دافغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مطبوعاتي وینا
11 October 2021
په جینیوا کې له بشردوستانه کنفرانس څخه ټیک څلور اونۍ وروسته، په افغانستان کې بشري ناورین د پراخیدو په حال کې دی – او ملګري ملتونه افغانانو ته د مرستو وړاندې کولو په حال کې دی.
دغه ناورین د هیواد پرنیمايي نفوس – ۱۸ میلیونه خلک اغیزمن کړیدي.
له مالي نیمګړتیاوو، لوژستیکي ننګونو، او له مخ پر ډیریدونکي پیچلي جیو- پولیتیک وضعیت سره سره، موږ په هیواد کې پراخ بشري عملیات پرمخ وړو.
یوازې په سپټامبر میاشت کې،
• څه باندې ۳ اشاریه ۸ میلیونه خلکو خوراکي مرستې ترلاسه کړې؛
• د ۲۱ زره ماشومانو او ۱۰ زره ښځو د شدیدې خوراځواکۍ درملنه شوې؛
• ۳۲ زره کسانو غیر خوراکي مواد ترلاسه کړي چې کمپلې او د ژمي لپاره ګرم کالي پکې شامل دي؛
• ۱۰ زره ماشومانو ته د ټولنې پر بنسټ د زده کړو فعالیتونو تر سره شوي دي؛
• ۴۵۰ زره کسانو ته لومړنی او منځنۍ کچه روغتیايي خدمات رسیدلي دي؛
• له ۱۶۰ زره بزګرانو او مالدارانو سره د ژوند او معیشت په برخه کې مرسته شوې؛
• ۱۲ زره خلکو بیړنۍ رواني- ټولنیز او رواني روغتیايي ملاتړ ترلاسه کړی؛
• ۱۸۶ زره وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه برابرې شویدي؛
• او ۱۵۰ زره کسانو ته د حفظ الصحې د ښه والي په موخه د حفظ الصحې کیټونه ترلاسه کړي دي.
یوازې تیره اونۍ،
• د خوړو نړیوالې ادارې ډبلیو اف پي په یوه ورځ کې هممهاله په کابل، هرات، مزار او کندهار کې د خوراکي توکو ویش ترسره کړ؛
• د روغتیا نړیوال سازمان ۱۰ زره کسانو ته دشدید اسهال د درملنۍ په موخه روغتیایی تجهیزات ورسول-او د کویډ۱۹ دوه نوي لابراتوارونه یې پرانستل؛
• په لیرې پرتو سیمو کې د UNFPA لخوا له له ۱۷۰ څخه ډیر د"کورنۍ روغتیا کورونه" جوړ شوي چې د کال تر پایه به طبي تجهیزات او خدمات چمتو کوي. دغه تاسیسات، په اوسط ډول، هر کال دشاوخوا ۱۱ زره خوندي زیږون وړتیا لري؛
• یو ان اف پي اې د کندهار او د کندوز په سیمه ییزو روغتونونو کې د ۳۱۰۰میرمنو لپاره د بیړني زیږون روغتیا کیټونه ورسول؛
• یونیسف، د کډوالو عالي کمیشنرۍ او همکارو موسسو د اونۍ په لړ کې له ۳۶ زرو څخه ډیرو بې ځایه شويو او زیان منونکي افغانانو ته په ښه ډول نغدې او د مرستواصلي توکي ور رسولې؛
• د FAO او همکارو موسسو له ۸۷۰ میټریک ټنو څخه ډیر د څارویو خواړه ویشلي دي.
دا یوازې د یوې اونۍ کار دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې او بشردوستانه نادولتي موسسې بحران ځپلو خلکو ته د ژوند ژغورنې دمرستو په رسولو کې له وخت سره په سیالۍ او له ژمي وړاندې دتجهیزاتو په چمتو کولو بوخت دي.
هغوی نه تسلیمیږي.
هغوی د طالبانو په همکارۍ ګام پورته کوي چې په تدریجي ډول غوښتل شويو سیمو ته یې لاسرسی اسانه کړی او د اړتیا پرمهال امنیت چمتو کړی. د بشردوستانه عملیاتو پرمهال د پیښو شمیر په دوامداره توګه کم شوی.
بشري مرستې ژوند ژغوري. خو که د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي، دا به ستونزه حل نکړي.
موږ باید دا ډاډ هم ترلاسه کړو چې موږ د هیواد د اقتصادي د پاشل کیدو د مخنیوي لپاره هرڅه کوو.
ان وړاندې تردې چې په اګست میاشت کې طالبان واک ترلاسه کړي، د افغانستان نازک اقتصاد - چې په تیرو شلو کلونو کې د بهرنیو مرستو پرمټ ساتل شوی و - د وچکالۍ او کویډ۱۹ وبا له کبله اغیزمن وو.
همدا مهال، د شتمنیو دکنګل کیدو او د پراختیایی مرستو د ځنډیدو له کبله، اقتصاد ماتیدونکی دی. بانکونه تړل کیږي او لازم خدمات، لکه روغتیا يي پاملرنه ، په ډیرو ځایونو کې ځنډول شوې.
موږ اړیو چې داسې لارې چارې ولټوو ترڅو یوځل بیا اقتصاد نفس واخلي.
دا چاره له نړیوالو قوانینو له سرغړونې یا داصولو په خطر کې اچولو پرته ترسره کیدی شي.
موږ باید د داسې شرایطو درامینځته کیدو لارې ولټوو چې افغان متخصصینو او ملکي کارکونکو ته اجازه ورکول شي چې د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره کار ته دوام ورکړي.
زه له نړۍ څخه غواړم چې د اقتصاد ماتیدو دمخنیوي لپاره لاس په کار او د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې ور تزریق کړي.
روښانه ده چې، له کندې څخه د وتلو د لارې موندلو اصلي مسؤلیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې اوس په افغانستان کې واکمن دي.
پر افغانستان له واکمنیدو راهیسې، طالبانو په بیلابیلو وختونو کې - له افغانانو - ښځو ، ماشومانو ، لږکیو ، پخوانیو دولتي کارکونکو - سره ژمنه کړې چې د دوی د حقونو ساتنه به کوي.
د دې ژمنو مرکزي ټکی، کارته د میرمنو تګ، ګرځیدل او له خپلو لومړنيو حقونو څخه خوند اخیستل - او د انجونو لپاره د هلکانو په څیر په هره کچه زده کړو ته اغیزمن لاسرسی وو.
جنسیتي برابري مساوات تل زما لپاره مطلق لومړیتوب وو.
له افغانستان څخه زما د لیدنې پرمهال، زه د افغان میرمنو او انجونو له زړورتیا، لیوالتیا اوعزم څخه په ژوره توګه اغیزمن شوم.
زه په ځانګړي ډول د طالبانو لخوا له افغان میرمنو او نجونو سره د شویوژمنو د ماتیدو په اړه اندیښمن یم.
د ژمنو ماتیدل د افغانستان د ښځو او نجونو د خوبونو په سیند لاهوکیدل دي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې، درې ملیونه نجونې په ښوونځیو کې داخلې شوي او د ښوونځيو د لوست دوره په منځنۍ کچه له شپږو څخه ۱۰ کلونو ته لوړه شوې.
ښځې او نجونې باید د پاملرنې منځپانګه وي.
د دوی د زده کړې وړتیا، کار کول، خپله شتمني لرل، او له خپلو حقونو او وقار سره ژوند کول د پرمختګ تعریف دی.
د افغانستان اتیا سلنه اقتصاد غیر رسمي دی، او د ښځو ونډه پکې ښکاره ده.
له دوی پرته، د افغانستان داقتصاد او ټولنې د رغیدو هیڅ لاره شتون نلري.
زه له طالبانو په کلکه غوښتنه کوم چې له ښځو او نجونو سره خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قانون له مخې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.
زموږ له اړخه، ملګري ملتونه په دوامداره توګه زموږ د کارکونکو د خوندیتوب او امنیت، د بشردوستانه مرستو اود ښځینه کارکونکو په ګډون ټولو ته له خنډ پرته لاس رسي په مسلو کې له طالبانو سره ښکیله ده، او په مشخص ډول یې تمرکز د ښځو او نجونو پر حقونو دی.
دا د جوړیدو یا ماتیدو شیبه ده.
که موږ ګام پورته نکړو او له افغانانو سره ددغه طوفان په مخنیوي کې مرسته ونکړو، او دا کار ژر ترسره نکړو، نه یوازې دوی بلکې ټوله نړۍ به یې درنه بیه پرې کړي.
له خوړو پرته، له دندې پرته، او د دوی د حقونو له خوندي کیدو پرته به موږ ددې شاهدان وو چې ډیر افغانان به د ښه ژوند په لټه خپل کورونه پریږدي.
د ناقانونه مخدره توکو جریان، جنایي او تروریستي شبکې به هم احتمال ډیرې شي.
دا به نه یوازې په خپله پرافغانستان، بلکې پرسیمه او ټوله نړۍ به ناوړه اغیزه وکړي. موږ ټول باید خپله برخه ترسره کړو.
مننه.