، چې روغتیایي مرکز ته یې لېږدول له خطر سره مخ کوي، ځکه چې ډېری روغتیایي مرکزونو ته وصل شوې لارې د امنیتي ستونزو له کبله تړل شوې وي. آمنې یې د خپل مریض د روغتیا لاس ته راوړلو په موخه په عاجله توګه له قابله ګانو سره د ځانګړې ټلیفوني شمېرې له لارې اړیکه ټینګه کړه او د مرستې غوښتنه یې ترې وکړه.
د قابله ګانو ځانګړې شمېره ، چې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د ټولنې صندوق اړوند کېږي او ۷ ورځې په اونې کې ۲۴ ساعته فعالیت لري او له مخې یې له لرې د قابله ګانو مشورې ترلاسه کېدای شي. دې وړیا شمېرې چې په ۲۰۱۶ کې یې پر فعالیت پیل وکړ، د دوه متخصصو مېرمنو او دوه قابله وو له لوري یې چارې پر مخ وړل کېږي. دوی د دغې شمېرې له لارې مشورې ورکوي او قدم په قدم ورته د خپل مسلک کړنلارې په ګوته کوي، څو په ستونزمنو حالاتو کې د ډاکټرانو لاسنیوی وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د امنې په شان مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
د مریم په څېر ښځې وکولای شي، څو د نا امنۍ او ناورین پر مهال په ټولنه کې د رواني حالت له پلوه د هغوی ملاتړ وشي او د زده کړو او نورو ډېرو خدمتونو ته لاسرسی ولري.
مریم د خپلو رسامیو د رسم کولو په موخه د یونیسف د مرکزي پاملرنې (IS) پروګرام څخه ګټه اخلي، په دې هیله چې یوه ورځ نوموړې پر دې وتوانېږي، چې خپلې زده کړې پای ته ورسوي او رسامه شي. د مریم پلار اوس د سیمې ټول غړي دې ته هڅوي، څو لورګانې یې د امن په فضا کې ګډون وکړي، څو رواني، ټولنیزې او نورې زده کړې او خدمتونه ترلاسه کړي.
له اوو میاشتو ډېره موده وشوه، چې په ټول هېواد کې نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د مریم په شان مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
حمیدې د ۱۶ کلونو په اوږدو کې د څېړونکې څارنوالې او د مدني ټولنې د رهبرې په توګه کار کړی. د ښځو د ساتنې مرکز چې وړاندې د حمیدې له لوري اداره کېده، د نورو دا ډول مرکزونو په شان په ټول هېواد کې تړل شوي دي. دا پناه ځایونه، چې د جنسي برابرۍ او ښځو د وړتیا لوړلو بنسټونو په مرسته چې د ملګرو ملتونو له لوري اداره کېدل، د ښځو او د هغوی د ماشومانو کوربه توب یې پر غاړه درلود. که دغه ښځو او ماشومانو ته دا ډول اسانتیاوې نه وای برابرې شوې، نو لرې به نه وه، چې له دوی به ناوړه ګټه پورته کېده. په دغه پناه ځایونو کې ښځو ته دا زده کړه ورکول کېده، چې څه ډول لیک او لوست وکړي. همدا راز دوی ته د نویو مهارتونو زده کړه ورکول کېده، چې له مخې یې دوی کولای شول د اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي. د دې تر څنګ دوی ته پر ستونزو. روحي ناروغیو او یو له بل سره د تعامل په برخه کې بېلابېلې مشورې ورکول کېدې او شفا بښونکي شکل یې خپلې کیسې له یو او بل سره شریکولې.
نن هم حمیده په هېواد کې د ننه ده، چې د مېرمنو او نجونو له حقونو دفاع کوي. نوموړې هره ورځ له هغو مېرمنو سره په اړیکه کې ده، چې پناه ځای ته به یې ورتلې. حمیده یادو مېرمنو ته د ټلېفون له لارې مشورې ورکوي، خو دا پر دې پوهېږي، هغه مېرمنې چې د ناوړه ګټه اخیستونکو سره پر یوه ځای کې اوسي، دا ډول مرسته رسونه ورته بسنه نه کوي.
اټکل کېږي، چې له هرو ۱۰ افغان مېرمنو ۹ یې د کورني تاوتریخوالي ښکار کېږي. د ملګرو ملتونو اداره په افغانستان کې د حمیدې په شان ښځو تر څنګ درېږي او د هغه مرکزونو د پرانیستلو ملاتړ کوي، چې هلته مېرمنې خپل ځان مسئون احساسوي.
فضیله د نورو مېرمنو په شان د ملګرو ملتونو د هوايي خدماتو په بشردوستانه پروګرام (UNHAS) کې چې د خوړو د نړیوال پروګرام له لوري اداره کېږي، دنده لري، وایي: غواړم یوه ورځ پیلوټه شم. د (UNHAS) پروګرام په هر وخت او هر ځای کې، چې نور هېڅوک ونه شي کولای الوتنه وکړي، الوتنه کوي. حیاتي توکې لکه خواړه رسوي او بشردوستانه کارپوهان هغو ځایونو ته رسوي، چې د لېږد اړتیا یې ولیدل شي.
