۲۴.۴ مېلیونه افغانان بېړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري. له دې اړمنو له جملې څخه نیمایي یې ښځې او نجونې دي. دلته د دوی د هڅو او زیار په هکله ولولئ.
د ښځو نړیواله ورځ ۲۰۲۲
په جلال اباد کې له کورونو بهر امن فضا ته د ښځو لاسرسی ډېر محدود دی. کله چې په ټولنه کې د ښځو رهبرې آغلې مرضیه د اسکان پروګرام کړنې چې د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې له لوري په لاره اچول شوی و، خبره شوه، د یاد پروګرام ټول نارینه او مېرمنې یې دې ته و هڅولې، څو د ښځو او نجونو لپاره د پارک جوړلو په موخه خپله رایه وکاروي. دې پروژې د ټولو کسانو رایې خپلې کړې، چې له نیکه مرغه اوس جلال آباد د ښځو لپاره غوره شین ځای لري.
د جلال آباد ښار یو اوسېدونکي په دې اړه داسې وایي: “مېرمنو دا پرېکړه وکړه، څو دلته یو پارک جوړ کړي، ځکه دوی له وړاندې د شنې ساحې پر ارزښت پوهېدلې وې. اوسمهال موږ د یوه رېښتینې انسانیت پر لور ګام پورته کړی، چې په هغه کې ټول نارینه او ښځینه د مساوي حقوقو او مسئولیتونو درلودونکي دي”. د مرضیې په شان ښځینه رهبرانې نه یوازې دا چې د نوښت لرونکو پروګرامونو ملاتړ کوي، بلکې پروژو ته د پروګرام جوړونې، په اړه یې کړنې او له هغه څخه د څار په برخه کې غوره رول لوبوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره د ښځې په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د مرضیه په شان پېغلو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
د شبانې مور وایي: ما له وخته مخکې د واده کولو خطرونه درک کړي او پرېکړه مې وکړه، څو شبانه له هغه خطره چې لومړۍ لور مې ورسره مخ شوه، وژغورم؛ خو خاوند مې داسې نه غوښتل او خبرې ته مې یې غوږ نه نیو. شبانه ۱۳ کلنه ده. مور یې له ملاتړ څخه لاس وا نه خیست او او د امن پروګارم چې د Spotlight او شریکانو له لوري یې په هرات ولایت کې په لاره اچول شوی و، اړینې مشورې ترلاسه کړې.
د دغه مرکز مشاورانو د شبانې له پلار سره هر اړخیزې خبرې وکړې. دوی د په زور د واده کولو، له وخته وړاندې واده کولو او د لورانو په وړاندې د پلار پر مسئولیتونو خبرې وکړې. د امن فضا په مرکز کې شبانې، مور او پلار یې خواړه هم ترلاسه کړل او پلار یې د ترکارۍ خرڅولو په برخه کې کوچنۍ دنده ترلاسه کړه. هغه اوس دې ته زړه نه ښه کوي، څو شبانې ته په خاوند پسې وګرځي.
په اوسني وضعیت کې د افغانستان ۲۴،۴ میلیونه کسان چې د هېواد نیم نفوس تشکیلوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. دا ډول ناورین ډېری کورنۍ دې ته اړ باسي، څو په یول لړ ناسمو کړنو لاس پورې کړي، لکه: پر کوچنیانو د کارونو ترسره کول، له وخت وړاندې واده کول او داسې نور. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پيوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د شبانې په شان پېغلو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
زهرا یوه له هغه نجونو څخه ده، چې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې له لوري په مزار شریف کې په لاره اچول شوي خیاطۍ کورس کې یې ګډون کړی و. نوموړې نه یوازې دا چې د تکړه شاګردانو له ډلې څخه شمېرل کېده، بلکې د نورو زده کوونکې لپاره یوه غوره مخبېلګه وه. د هېواد ستونزمنو شرایطو زهرا دې ته اړ کړه، څو له کورنۍ سره یوځای یې په خیمه کې ژوند وکړي. دا چې نوموړې د نویو مهارتونو زده کړې ته ژمنه وه، د خیاطۍ له لارې وتوانېده، څو له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي او له فقر څخه یې وساتي.
له ۸ میاشتې ښوونیزې دورې وروسته زهرا د کار له لارې د ترلاسه شوې ګټې پر مټ په دې وتوانېده، څو داسې یوه کوټه ورغوي، چې له کورنۍ سره یو ځای پکې ژوند وکړي. همدا راز دې وکولای شول، څو خپل د خیاطۍ کسب ته نوره هم پراختیا ورکړي او خپل خاوند ته موټرسایکل وپېري، څو د بازار ګوټ ګوټ ته پرې دتوکو د لېږد چارې پر مخه یوسي. زهرا تمه لري، څو د کال تر پایه یوه بله کوټه هم ورغوي او د کورنۍ د ژوند چارې یې اسانه کړي. د زهرا تر ټولو لویه موخه دا ده، چې له خپلو اولادونو سره یې د تحصیل په برخه کې مرسته وکړي. دا د زهرا تر ټولو لویه هیله ده.
هیڅوک باید دې ته اړ نه ایستل شي، څو په خیمه کې ژوند وکړي. که چېرې هم دا پېښه را منځ ته کېږي، د ملګرو ملتونو نړیواله اداره هلته حضور پيدا کوي، څو ډاډ تر لاسه کړي، چې ایا خلک هغه څه چې له فقر او غربت څخه د ایستلو او غوره ژوند درلودلو په موخه اړتیا ورته لري، په لاس کې یې لري او که نه؟ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځې په نړیواله ورځ د زهرا په څېر مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
هره ورځ به مو چې غواګانې د څړ په موخه د ښوونځي مخامخ تپې ته بېولې، پر ښوونځي به مو سترګې لګېدې. بسمینه چې د خوست په ولایت کې رالویه شوې، وایي: وړاندې له دې چې د ښوونځې پر مانا پوهه شم، مینه مې ورسره درلوده. ښوونځی د بسمینې له کوره ډېر په لرې واټن کې پروت وو. له پلار سره به یې دا اندېښنه وه، چې که لور مې ښوونځي ته واستوم، ښایي له کوم خطر سره مخ شي، کورنۍ او ټولنه به یې په اړه بد قضاوت وکړي.
یوه ورځ د سواد زده کړې پروګرام ښوونکې آغلې فرېبا چې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې ښوونیزې برخې (یونسکو) او شریکانو له لوري یې اداره کېږي، د بسمینې کور ته ورغله. فرېبا د داسې نجونو په لټه کې وه، چې له لیک او لوست سره مینه ولري، څو د سواد زده کړې په پروګرام کې ګډون وکړي. په دې وخت د بسمینې مو د هغې د پلار له نا رضایتۍ سره مخ شو، خو دا ځل یې همت له لاسه ورنه کړ. په کلي کې یې ښوونځی ورغول شو، چې ټولې ښوونکې یې ښځې وې. کلونه تېر شول او بسمینه له پوهنتون څخه د یوې لایقې محصلې په توګه فارغ شوه. اوسمهال نوموړې په افغانستان کې له یوې نړیوالې ادارې سره د ارشدې مشاورې په توګه کار کوي. که فرېبا چې د بسمینې لومړنۍ ښوونکې وه، څو کاله وړاندې یې د هغې د کور دروازه نه وای ټکولې، دا ډول مثبتې پېښې به هیڅکله هم نه وای را منځ ته شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د بسمینې، د هغې مور او فدا کاره ښوونکې فرېبا په شان پېغلو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
نبیلا او د هغې کورنۍ د امنیتي ستونزو له کبله اړ شول، څو خپل کور پرېږدي. په ۲۰۰۷ کې دوی بېرته خپل هېواد افغانستان ته راستانه شول، خو له بده مرغه د دوی د خاپوړو ځای لا هم امن نه و، څو هلته بیا ځلې مېشت شي. نو دوی اړ شول څو په مزار شریف کې په یوه کمپ کې هستوګنه پیل کړي. نبیلا په کمپ کې د اوسېدلو پر مهال د ګلدوزۍ هنر زده کړ. نبیلا چې له دې وړاندې یې دنده نه درلوده، په داسې حال کې چې مور او پلار یې ناروغ وو او درملنې ته یې اړتیا درلوده او د کار کولو توان یې هم نه درلود. اوس یوازې نبیلا په یوازې ځان د کورنۍ اقتصادي چارې سمبالوي.
نبیلا د ۵.۵ میلیونه بې ځایه شوو کسانو له ډلې ده، چې له خپل کوره یې په هېواد کې د یوې امن سرپناه د پیدا کول په موخه وتلې ده. په افغانستان کې د ملل متحد نړیواله اداره د ښځې په نړیواله ورځ د نبیلا په څېر مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
منصوره وړاندې د بلخ په پوهنتون کې د کامپیوټر ساینس پوهنځي محصله وه، خو د منتخب ډیموکارټیک دولت تر راپرځېدو وروسته نوموړې دې ته اړ شوه، څو خپل درسي ټولګی پرېږدي او پر کور کښېني. ټکنالوژي د منصورې تر ټولو ډېره د خوښې وړ برخه وه. کله چې نوموړې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې له ملاتړو پروګرامنو خبره شوه، د مبایلونو د بیا رغونې په یوه ترمیمځای کې یې نوم لیکنه وکړه. اوس منصوره په یوه مغازه کې د سافټ ویري خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ نورو مېرمنو ته د مبایلونو د بیارغونې زده کړې هم ورکوي.
