خبرنامه

ملګرو ملتونو د افغان ولس د ملاتړ لپاره نوی ستراتیژیک چوکاټ پیل کړ

03 July 2023

کابل، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۳ مه

Press contact: spokesperson-UNAMA@un.org

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان نن د ۲۰۲۳-۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان لپاره خپل ستراتیژیک چوکاټ، وړاندې کړ، چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي. د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د حل لپاره د ملګرو ملتونو کړنلاره بیانوي او دخورا زيانمنونکو کسانو لکه ښځې او نجونې، ماشومان او ځوانان، داخلي بې ځایه شوي، راستنیدونکي، کډوال، قومي او مذهبي اقلیتونو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا وویل: "زموږ ستراتیژیک چوکاټ د افغانستان خلکو ته د مرستې یو پیاوړی وړاندیز دی چې د دوی اساسي بشري اړتیاوې په ګوته او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو روان بهیر بشپړ کړي."

د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ د غړو هیوادونو، همکارانو او شریکباڼو سره په نږدې مشورې کې ترتيب شوی.

د ملګرو ملتونو هیوادنی ډلې او شریکانو يې درې بشپړونکې او دوه اړخیز پیاوړي کونکي ګډ لومړیتوبونه په ګوته کړي دي چې دا د افغانانو له  اساسي بشري اړتیاو ملاتړ کوي:

  • په کلیدي سکتورونو لکه روغتیا، تغذیه، تعلیم، کارموندنه، اوبه، حفظ الصحه، خوندي او پاک تشنابونه، ټولنیز محافظت اوخوندیتوب هغه دوامداره اړین خدمات دي، چې ټولو ته د لاسرسي وړ، ارزانه، او له هر ډول تبعیض پرته په وړیا ډول وړاندې شي.
  • اقتصادي فرصتونه او د يوداسې چاپيريال له لارې انعطاف مننونکی معيشت رامینځته کول چې اقتصادي وده اومناسب کاري فرصتونه چمتو او اسانه کوي ، په ځانګړي توګه محرومو ډلو لکه میرمنو ته.
  • ټولنیز پیوستون، ټولشمولوالی، جنسیتي برابري، بشري حقونه، او د قانون حاکمیت – په افغانستان کې د دایمي پرمختګ او سولې لپاره د شرطونو په توګه د بشري حقونو دنړیوالو سندونو مطابق د افغانستان د نورمونو او حقوقي چوکاټونو د سمون لپاره د مدني ټولنې ښکیلتیا ملاتړ او پیاوړې کول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږي کونکي ډینیل انډریس وویل: "ملګري ملتونه او همکاران یې په دې پوهیږي چې یوازې بشردوستانه مرستې به د منځمهالې او اوږدې مودې لپاره د افغانانو د لویې کچې او ډیریدونکي بشري کړاوونو د حل لپاره بسنه ونکړي."

د ملګرو ملتونو ستراتیژیک چوکاټ د مخ پر ډیریدونکي محدودونکي چاپیریال ته د ځواب ورکولو په برخه کې د اصولي مرستو پر رسولو ځانګړی تمرکز لري چې ټول افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي.

له ملګرو ملتونو سره د افغان میرمنو پر کار کولو بندیز د واکمنو چارواکو لخوا پر هغو افغان میرمنو او نجونو باندې وار دمخه وضع شوي محدودیتونه لا ډیروي چې له غیر دولتي موسسو او ډيپلوماټیکو ادارو سره کارکوي، په منځنیو ښوونځيو اود لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو له زده کړو مخنیوی شوی اوعامه پارکونو، جيمونو او حمامونو ته د نجونو او ښځو پر تلو بنديز لګول شوی.

دا او نور احکام د ښځو او نجونو فزیکي خوځښت او په اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدودوي.

ښاغلي انډریس وویل چې " آیا ملګري ملتونه به وکولای شي دا چوکاټ په بشپړ ډول پلي کړي؟ دا چاره د واکمنو چارواکو په کړنو او د بسپنه ورکوونکو په ملاتړ پورې اړه لري.

Link: https://afghanistan.un.org/en/238795-united-nations-strategic-framework-afghanistan

په دغه نوښت کښی د ملګرو ملتونو ښکیلی اداری

ملګری ملتونه
ملګری ملتونه
یوناما
د ملګرو ملتونو مرستیال هیأت

هغه اهداف چی ددی نوښت په واسطه یی ملاتړ کوو