په افغانستان کې بشري حقونه: د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې – د۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو برخې دا راپور د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې – د۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې) پورې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په ۱۰ میاشتنۍ موده کې د بشري حقونو وضعیتته کتنهکوي. دغه راپور محتویات د بشري حقونو پر لومړیتوبونو دی چې په تیرو لسو میاشتو کې د یوناما د HRS څانګې لخوا مشخص شوي، منعکس کوي. او د یوناما له ماموریت سره، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د ۲۰۲۲ د مارچ په۱۷ تمدید شوی، مطابقت لري.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ راهیسې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې له پام وړ کمښت سره سره، یوناما لا هم د هدفي بریدونو له امله ملکي تلفات ثبت کړي، چې د ډیرو مسوولیت داعش ډلې اخیستی چې ځان"په عراق او سوریه کې اسلامي دولت - خراسان څانګه " بولي. (تر دې وروسته په دې راپور کې د داعش ډلې ته ISIL-KP ویل کیږي)
د افغانانو بشري حقونه – د اګست له ۱۵مې راهیسې اقتصادي، مالي او بشري کړکېچونو د ژوند لومړنیو اړتیا او معیارونو ته د افغانانو لاسرسۍ اغېزمن کړی چې له کبله یې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې واکمنو چارواکو په ښکاره د بشري حقونو د خونديتوب او ساتنې په موخه ځينې اقدامات کړي دي. د بیلګې په توګه: د پخوانیو دولتي چارواکو او د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو (ANDSF) د غړو لپاره عمومي بخښنه، د ښځو د حقونو په اړه د دسمبر ددریمې فرمان، د زندانونو د سیسټم د سمون په اړه اخلاقي معیارونه او د واکمنو چارواکو د امنیتي مسوولینو لخوا د زور کارولو لارښود، ټول هغه اقدامات دي چې د واکمنو چارواکو لخوا پورته شوي دي. د یوناما د بشري حقونو د څانګې څارنې د واکمنو چارواکو هغه سرغړونې په ګوته کړي چې په لویه کچه بشري حقونو ته پام کول اغیزمنوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمایي راهیسې، د یوناما د بشري حقونو څانګې د واکمنو چارواکو لخوا صحرايي (په خپل سر) وژنو، خپل سري نیولو، شکنجې او ناوړه چلند تورونه مستند کړي دي. د بحثونو د خاموشه کولو، د مخالفو نظرونو دمخنیوي او د اساسي حقونو او ازادیو د محدودولو په برخه کې د واکمنو چارواکو اقداماتو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ګډوډ کړی دی. په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د بشري حقونو له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي، چې له امله یې په ورځني او عامه ژوند کې له ډېرو شیانو بې برخې شوې دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د قضیو ثبتول، د واکمنو چارواکو لخوا د راپور ورکولو او قضایي میکانیزمونو، لکه د افغانستان د بشري حقونو دخپلواک کمیسیون او د دې لپاره ځانګړو شوي ارګانونو په له مینځه وړلو سره چی د دې قضیو دمخنیوي او ځواب ویلو لپاره یې کارکاوو، ستونزمن کړي دي. دې کار د قربانیانو د مرستې غوښتلو او د بشري حقونو د سرغړونو او تاوتریخوالي د راپور ورکول په برخه کی، نه لیوالتیا زیاته کړې ده.
د یوناما د بشري حقونو څانګې تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د باور وړ او کره راپورونه راټول کړي. په ورته وخت کې، دا څانګه له واکمنو چارواکو سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي او د تاوتریخوالی د ورکړل شویو رپوټونو دفاع کوي او د بشري حقونو د معیارونو په اړه پوهاوی زیاتوي.
افغانستان د یوه هیواد په توګه د بشري حقونو د یو شمیر نړیوالو تړونونو غړیتوب لري. دا راپور سپارښتنې وړاندې کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په دې تړونونو کې دموجودو مکلفیتونو - او هغه مکلفیتونه چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې واکمن چارواکي د افغانستان د خلکو پر وړاندې لري - درناوی کیږي.