په افغانستان کې د (UNHAS) پروګرام ښځینه ټیم غړي چې په اوسني وضعیت کې هم خپل کار ته دوام ورکوي، هېواد ته یې بنسټېز خدمتونه وړاندې کوي. که څه هم د دوی په څېر ډېری ښځینه کارکونکې چې په کاري ساحه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، لکه: د کار حقوق، زده کړه او د تګ راتګ ستونزې، خو له دې سره سره بیا هم خپلو خپلو دندو ته حاضرېږي. کله چې شدید ناورین را منځ ته کېږي، لکه اوسمهال چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی، ملګري ملتونه لرې پرتو سیمو ته د مرسته کوونکو لپاره په امن ډول د لېږد رالېږد فرصتونو برابرولو ته دوام ورکوي.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۴.۴ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، چې نیمه برخه یې مېرمنې او نجونې تشکیلوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د فضیلې په شان ښځو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
حمیدې او د هغې کورنې د مزار شریف پر لور حرکت وکړ او د داخلي بې ځایه شوو په یوه کمپ کې هستوګن شول. دلته داسې خلک اوسېدل، چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو، خو د نړیوالو سرحدونو څخه د تېرېدو چانس یې نه وو ترلاسه کړی. دلته د کرنې په برخه کې د نوموړې وړتیاوې د ملل متحد نړیوالې ادارې له لوري لوړې شوې او همدا لامل شو، چې له مالي او مدیریتي پلوه د هغې د پوهې کچه لوړه او سمبال شي. اوسمهال حمیده د یوې کوچنۍ کروندې چارې پر مخ وړي.
د نړۍ ۸۰ سلنه خواړه له کوچنیو کروندو څخه چمتو کېږي. په دغو کروندو کې د ښځینه بزګرانو ونډه ډېره کمه ده. حمیده د یوې ښځینه بزګرې په توګه چې د کروندې چارې پر مخ وړي، د خپلې کورنۍ خواړه چمتو کوي او د هېواد د اقتصاد په غوره والي کې مرسته کوي. د ملګرو ملتونو نړیواله اداره په افغانستان کې، له ښځو او نارینه وو سره مرسته کوی، څو هغه خنډونه چې د دوی او د دوی د کورنیو د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په لاره کې پراته دي، له منځه یوسي او همدا راز په دوام داره بڼه د کورنيو لګښتونو د برابرولو په موخه یې د پانګونې په برخه کې ورسره مرسته کوي.
افغانان په نړۍ کې د پناغوښتونکو لویه سلنه تشکیلوي. په ټوله کې د نړۍ په کچه ۲.۶ میلونه افغان پناه غوښتونکي ثبت شوي، چې له دې ډلې یې ۲.۲ میلیونه یوازې په ایران او پاکستان کې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پيوستون په نړیواله ورځ د حمیدې په څېر مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې په خپله خوښه د ژوند درلود به برخه کې هغه څه ته چې اړتیا ورته لري، په واک کې یې شته.
زهرا یوه له هغه نجونو څخه ده، چې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې له لوري په مزار شریف کې په لاره اچول شوي خیاطۍ کورس کې یې ګډون کړی و. نوموړې نه یوازې دا چې د تکړه شاګردانو له ډلې څخه شمېرل کېده، بلکې د نورو زده کوونکې لپاره یوه غوره مخبېلګه وه. د هېواد ستونزمنو شرایطو زهرا دې ته اړ کړه، څو له کورنۍ سره یوځای یې په خیمه کې ژوند وکړي. دا چې نوموړې د نویو مهارتونو زده کړې ته ژمنه وه، د خیاطۍ له لارې وتوانېده، څو له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي او له فقر څخه یې وساتي.
له ۸ میاشتې ښوونیزې دورې وروسته زهرا د کار له لارې د ترلاسه شوې ګټې پر مټ په دې وتوانېده، څو داسې یوه کوټه ورغوي، چې له کورنۍ سره یو ځای پکې ژوند وکړي. همدا راز دې وکولای شول، څو خپل د خیاطۍ کسب ته نوره هم پراختیا ورکړي او خپل خاوند ته موټرسایکل وپېري، څو د بازار ګوټ ګوټ ته پرې دتوکو د لېږد چارې پر مخه یوسي. زهرا تمه لري، څو د کال تر پایه یوه بله کوټه هم ورغوي او د کورنۍ د ژوند چارې یې اسانه کړي. د زهرا تر ټولو لویه موخه دا ده، چې له خپلو اولادونو سره یې د تحصیل په برخه کې مرسته وکړي. دا د زهرا تر ټولو لویه هیله ده.
هیڅوک باید دې ته اړ نه ایستل شي، څو په خیمه کې ژوند وکړي. که چېرې هم دا پېښه را منځ ته کېږي، د ملګرو ملتونو نړیواله اداره هلته حضور پيدا کوي، څو ډاډ تر لاسه کړي، چې ایا خلک هغه څه چې له فقر او غربت څخه د ایستلو او غوره ژوند درلودلو په موخه اړتیا ورته لري، په لاس کې یې لري او که نه؟ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځې په نړیواله ورځ د زهرا په څېر مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.