د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ستراتیژیک چوکاټ ګډ کاري پلان بودیجي لڼډیر
د ۲۰۲۳ کال د جولای په لومړۍ نېټه، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ستراتیژیک چوکاټ UNSFA) ( پیل کړ، چې د افغان ولس په ملاتړ د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي. یاد ستراتیژیک چوکاټ UNSFA) ( چی د ۲۰۲۳نه تر۲۰۲۵ کلونو لپاره په افغانستان کې د بنسټیزو بشري اړتیاوو د حل کولو لپاره د ملګرو ملتونو کړنلاره بیانوي . د هغو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکوي چې ډیرو زیان منونکو، ښځو او نجونو، ماشومانو او ځوانانو، داخلي بې ځایه شوي، راستنیدونکو، کډوالو، قومی او مذهبی اقلیتونه شامل دي.
یاد ستراتیژیک چوکاټ UNSFA د ګډ کاري پلان له لارې (JWP) پلي شوي یو سند دی چې د یادی مودي لپاره د ملګرو ملتونو ټولې ادارې، تمویل او پروګرام (AFP) مداخلې، د دوی د تمویل معلومات، جغرافیایي پوښښ اوداسی نور شامل دي.
چی موخي یی په دریو بشپړونکو او دوه اړخیزه توګه په دریو ګډ لومړیتوبونو باندې تمرکز کولو له لارې ترلاسه کوي. UNSFA
۱ پایله :په کلیدي سکتورونو لکه روغتیا، تغذیه، ښوونه او روزنه، کارموندنه، اوبه، نظافت، حفظ الصحه، ټولنیز خوندیتوب، او خوندیتوب کې چې ټولو ته د لاسرسي وړ، ارزانه، او د هر ډول تبعیض څخه وړیا وړاندې کیدی شي، پایداره اړین خدمتونه.
۲ پایله : د یو مناسب چاپیریال رامنځته کولو له لارې اقتصادي فرصتونه او پیاوړي معیشتونه چې د مېرمنو په څېر محرومو ډلو لپاره اقتصادي ودې او د مناسب کاري فرصتونو برابرولو ته لاره هواروي.
۳ پایله : ټولنیز انسجام، شمولیت،جنسیتي مساوات، بشري حقونه، او د قانون حاکمیت - په افغانستان کې د پایدارې پرمختیا او سولې لپاره د شرطونو په توګه - د نړیوالو بشري حقونو د ابزارونو په درلودلو سره د افغانستان د معیاري او قانوني چوکاټونو سره د سمون لپاره د مدني ټولنې ښکیلتیا او عدالت غوښتنې پیاوړي کول.