خبرنامه

ملګري ملتونه د افغانستان په هرات کې د تیر کال له زلزلې وروسته د بیا رغونې لپاره ۴۰۲.۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

21 February 2024

د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام – له نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د آسیا پراختیايي بانک په هرات ولایت کې له ناورین وروسته د اړتیاوو د ارزونې موندنې خپرې کړې.

کابل، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۱مه: ملګرو ملتونو – نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د اسیا پراختیايي بانک په ګډه سره د افغانستان د هرات ولایت لپاره چې د زلزلې له امله په اکتوبر ۲۰۲۳کې زیانمن شوی، له طبیعي پېښو وروسته د اړتیاوو د ارزونې (PDNA) هر اړخیز راپور خپور کړ. دا راپور د ناورین کچه په ګوته کوي: تر ۲۱۷ میلیون ډالرو پورې مستقیم فزیکي زیان او د ۷۸.۹ میلیون ډالرو نور زیان. دا ارزونه په ولایت کې د اساسي بنسټونو د بیارغونې لپاره د ۴۰۲.۹ میلیون ډالرو بیړنۍ اړتیا غوښتنه کوي.

کور جوړونه، تر ټولو ډېر ځپل شوی سکټور، چې د بیا رغونې 41 سلنه جوړوی (۱۶۴.۴ ملیون ډالر). دې زلزلې ۴۹۵۷۸ کورونه زیانمن کړي چې له دې جملې څخه ۱۳۵۱۶ په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. ښوونه او روزنه دوهم ډیر اغیزمن شوی سکتور دی او دا مهال ۱۸۰.۰۰۰ زده کونکي او ۴.۳۹۰ ښوونکي له ستونزو سره مخ دي. د کرنې سکتور، چې په اغیزمنو سیمو کې د ډیری دندې او عاید منبع ده، د پام وړ ناکامۍ سره مخ شوي.

د اکتوبر په اوومه، یولسمه او پنځلسمه د زلزلو لړۍ کې له ۱.۵۰۰ څخه ډیر مړه او له ۲.۶۰۰څخه ډیر ټپیان شول. دا ارزونه، د UNDP په تخنیکي مشرۍ، په هرات کې د زلزلې د ویجاړونکو اغیزو هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي. په ارزونه کې نهه ولسوالۍ شاملې دي چې شاوخوا ۲.۲ میلیونه نفوس لري. دا په ګوته کوي چې له ۲۷۵.۰۰۰ څخه ډیر خلک اغیزمن شوي. په دوی کې ۱۷۳۵۸ حامله میرمنې، ۱۷۱۴۶ ماشومان، ۳۹۷۶ سخت معیوبیت لرونکي، ۳۲۰۷ د لوړو عمر لرونکی کورنی، د ۶،۸۰۶ کورنیو چې مشري ښځې کوي، ۳۱۷۶ تنه په مزمنو ناروغیو اخته او ۱۴۷۰۰۰ د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي. د هرات، انجیل او زنده جان ولسوالۍ تر ټولو سخت ځپل شوي، چې لرۍ پرتې سیمې او زیان منونکې ټولنې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

د زیانونو، او بیارغونې اړتیاو ارزولو سربیره، دا ارزونه د پراخو لویو اقتصادي او بشري اغیزو ارزونه هم ترسره کوي او د هراړخیز بیارغونې چوکاټ لپاره اصول وړاندیز کوي. دا د دوامداره پراخې بې وزلۍ، ورو اقتصادي بیا رغونې، د کار کمښت، د بانکدارۍ سکټور بې ثباتي، په رواني روغتیا او هوساینې ناوړه اغیزې، او د اقلیم زیانمنتیا په اړه خبرداری ورکوي چې د افغانستان روانې اقتصادي ننګونې لاپسې زیاتوي.

د هرات زلزلې زیان منونکې ټولنې چې په یو وخت کې د څو ټکانونو سره د مقابلې لپاره محدود مقاومت درلود اغیزمنې کړې. دا ولایت په افغانستان کې یو له هغو سیمو څخه دی چې د داخلي بې ځایه شویو (IDPs) ترټولو لوړه شمېره لري. د جګړو او وچکالۍ له امله بې ځایه کیدنه، خدماتو، ځمکې او سرپناه ته لاسرسۍ ډېر اغیزمن کړی او د غیر صحي لارو چارو خپلولو لامل شوي. دې ناورین د خدماتو ناکافي کچه چې د زلزلې له وړاندی شتون درلود، نوره هم زیاته کړې.

زلزلې د جنسیت پر بنسټ ننګونې لاپسې زیاتې کړې، چې د ښځو  په مشرۍ سوداګری یې سخته زیانمنه کړي - نږدې ۶۰-۷۰٪ زیانمن شوي او یوازې ۱۰٪ یې بیا کار پیل کړی. دې کار د هغو ښځو او نجونو وضعیت نور هم اغیزمن کړی چې اوس مهال د سختو محدودیتونو سره مخ دي، دوی د ورځني او عامه ژوند له ډیرو برخو څخه محروم او کار او تعلیم ته لاسرسی نه لري.