دا چې منصوره اوس کولای شي د خپل کور ورځنۍ اقتصادي چارې پر مخ یوسي او تر څنګ یې د خپلو زده کړو لګښت هم پرې کوي، د خوښۍ احساس کوي. خو پوهنتون ته د بیا ګرځېدلو لویه هیله په زړه کې لري. نوموړې په دې هیله ژوند کوي، چې یوه ورځ به د خپل کاروبار څښتنه وي او د مبایلونو د بیا رغونې ټولې چارې په خپل لاس کې واخلي. د ملګرو ملتونو نړیواله اداره په دې اند ده، چې ښځې او نجونې وکولای شي د خپلې خوښې وړ زده کړې پر مخ یوسي.
په میلیونونو افغان زده کوونکي، چې د هېواد راتلونکی جوړوي، د بېلابېلو زړه بوږنوونکو پېښو ترخې پایلې تجربه کوي. دوی ښوونځي ته له تلو پاتې دي. د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ لکه د هرې ورځې په شان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د منصورې په څېر مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
زرینه چې د افغانستان په یوه کلي کې زږېدلې، د خپلو زده کړو په موخه یې له هرې ممکنه لارې کار واخیست، په داسې حال کې چې کورنۍ یې یوازې تر دویم ټولګي پورې نوموړې ته د زده کړو اجازه ورکړې وه. مور یې د کورنۍ دغې پرېکړې ته تسلیم نه شوه او په زرینه یې تر دولسم ټولګي پورې په کور کې د ننه زده کړې وکړې. وروسته بیا زرینه ښار ته کډه شوه او هلته یې درې کاله لوړې زده کړې وکړې. دا هغه وخت و، چې کورنۍ یې پرېکړه وکړه، چې زرینه نور نه شي کولای پوهنتون ته د زده کړو په موخه لاړه شي.
زرینه چې د مور له ملاتړ څخه یې برخمنه وه، تسلیم نه شوه او په ترکمنستان هېواد کې یې د سیاسي علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ خو له بده مرغه اقتصادي وضعیت ورسره یاري ونه کړه او د خپلو لوړو زده کړو په پای ته رسولو کې پاتې راغله.
زرینې افغانستان ته له راستنېدو ورسته د صابون جوړلو په فابریکه کې دنده واخیسته، چې اوس ځینې وخت د یادې فابریکې د رهبرۍ چارې هم پر مخ وړي. نوموړې په خپل ازاد وخت کې شعر لیکي. د زرینې شعري ټولګه د چمتو کېدو په حال کې ده، ښایي په اروپا کې خپره شي. نوموړې هیله لري، څو داسې ورځ راشي چې د صابون د فابریکې ټولې چارې په خپل لاس کې واخلي.
هره ورځ چې یوه نجلۍ له زده کړو څخه بې برخې کېږي، په دې مانا چې خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته یې له په لاس ورغلي فرصت ګټه نه اخلي. په افغانستان کې له وروستي انساني ناورین وړاندې شاوخوا ۴.۲ میلیونه ماشومانو ښوونځیو ته د شمولیت نوم لیکنه کړې وه، چې ۶۰ سلنه یې نجونې وې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پيوستون په نړیواله ورځ د زرینې په څېر مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.
زینب چې ۱۷ کلنه ده، دوه وروڼه او دوه خویندې لري. دوی یې له مور او پلار سره یو ځای چې مور یې د کور چارې پر مخ وړي او پلار یې ازاد کاروبار لري؛ د هرات ولایت په یوه کلي کې ژوند کوي. کله چې زینب د لومړي ځل لپاره د نجونو په هغه وارډ کې چې د (IS)Spotlight پروګرام او د هغوی د شریکانو له لارې په کار اچو شوی شامله شوه، ډېره وېرېدلې وه. نوموړې یې د پلار له تند خویۍ سر ټکاوه، دا چې زینب واده ته زړه نه ښه کوي، پلار یې تل پرې په غوسه وي، آن ځینې وخت یې وهي ټکوي هم.
شاوخوا ۲۸ سلنه افغان مېرمنو له ۱۵ څخه تر ۴۹ کلونو وړاندې په ۱۸ کلنۍ کې ودونه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ د هرې بلې ورځې په څېر د زینب په شان مېرمنو تر څنګ درېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د خپل ژوند لپاره هغه څه ته چې اړتیا لري، په واک کې یې شته.