خبرنامه

ملګري ملتونه او شریکان یې په افغانستان او سیمه کې د ۲۸ میلیونه سختو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره پلانونه پیلوي

11 January 2022

(جینوا، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۱۱): ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه به نن د ګډ غبرګون پلانونه پیل کړي چې هدف یې په افغانستان کې ۲۲ میلونه خلکو ته حیاتي بشري مرستې رسول او په پنځو ګاونډیو هیوادونو کې د ۵.۷ میلونه بېځایه شویو افغانانو او ځایی ټولنو سره مرسته کول دي.

د بشردوستانه او د کډوالو د غبرګون پلانونه په ۲۰۲۲ کال کې د ۵ میلیارد ډالرو څخه ډیر نړیوال تمویل ته اړتیا لري.

د افغانستان خلک د نړۍ تر ټولو په چټکه توګه د ډیریدونکي بشري ناورین سره مخ دي. نیمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دي، له ۹ میلیونو څخه زیات خلک بې کوره شوي، میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر برید لاندې دي، بزګران او مالداران د لسیزو تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي او اقتصاد له آزاد سقوط سره مخ دی. له مرستې پرته، په لسګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخ دي ځکه چې لومړني روغتیایی خدمتونه له مینځه تللي دي.

شخړه کمه شوې، خو تاوتریخوالی، ویره او محرومیت دوام لري چې افغانان یې د پولو په اوږدو کې په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې خوندېتوب او پناه غوښتنې ته اړ کړي. له ۲.۲ میلیونو څخه زیات راجستر شوي کډوال او ۴ میلیونه نور افغانان له بیلابیلو شرایطو سره په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي. دې کار د هغو ټولنو ظرفیت پراخ کړی چې دوی یې کوربه توب کوي، او هغوي هم ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشردوستانه چارو او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، مارتین ګریفیتس وویل: «په تیر کال کې په افغانستان کې پیښې په چټکۍ سره را منځ  ته شوي او د افغانانو لپاره یې درنې پایلې لرلي دي.  نړۍ حیرانه ده او د غبرګون لپاره د سمې لارې په لټه کې ده. په همدې حال کې، یو بشپړ بشري ناورین په رامنځته کیدو دی.

"زما پیغام بیړنی دی: د افغانستان د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ. بشردوستانه ملګري په سیمه کې دي، او دوی د ننګونو سره سره، خپل خدمات وړاندې کوي. له موږ سره مرسته وکړئ تر څو د هغه بشري پلانونو په ملاتړ چې موږ یې نن پیل کوو د پراخې لوږې، ناروغۍ، خوارځواکۍ او په نهایت کې د مړینې مخه ونیسو.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وویل: "نړېواله ټولنه باید په افغانستان کې د یوه ناورین د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړي چې کولی یې شي دا به نه یوازې د کړاوونو لامل شي بلکې په هېواد د ننه او ټوله سیمه کې به د لا زیاتو بې ځایه کیدو لامل شي. په ورته وخت کې، موږ باید د کډوالو او هغو ټولنو د ملاتړ، چې نسلونه یې کوربه توب کړی، په بیړني ډول د غبرګون کچه لوړه کړو. د مهاجرینو اړتیاوې له پامه نه شي غورځول کیدای، او نه هم د کوربه هیوادونو سخاوت یو حتمي امر ګنلې شو. دوی ملاتړ ته اړتیا لري او نن ورته اړتیا لري.

د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان ۴.۴۴ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې تر ټولو لویه بشري غوښتنه ده. که تمویل شي، مرستندویه سازمانونه کولی شي د ژوند ژغورونکي خوراکي توکو او کرنې ملاتړ، روغتیایی خدماتو، د خوارځواکۍ درملنې، بیړنۍ سرپناه، اوبو، روغتیا، محافظت او بیړني تعلیم په برخه کې مرستې تر سره کړي.

د افغانستان د وضعیت د کډوالو غبرګون سیمه ییز پلان د ۴۰ موسسو لپاره چې د ساتنې، روغتیا او تغذیې، د خوړو خوندېتوب، سرپناه او غیر خوراکي توکو، اوبو او روغتیا ساتنې، معیشت او انعطاف، تعلیم، او لوژستیک او مخابراتو په برخو کې کار کوي ۶۲۳ میلیونه ډالرو تمویل ته اړتیا لري.

ښاغلی ګریفیتس او ښاغلی ګرانډي به د نن ورځې پیل په یوه مجازی غونډه د سهار په ۱۱:۳۰ بجو کې پیل کړي.

دغه برنامه به UN Web TV. ‌ له لاري خپره شي.

د رسنیو سرچینې

  • ۲۰۲۲ کال د افغانستان بشردوستانه اړتیاوې او د غبرګون پلان (HRP)
  • د افغانستان د وضعیت د کډوالو غبرګون سیمه ییز پلان (RRP)
  • د خپرونکو لپاره د خبرونو تدوین د جنوري په ۱۱ د سهار له ۶ بجو CET څخه په یوان ای فیډ (UNifeed) کې شتون لري.
  • د (OCHA)عکسونه
  • عکسونه له سیمې څخه (UNHCR)

د رسنیو اړیکې

(OCHA) :د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر

په جینوا کې: جینس لایرکی، موبایل:۴۱۷۹۴۷۲۹۷۵۰ + laerke@un.org

په نیویارک / لندن کې: زو پاکسټون، موبایل:۱۹۱۷۲۹۷۱۵۴۲ + zoe.paxton@un.org

په کابل کې: پیری پیرون، موبایل:۷۹۶۰۰۰۱۵۵ ۹۳ + peronp@un.org

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري :(UNHCR)

بنکاک، Kasita Rochanakorn ، rochanak@unhcr.org ، +66 64 932 0803

اسلام آباد، قیصر خان افریدی، afridiq@unhcr.org ، +92 300 501 8696

تهران، دنیا اسلم خان، khand@unhcr.org

نیویارک، کاترین ماهونی، mahoney@unhcr.org ،  +1 347 443 7646

جینیوا، بابر بلوچ، baloch@unhcr.org، +41 79 513

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د بشری مرستو د همغږۍ دفتر
د بشری مرستو د همغږۍ دفتر

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو