د افغانستان د بشري مرستو د صندوق کلنی راپور- ۲۰۲۱
د بشري حقونو حالت
په 2021 کې د بشري حقونو حالت
څلویښت کلنه جګړه، پرلپسې طبیعي ناورینونه، اوږدمهاله بې وزلي او کرونا ویروس (کوویډ-۱۹) ټول ددې سبب شول چې ۲۰۲۱ کال د افغانستان د خلکو لپاره یو وژونکی کال وي. د ۲۰۲۱ کال په پیل کې، په داسې حال کې چې لسګونه میلیونه خلکو د کرونا له منفي اغیزو د بچ کیدو په موخه ټولنیزو مرستو ته اړتیا درلوده، ۱۸.۴ میلیونه خلکو (د هیواد نږدې نیمایي وګړي) یوازې د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا درلوده. د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکي په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په منځ کې زیاته شوې وه.
د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې د بشري ناورینونو له زیاتېدو سره، په افغانستان کې د سختې وچکالۍ، د جګړو د زیاتوالي او د نړیوالو پرمختیایي مرستو ناڅاپي ځند، دطالبانو لخوا د اګست پر ۱۵ د هیواد تر نیولو وروسته، بشري وضعیت په چټکۍ سره خراب شو. جګړې، سیاسي او ټولنیزو ناخوالو او اقتصادي رکود، د میلیونونو خلکو د ژوند شرایط لاپسې خراب کړل. د ۲۰۲۱ د کال په پای کې، او د۲۰۲۲ د بشردوستانه اړتیاوو له ارزونې وروسته معلومه شوه چې ۲۴.۴ میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې په یوه کال کې ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان د ۲۰۲۱ د بشردوستانه غبرګون پلان د ۱.۳ ملیارد ډالرو د لومړني لګښت سره چمتو شو، ترڅو د ۱۵.۷ ملیون خورا زیان منونکو خلکو لومړني اړتیاوې په یوه ننګونکي عملیاتي چاپیریال کې پوره کړي.
د بشردوستانه اړتیاوو د زیاتوالي په ځواب کې، د سپتمبر په میاشت کې د بشري اړتیاوو د ځوابولو لپاره د بودجې ترلاسه کولو لپاره بیړنۍ غوښتنه (Flash Appeal) و شو، د دغې غوښتنې په پایله کې د ۱۷.۷ ملیون خلکو بشري اړتیاوو ته د رسیدنې لپاره د بشري مرستو بودجه ۱.۵ ملیارد ډالرو ته ورسیده.
وسله والې نښتې
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان خلکو د جګړو له امله ډېر زیانونه ګاللي دي. د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې ملکي تلفات بې ساري کچې ته رسېدلي، په تېره بیا د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې راهیسې کله چی نړیوالو ځواکونو په وتلو پیل وکړ، جګړې زور واخیست او له دی امله د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات شو.
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوژل شويو او او ټپیان شویو ښځو او ماشومانو شمیر، د ۲۰۲۰ پرتله نږدې دوه برابره او له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بل هر کال پرتله ډېر دی.
چاودیدونکي مهمات
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته د افغانستان په ډېرو سیمو کې په وسله والو نښتو کې د پام وړ کموالی راغلی، لامل یې دځمکنیو جګړو او هوايي بریدونو کمښت دی چی له امله یی د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم کموالی راغلی ده، خو د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو (IEDs) او له جګړې پاتې چاودیدونکي توکو (ERW) له امله اوس هم د تلفاتو کچه لوړ پاتې ده. افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په نړۍ کې د چاودیدونکو توکو د ککړتیا کچه په کې تر ټولو لوړه ده چې د اګست له ۱۵ څخه د ډسمبر تر ۳۱ نیټې پورې د ۳۵۰ ملکیانو د وژل کیدو په ګډون له ۱۰۵۰ څخه زیات تلفات لري.
بشري حقونه او ساتنه
د ښځو د سولې او امنیت د نړیوال شاخص (WPS-Index) له مخې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې، افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی. د تېر کال د اګست په میاشت کې د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو او پر هېواد د طالبانو له بشپړ کنټرول وروسته نجونې او ښځې سمدستي له خپلو حقونو بې برخې شوې، چې له امله یی زده کړو، عدالت، کارموندنې، خدماتو اوفرصتونو ته لاسرسی محدود او د تلو راتلو او خوځښتونو ازادۍ له شاتګ سره مخامخ شوې.
سخته او اوږد مهاله وچکالۍ
په رسمي ډول د ۲۰۲۱ په جون میاشت کې په ټول هیواد کې وچکالي اعلان شوه، چې په دریو لسیزو کې تر ټولو حطرناکه وچکالي وه. شاوخوا ۸۰ سلنه هیواد له شدیدې وچکالۍ سره مخامخ و. دبارانونو استثنايي کموالي او د حاصلاتو کمښت، د خوړو، روغتیا او عوایدو ناورینونه لا پسې زیات کړل.
اقتصادي بحرانونه او معیشت
سخت اقتصادي رکود چې د مرستو او شتمنیو د بندیدو او مالي ستونزو په پایله کې رامنځ ته شو، افغانستان یې له بېوزلۍ سره سره د معیشت له یوه نوي شدید بحران سره مخامخ کړ. په ملیونونو له وړاندې زیانمنو شویو افغانانو چې د عوایدو او دسپما شوې شتمنې کمښت یې تجربه کړی، اړ شوي چې له خطر څخه د بچ کیدو او د ژوندي پاتې کیدو ستراتیژیو ته مخه کړي. دې مسلې د قاچاق، د ماشومانو دپلور، وختي یا جبري ودونو، او د وسله والو ډلو لخوا د ماشومانو استخدامولو او د ماشومانو دکار په ګډون د ښځو او ماشومانو د استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندیښنې راپورته کړيدي.
د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکۍ
په نړیواله کچه د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ دخطرناک ناورین په درشل کې، افغانستان ۲۰۲۱ کال په داسې حال کې پیل کړ چې ۱۶.۹ میلیونه وګړي یې د خوړو د نه خوندیتوب له بحران سره مخامخ وو. له هرو دوو څه یو له پنځو کلونو کم عمر ماشوم، او له هرو څلورو امیندوارو او شیدې ورکونکو میرمنو څخه یوه یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ ده. وچکالي او اقتصادي ستونزې هم د دی باعث شوي چی دا شمېر په ۲۰۲۱ کال زیاته شي.
د روغتیایي بحران زیاتوالی
ګن شمیر عوامل ددې لامل شوی چې ډیری افغانان له بشپړې روغتیا څخه بې برخې وي. د مړینې لوړه سلنه (43٪)، دساري ناروغیو، تر وخت دمخه زیږون، امیندوارۍ او ناسمې تغذ یې له امله رامنځته کیږي. ښځې او ماشومان روغتیايي پاملرنې ته لږ لاس رسی لري چې دا کار د میندو او ماشومانو د مړینې لامل کیږي.
په هېواد کې د ګوزڼ څلور پېښې په ۲۰۲۱ کال کې ثبت شوې دي. ممکنه ده چی د کور په کور واکسین کمپاین په برخه کې د شته ننګونو له امله دغه ستونزه په ۲۰۲۲ کې لانوره هم زیاته شي. افغانان د مزمن شدید نس ناستي (AWD) او د شري او ډینګي تبې سره مبارزه کوي. په همدې ډول په ۲۰۱۸ کال کې په ټول هېواد کې ترسره شوې سروې ښيي چې په افغانستان کې نږدې ۵۰ سلنه خلک د تاوتریخوالي او نورو عواملو له امله خپګان او اض