دا راپور په هرات کې د ناورین په وړاندې د چمتووالي او غبرګون په برخه کې د پام وړ نیمګړتیاوې په ګوته کوي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې چې د زلزلې په وړاندې د نه مقاومت لرونکي کورونو لرل. په ښځو باندې غیر متناسب اغیزه (د ښځو د مړینې کچه ۵۸٪) د جنسیت پر بنسټ ځواب ویونکي نوښتونو او د نفوس د بیلابیلو برخو لپاره د مناسب ملاتړ اړتیا په ګوته کوي.

 

مخ پر وړاندې لاره

PDNA د سمدستي بشري مرستو څخه اوږدمهاله بیارغونې ته د لیږد په جدي اړتیا ټینګار کوي. د بیا رغونې ستراتیژی باید د ټولنې مقاومت رامنځته کولو، د خدماتو بیا رغونه، د زلزلې څخه خوندي کورونو جوړول، د معیشت برابرول، ټولنیز خوندیتوب، او لومړنیو خدماتو ته لاسرسی په ځانګړې توګه د ډیرو اغیزمنو کورنیو لپاره لومړیتوب ورکړي. PDNA د ښه بیرته جوړولو د اصولو ملاتړ کوي، د ښځو په ځواکمنتیا، د ناورین د خطرونو کمول او د اقلیم د بدلون په مقاومت باندی ټینګار کوي.

"د ملګرو ملتونو او شریکانو په توګه، موږ په دې سختو وختونو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو. د PDNA  موندنې د هرات په سیمه کې د زلزلې ژورې اغیزې په ګوته کوي. موږ ژمن یو چې نه یوازې سمدستي اړتیاوو ته ځواب ووایو بلکې د زلزلې له امله د اغیزمنو شویو خلکو لپاره د دوامداره او بنسټیزی بیا رغونې ډاډ ترلاسه کړو. دا تراژیدي یو فرصت وړاندې کوي چې پیاوړې، ټول شموله، او غښتلی ټولنی بیا جوړي کړو. PDNA د بیارغونې لپاره یوه طرحه وړاندې کوي چې موخه یې په افغانستان کې د ډیرو اغیزمنو شویو خلکو لپاره د ښه راتلونکي جوړول دي". اندریکا راټواټ، د عمومي منشي، د استوګنې او بشردوستانه همغږي کوونکي د ځانګړې استازې مرستیال.

دا د ۲۰۲۱ د اګست څخه وروسته د څو ادارو ګډ لومړنی ارزونه د ناورین ځپلو ټولنو اړتیاو ته د رسیدو او د دوی د بیارغونې ملاتړ لپاره نړیوال هوډ څرګندوي. دا ارزونه په اکتوبر ۲۰۲۳ کې پیل شوې - د ساحې معلومات، په عامه توګه موجود معلوماتو او د ریموټ تحليل په اساس جوړ شوی.

د PDNA شریکان هیله لري چې دا ارزونه به د ناورین اړوند اړتیاو په اړه کلیدي فعالینو ته خبر ورکولو کې مرسته وکړي او د ملي او نړیوالو غبرګون هڅو ته وده ورکړي چې په وخت سره د بیا رغونې لپاره ملاتړ جلب کړي. د اسیا پراختیايي بانک، اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه او نړیوال بانک د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دي او د ډېرو زیانمنو شویو، په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره د غښتلی بیا رغونې ډاډ ورکوي.

 د تخنیکي پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د لوئس فرانسسکو تایس سانتا کروز سره اړیکه ونیسئ: luis.francisco.thais@undp.org

د مخابراتو او رسنیو پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د مونسه رشید سره اړیکه ونیسئ: munisa.rashid@undp.org

 

د راپور لینک په انګلیسي ژبه: Post-Disaster Needs Assessment (PDNA)

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

د کرنی او خوراکی توکو اداری
د کرنی او خوراکی توکو اداری
د کار نړیوال سازمان
د کار نړیوال سازمان
د ملګرو ملتونو د ښځو برخه
د ملګرو ملتونو د ښځو برخه
د ملګرو ملتونو د استوګنځی پروګرام
د ملګرو ملتونو د استوګنځی پروګرام
یوناما
د ملګرو ملتونو مرستیال هیأت
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام
یونسکو
د ملګرو ملتونو د زده کړی، علمی او فرهنګی سیمه ایز دفتر
د ملګرو ملتونو د جمیعت صندوق
د ملګرو ملتونو د جمیعت صندوق
یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق
د ملګرو ملتونو د ماینونو لیری کولو ادا
د ملګرو ملتونو د ماینونو لیری کولو اداره
د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر
د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر
د خوراک نړیوال پروګرام
د خوراک نړیوال پروګرام
د روغتیا نړیواله اداره
د روغتیا نړیواله اداره

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو