نوی
کیسه
23 August 2026
په افغانستان کې د کورنیو چرګانو ساتنه د کورنۍد تغذیې، حیواناتو روغتیا او معیشتونو تر منځ اړیکې پیاوړي کوي
نور زده کړئ
خبرنامه
06 August 2026
د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۷ کال د غنمو د حاصلاتو د خوندي کولو لپاره د کښت د موسم له پیلېدو مخکې د بېړني ملاتړ غوښتنه کوي
نور زده کړئ
کیسه
16 June 2026
د روغتیا نړیوال سازمان او شریکان یې د بدخشان ولایت په لرې پراته پینګاني کلي کې ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمتون وړاندې کوي
نور زده کړئ
نوی
د دوامداری پراختیا اهداف په افغانستان کښی
تلپاتې پرمختیايي اهداف د فقر د پای ته رسولو، د ځمکې د چاپیریال او اقلیم د ساتلو لپاره د عمل کولو یوه نړیواله غوښتنه او ډاډ ترلاسه کول دي چې خلک هرچیرې کولی شي له سولې او هوساینې څخه خوند واخلي. دا هغه اهداف دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې کار پرې کوي:
خپرونه
15 April 2026
2025 UN Afghanistan Annual Results Report
Throughout 2025, and despite declining global assistance, the United Nations in Afghanistan, with generous support of its donors and partners, continued to deliver essential services and to strengthen pathways toward recovery and resilience.Funding to basic human needs programming under the United Nations Strategic Framework for Afghanistan 2023-2027 increased for the third consecutive year, reachingUSD1.7 billion in 2025."Millions of Afghans were reached with essential services, economic opportunities, and livelihoods support,” said Indrika Ratwatte, Deputy Special Representative of the Secretary General, Resident and Humanitarian Coordinator. “For example, the UN and partners reached more than 34 million individuals: 43% men and 57% women—received healthcare, over 4.6 million children—58% boys and 42% girls—enrolled in public education with UN assistance, and around 45,000 long-term jobs were created, with 45% for men and 55% for women, ensuring decent employment and income generation.” In 2025, reduced levels of humanitarian assistance, large-scale population movements, climate pressures and disasters, as well as operational constraints, continued to put pressure on households, markets and essential services in Afghanistan.Yet, communities across Afghanistan showed remarkable resilience, working with the United Nations, national and international stakeholders, to meet urgent needs while laying the foundations for longer-term self-reliance.Partnerships remained central in 2025. Platforms such as the High-Level Coordination Forum facilitated dialogue amongst international partners and the de facto authorities to support an enabling environment for assistance.The Afghanistan Coordination Group brought together key donor partners including International Financial Institutions, whose sustained financial contributions were critical in ensuring that funding allocations were aligned with agreed strategic aid priorities responding to the needs of ordinary people.Looking ahead, the needs of the Afghan people remain front and center of United Nations action. Continued collaboration and partnership among national stakeholders, regional partners, and the international community will be critical. The United Nations in Afghanistan reaffirms its dedication to working with all partners toward a more inclusive and resilient future for Afghanistan—guided and inspired by the perseverance of its people.
1 of 5
خپرونه
19 May 2026
2026 Response Plan for Afghan Returnees (RPAR) Published
The United Nations and its NGO partners in Afghanistan have released the 2026 Response Plan for Afghan Returnees (RPAR), a strategic framework addressing the ongoing large-scale return of Afghan nationals from Pakistan and Iran.With nearly 2.7 million returnees projected between April and December 2026, the plan outlines a two-track, multi-sectoral response: immediate life-saving assistance at key border crossing points, followed by comprehensive (re-)integration support in 35 high-priority districts across the country. The RPAR prioritizes a "whole-of-community" approach, aiming to build resilience, foster social cohesion, and facilitate durable solutions for both returnees and the displacement-affected communities hosting them. Key sectors include protection, health, education, WASH, livelihoods, and housing. The total funding requirement for the 2026 response is US$ 529.2 million. For further information: (Ms) Izora Mutya Maskun, Deputy Chief of Mission, IOM Afghanistan at imaskun@iom.int for Border Response(Ms) Farhana Stocker, Senior UN Solutions Adviser, Integrated Office of the DSRSG/RC/HC Afghanistan at fstocker@unicef.org for Reintegration Response in Areas of Return
1 of 5
خپرونه
02 March 2026
UNSFA Funding Dashboard, Summary of 2025 and 2026 Funding
UNSFA Funding Dashboard, Summary of 2025 and 2026 FundingAs of 25 February 2026
1 of 5
ویډیوګانی
30 April 2026
RC/HC a.i. visit to Spin Boldak, Kandahar, Afghanistan
In 2025, 2.8M Afghans returned from Iran and Pakistan—pushing border reception services & absorption capacities of host communities to the limit. Thanks to the support of donors, this response became reality. RC/HC a.i. Tajudeen Oyewale highlights the vital role of our donors from Kandahar.
1 of 5
خپرونه
30 October 2025
Briefing Paper on Townships for Returnees
This Briefing Paper provides a critical analysis of land allocation as a durable solutions strategy for returnees and displaced populations in Afghanistan. It examines the historical trajectory of Land Allocation Schemes (LAS) from 2005 to the present, highlighting systemic challenges and lessons learned from previous initiatives under Presidential Decrees 104 (2005-2015) and 305 (2018-2021). In response to a significant influx of returnees, the current De Facto Authorities (DFA) have promulgated Decrees 190 (2023) and 6 (2024) to establish new frameworks for distributing state land to refugee returnees through purpose-built 'Townships'. While these new decrees incorporate some lessons from the past—particularly in establishing land suitability criteria.Download the document from the following link.
1 of 5
کیسه
23 August 2026
په افغانستان کې د کورنیو چرګانو ساتنه د کورنۍد تغذیې، حیواناتو روغتیا او معیشتونو تر منځ اړیکې پیاوړي کوي
د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ اوسېدونکې قربان ګل، چې د خپلې کورنۍ مشري کوي، وايي: «پخوا به خلکو زما سره د غنمو او وريجو مرسته کوله او ژوند مې له ډېرو ستونزو سره مخ وو» هغه زیاتوي «خو اوس زه چرګان لرم، هغوی هګۍ اچوي او زما وضعیت یې ښه کړی دی او خپلو ماشومانو ته هم د لګښت پیسې ورکوم.»قربان ګل هره ورځ د ۱۰ او ۱۵ تر منځ هګۍ راټولوي. د هغې کورنۍ د دغو هګیو یوه برخه مصرفوي، او پاتې نورې یې د کورنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره پلوري.د کورنیو چرګانو ساتنه کولای شي مغذي خوړو ته لاسرسی اسانه کړي او کورنیو ته د عاید یوه منظمه سرچینه هم برابروي. دا چاره په ځانګړي ډول په افغانستان کې ډېره مهمه ده، ځکه اټکل کېږي چې تر پنځو کلونو کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي او زیاتې کورنۍ د متنوع او مغذي خوړو د برابرولو توان نه لري.د خوړو او کرنې سازمان له خوا د کورنیو چرګانو د ساتنې په فعالیتونو کې د چرګانو، د هغوی د خوړو او اړینو تجهیزاتو له برابرولو سره یو ځای، د چرګانو د روزنې، حفظ الصحې او ناروغیو د مخنیوي روزنې شاملې دي. د دې فعالیتونو موخه دا ده چې د خوړو تولید او د خلکو د معیشت سرچینې پیاوړې شي او په ورته وخت کې کورنیو ته هغه پوهه او مهارتونه ورکړل شي چې د سالمو او روغو چرګانو د ساتنې او روزنې لپاره ورته اړتیا لري.خواړه، عاید او زده کړهد ډېرو افغان ښځو لپاره له کوره بهر د عاید ترلاسه کولو فرصتونه محدود دي. د کورنیو چرګانو ساتنه د هغو معیشتونو څخه دی چې لاسرسی ورته اسانه دی او په کور کې مدیریت کېدای شي. تر لاسه شوي هګۍ د کورنۍ د تغذیې د ښه والي لپاره مصرفېږي یا یې له پلور څخه کورنۍ عاید تر لاسه کوي.قربان ګل له دې پروګرام څخه تر لاسه شوې زده کړه نورو خلکو ته هم رسوي.هغې وویل: «خپلوان او د کورنۍ نور غړي ماته راځي او د چرګانو د ناروغیو، له هګیو څخه د چرګوړو د ایستلو طریقې او مناسب وخت په اړه پوښتنې کوي او زه یې ورته تشریح کوم.». هېواد ته له ستنېدو وروسته له سره پیلزیارت ګل دوه کلونه وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی او د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې یې د چرګانو روزنه پیل کړل.هغه وایي: «کله چې له پاکستانه راستون شوم، اندېښنه مې وه چې آیا زما د ماشومانو لپاره به د خوړو څه پیدا شي که نه. اوس د چرګانو هګۍ زما د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي. که له اړتیا څخه زیاتې هګۍ راټولې کړم نو هغه خرڅوم تر څو خواړه واخلم یا د کورنۍ نور لګښتونه پرې برابر کړم.»هغه زیاتوي چې خواړه او عاید د چرګانو په سالمې روزنې پورې اړه لري.زیارت وايي: «زه د هغوی مرغانچه پاکوم او پاکې اوبه او کافي دانه ورته برابرم. که هغوی کافي خواړه او پاکې اوبه ولري، نه ناروغېږي او نه هم له منځه ځي.»مناسبه تغذیه، پاکې اوبه، مناسب استوګنځای او د ناروغیو مخنیوی د حیواني روغتیا، بشري روغتیا او د کورنۍ د چاپېریال ترمنځ هغه اړیکې څرګندوي چې د خوړو او کرنې سازمان د «یوې روغتیا» تګلارې بنسټ جوړوي. دا تګلاره د روغتیايي خطرونو په کمولو کې مرسته کوي، په ځانګړې توګه د ټولنې د ډېر زیان منونکو کسانو لپاره، چې ځوان ماشومان هم پکې شامل دي. د خوړو او کرنې سازمان یوې وروستۍ څېړنه چې د بریتانیا له د «لومړنیو خوړو لپاره اقدارم» تر پروژې لاندې د څلورو ولایتونو په پنځو ولسوالیو کې تر سره شوې، ښودلې چې څنګه خواړه د معیشت، مالدراۍ، ماشومانو پالنه او د «یوې روغتیا» اړوند خطرونه له یو بل سره اړیکه لري او د ماشومانو د تغذیې وضعیت اغېزمنوي.هغه ماشومان چې له څلورو یا هغه څخه له لږو خوړو له ګروپونو څخه خواړه مصرفوي د هغو ماشومانو په پرتله چې بېلابېل او متنوع خواړه لري، د حادې خوارځواکۍ له خطر سره ۲.۷ برابره زیات مخامخ وي. شیدې او هګۍ د حادې خوارځواکۍ، د ودې ټکنۍکېدو، ناروغیو او د ماشومانو د خوړو بېوزلۍ په کمولو کې تر ټولو اغېزمن رول لري. همدارنګه، د چرګانو ساتل د ماشومانو د خوړو د بېوزلۍ له ټیټې کچې سره تړاو لري.څېړنه ښيي چې د حیواناتو له فاضله موادو سره تماس، ناپاکې اوبه او د څارویو کمزوری روغتیایي وضعیت د ماشومانو د ناروغۍ خطر زیاتوي. موندنې ښيي چې د ماشومانو د ښې تغذیې لپاره یوازې مغذي خوړو ته لاسرسی بسنه نه کوي، بلکې د څارویو روغتیایي خدمتونه، پاکې اوبه، ښه حفظ الصحه او د هغو کسانو ملاتړ هم مهم دی چې خواړه تولید او چمتو کوي. د پانګې د پراختیا لپاره فرصتد خوړو او کرنې سازمان د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ، په افغانستان کې د کورني چرګانو د ساتنې پروګرامونه تطبیق کړي چې پکې ښځو په مشرۍ کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شوی. دا فعالیتونه د انګلستان، فرانسې، اروپایي ټولنې او د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق په مالي ملاتړ ترسره شول.د خوړو او کرنې سازمان له خوا د ملاتړ شويو نورو فعالیتونو تجریبې ښيي چې د دغو پانګونو پر بنسټ د لا زیاتو لاسته راوړنو لپاره ښه فرصت شته. چرګان کولای شي په نسبتاً لنډ وخت کې هګۍ او عاید برابر کړي، خو د دغو ګټو دوام د ارزانه خوراکي دانې، وترنري مشورو، د ناروغیو مخنیوي او بازارونو ته د دوامدار لاسرسي غوښتنه کوي.د خوړو او کرنې سازمان د نورو پروژو تجربې ښيي چې له دې پانګونو څخه د لا ډېرې ګټې ترلاسه کولو فرصت شته. چرګان په لږ وخت کې هګۍ او عاید برابروي، خو د دې ګټو د دوام لپاره ارزانه خوراک، د حیواناتو روغتیایي خدمتونه، د ناروغیو مخنیوی او بازار ته لاسرسی ضروري دي.
1 of 5
کیسه
16 June 2026
د روغتیا نړیوال سازمان او شریکان یې د بدخشان ولایت په لرې پراته پینګاني کلي کې ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمتون وړاندې کوي
یوه امیندواره ښځه، چې د امیندوارۍ په ټوله موده کې یې په منظم ډول له دغه مرکز څخه د میندو د روغتیايي پاملرنې خدمتونه ترلاسه کول، د سهار په لومړیو ساعتونو کې د زېږون په درد اخته شوې وه. د پینګاني په څېر په یوه لرې پرته او غرنیزه سیمه کې پر وخت روغتیايي پاملرنه د ژوند او مرګ ترمنځ توپیر رامنځته کولای شي.سهیلا حکیمي وايي: «ما سمدلاسه د هغې غږ وپېژاند. هغې د خپلې امیندوارۍ په ټوله موده کې پر روغتیايي مرکز باور کړی و، او زه پوهېدم چې باید ژر اقدام وکړم.»سره له دې چې رخصتي وه، سهیلا د روغتیايي مرکزله ساتونکي سره یوځای ځانونه مرکز ته ورسول او د زېږون خونه یې چمتو کړه. کله چې ښځه مرکز ته راورسېده، سمدستي بستر شوه او په یو ساعت کې دننه یې په خوندي ډول ماشوم وزېږاوه.د مور او نوي زېږېدلي ماشوم لپاره د مسلکي روغتیايي خدمتونو شتون د جدي پیچلتیاوو په مخنیوي کې مرسته وکړه. سهیلا حکیمي د لرې پرتو سیمو ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه داسې وویل: «هیڅوک باید د خپل استوګنځي له امله له روغتیايي خدمتونو څخه محروم پاتې نه شي.»د بدخشان ولایت په ډېرو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د غرنیزو جغرافیایي شرایطو او لرې پرتو درو له امله خورا محدود دی. د هوا سخت شرایط، لکه موسمي واوره او سېلابونه، لا هم روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ځنډوي یا یې له خنډ سره مخ کوي او له خدمتونو د ټولنو ګوښه توب لا پسې زیاتوي. د پینګاني د روغتیايي شورا غړي عزیزالله اسلمي د یاد کلي د فرعي روغتیايي مرکز پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل چې د دغه مرکز له شتون پرته به ډېری ښځې مجبورې وې چې یا په کور کې ولادت وکړي او یا بل لرې روغتیايي مرکز ته د تګ پر مهال ماشوم وزېږوي، چې دا کار ډېر خطرناک تمامېدای شي.په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه ډیره لوړه ده، چې د مسلکي قابلو له خوا د ولادت خدمتونو، د بیړنیو ولادي پاملرنو او د راجع کولو د سیستمونو په برخه کې د اوږدمهالو ستونزو څرګندونه کوي. که څه هم د ماشومانو د مړینې کچه په ۲۰۰۰ کال کې د هر ۱۰۰۰ ژوندیو زېږونونو پر وړاندې له ۱۲۹ مړینو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۵۶ ته راټیټه شوې، خو د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده او د هر ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو پر وړاندې ۵۲۱ مړینې ثبتېږي. په ځانګړي ډول هغه ښځې چې په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او ډېری وختونه د روزل شویو روغتیايي کارکوونکو له ملاتړ پرته په کورونو کې ولادت کوي، له جدي خطر سره مخ دي.دغه مرکز همدارنګه هغو ماشومانو ته د تغذیې خدمتونه وړاندې کوي چې ورته اړتیا لري. په نوموړي مرکز کې یوازې په دوو میاشتو کې د شدېدې حادې خوارځواکۍ لرونکو ۱۲ ماشومانو درملنه شوې ده.د پینګاني فرعي روغتیايي مرکز، چې د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق (CERF) له خوا یې ملاتړ کېږي، په پینګاني او شاوخوا کلیو کې له ۸ زرو څخه زیاتو خلکو ته بنسټیز روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. په دغو خدمتونو کې د میندو او ماشومانو روغتیايي پاملرنه، د تغذیې ملاتړ، روټین واکسینونه، رواني روغتیايي خدمتونه او اړینو درملو ته لاسرسی شامل دي. په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ ناروغان په دغه مرکز کې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي.په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اېډوېن سینیزا سلواډور وايي: «کله چې یوه مور د ولادت په حال کې وکولای شي په خپلې ټولنې کې دننه مسلکي روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی ومومي، دا د خوندي ولادت او ژوند ګواښوونکي بیړني حالت ترمنځ توپیر رامنځته کوي. په افغانستان کې د لومړۍ کرښې روغتیايي کارکوونکي لا هم له ګڼو ننګونو سره سره اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د دوی ژمنتیا، چې د سیمهییزو روغتیايي مرکزونو لپاره د دوامدارې پانګونې له لارې یې ملاتړ کېږي، د ژوند په ژغورلو او هغو ټولنو ته د حیاتي خدمتونو په رسولو کې مرسته کوي چې تر ټولو زیات ورته اړتیا لري.»د پینګاني په څېر لرې پرتو سیمو کې، سیمهییز روغتیايي مرکزونه د میندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او زیانمنو وګړو لپاره د اړینو روغتیايي خدمتونو لومړنۍ او ډېری وخت یوازینۍ سرچینه ده. د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق ملاتړ د روغتیا نړیوال سازمان او شریکانو ته دا زمینه برابروي چې دغه ژوند ژغورونکي خدمتونه دوامداره وساتي او هغو ټولنو ته یې ورسوي چې له دغو خدمتونو پرته به د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ وې.دوامداره پانګونه اړینه ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې هر څوک، پرته له دې چې په کومه سیمه کې ژوند کوي، حیاتي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
1 of 5
کیسه
26 February 2026
د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ ولایت کې د ټولنو لپاره بیړني روغتیايي خدمتونه پیاوړي کوي
کابل، افغانستان: افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د بنسټیزې بیړنۍ پاملرنې روزنیز پروګرام له لارې په ټول هېواد کې د بیړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا ته دوام ورکړی، څو د لومړۍ کرښې روغتیايي کارکوونکي وکولای شي د ټپونو او د ژوند ګواښوونکو بیړنیو حالاتو پر مهال چټک او اغېزمن غبرګون وښيي.له وروستیو بریالیو بشپړو شوو روزنیزو پروګرامونو څخه یو یې په بلخ ولایت کې ترسره شو، چې پکې د بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو ۵۴ روغتیايي کارکوونکو د جاپان د خلکو او حکومت په ملاتړ خپلې ژوند ژغورونکې وړتیاوې لوړې کړې.په هیواد کې د ډېرو ټولنو لپاره، د ولسوالۍ روغتونونه د بیړنیو حالاتو پر مهال د درملنې یوازینۍ مرجع وي. د همدې اړتیا د پوره کولو لپاره، د بنسټیزې بیړنۍ پاملرنې روزنه پر عملي مهارتونو متمرکزه وه، څو روغتیايي کارکوونکي وکولای شي ټپونه ژر وارزوي، د ناروغانو وضعیت ثابت کړي او د بیړني غبرګون سیسټمونه داسې منظم کړي چې تخصصي روغتیايي مرکزونو ته د راجع کېدو څخه مخکې ژوندونه وژغوري. امینالله صافي، چې د بلخ د شولګرې ولسوالۍ روغتون د بیړنۍ خونې نرس دی، روغتون ته له ستنېدو سره سم یې له روزنې ترلاسه کړي مهارتونه عملي کړي. هغه د جراحي او بیړنیو وسایلو د بیا تنظیم لپاره عملي ګامونه اخیستي او د ټپونو د مدیریت چارې یې لا پیاوړې کړي.هغه وویل: «تر روزنې مخکې، موږ له شته وسایلو او پوهې سره خپله هڅه کوله. اوس نو نوې زده کړې موږ ته دا توان راکړی چې خپل موجوده وسایل او محدودې سرچینې په ډېر اغېزمن ډول وکاروو، څو زموږ په ولسوالۍ کې خلک د بیړنیو حالاتو پر مهال بېوسه انتظار ونه باسي. موږ چمتو یو چې د ناروغانو د رسېدو له لومړۍ شېبې ژوند ژغورونکې پاملرنه وړاندې کړو.»افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوېن سېنېزا سلواډور پدې اړه وویل: «په بیړنیو حالاتو کې هره لحظه ارزښت لري. د لومړۍ کرښې روغتیايي کارکوونکو د مهارتونو په پیاوړتیا او د ولسوالۍ روغتونونو د بیړني چمتووالي په ښه کولو سره، موږ هغه ځایونو کې ژوند ژغورو چیرته چې خلک اوسیږي، په ځانګړي ډول په هغو ټولنو کې چې له تخصصي پاملرنې لرې دي. دا د دوامدارو تمویلوونکو رښتینی اغېز دی.»د جاپان او نورو روغتیايي شریکانو سره د دوامدارې همکارۍ له لارې، افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې ژوند ژغورونکې بیړنۍ پاملرنه کورنیو ته نږدې کړي، د مخنیوي وړ مړینې راکمې کړي او روغتونونه د بیړنیو حالاتو پر مهال چمتو وساتي. For more information, please contact:Mariam Amiry
RCCE Officer, WHO Afghanistan (Kabul)
Mob.: +93 784100496
E-mail: amirym@who.int
RCCE Officer, WHO Afghanistan (Kabul)
Mob.: +93 784100496
E-mail: amirym@who.int
1 of 5
کیسه
15 February 2026
په نیمروز کې د راستنېدونکو کورنیو د صفر-دوز ماشومانو واکسینول
۳۸ کلن کریم، چې د دریو ماشومانو پلار دی، له ۱۳ کلونو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت څخه افغانستان ته راستون شوی دی. د هغو کلونو په اوږدو کې چې له یوه ځایه بل ځای ته کډه کېده، د هغه ماشومان هېڅکله کلینیک ته نه دي تللي. هغوی د واکسین کارتونه نه لرل او له همدې امله د شري، پولیو او نورو وژونکو ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي نه وو.کریم د خاشرود ولسوالۍ په تورګرشک فرعي روغتیايي مرکز کې واکسیناتور ته وویل:
"زموږ د بېځایه کېدو په جریان کې موږ څو ځله کډه شو او کلینیکونو ته مو لاسرسی نه درلود. زما ماشومانو هېڅ واکسین ترلاسه نه کړل او زه د دوی د روغتیا په اړه اندېښمن وم."د کریم د ماشومانو تجربه ځانګړې نه ده. په نیمروز کې ډېری راستنېدونکي ماشومان د «صفر-دوز» په توګه ګڼل کېږي، په دې معنی چې هغوی له ټولو منظمو واکسینونو بېبرخې پاتې شوي دي. د واکسین نشتوالی د ناروغیو د خپرېدو زمینه برابروي او ټولې ټولنې له خطر سره مخ کوي.خو د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د کریم د کورنۍ لپاره هر څه بدل شول. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د لومړنیو روغتیايي پاملرنو د ګرځنده خدمتونو له لارې، د ټولنې هڅوونکو د هغه ماشومان وپېژندل او تورګرشک فرعي روغتیايي مرکز ته یې راجع کړل. د لومړي ځل لپاره، د هغه ماشومان د افغانستان د ملي معافیت په سیسټم کې ثبت شول. هغوی د خپل عمر مطابق واکسینونه ترلاسه کړل او د واکسین کارتونه ورکړل شول — یوه کوچنۍ کاغذي ټوټه، خو داسې یو پیاوړی سند چې وېره او ناڅرګندتیا په ډاډ او خوندیتوب بدلوي.کریم اوس پوهېږي چې د روغتیايي پاملرنې ترلاسه کولو لپاره کوم ځای ته ولاړ شي. د هغه ماشومان د ژوند ګواښوونکو ناروغیو پر وړاندې خوندي شوي او کورنۍ یې له سیمهییزو روغتیايي خدمتونو سره نښلول شوې ده.په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر، ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور وویل:
"د راستنېدونکو کورنیو ترمنځ هغو ماشومانو ته رسېدل چې د واکسین هېڅ دوز یې نه دی ترلاسه کړی، د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او د تر ټولو زیانمنو د ساتنې لپاره حیاتي اهمیت لري. د قوي ټولنیز مشارکت او دوامدار روغتیايي ملاتړ له لارې، موږ کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې هېڅ ماشوم شاته پاتې نه شي."د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق (CERF) او نورو تمویلوونکو څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د خپل پر وخت او سخاوتمندانه ملاتړ له لارې یې دا کار ممکن کړی دی.د کریم لپاره، واکسین یوازې یو ستنلګول نه دي؛ بلکې د خوندي او سالمې کورنۍ معنا لري.
"زموږ د بېځایه کېدو په جریان کې موږ څو ځله کډه شو او کلینیکونو ته مو لاسرسی نه درلود. زما ماشومانو هېڅ واکسین ترلاسه نه کړل او زه د دوی د روغتیا په اړه اندېښمن وم."د کریم د ماشومانو تجربه ځانګړې نه ده. په نیمروز کې ډېری راستنېدونکي ماشومان د «صفر-دوز» په توګه ګڼل کېږي، په دې معنی چې هغوی له ټولو منظمو واکسینونو بېبرخې پاتې شوي دي. د واکسین نشتوالی د ناروغیو د خپرېدو زمینه برابروي او ټولې ټولنې له خطر سره مخ کوي.خو د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د کریم د کورنۍ لپاره هر څه بدل شول. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د لومړنیو روغتیايي پاملرنو د ګرځنده خدمتونو له لارې، د ټولنې هڅوونکو د هغه ماشومان وپېژندل او تورګرشک فرعي روغتیايي مرکز ته یې راجع کړل. د لومړي ځل لپاره، د هغه ماشومان د افغانستان د ملي معافیت په سیسټم کې ثبت شول. هغوی د خپل عمر مطابق واکسینونه ترلاسه کړل او د واکسین کارتونه ورکړل شول — یوه کوچنۍ کاغذي ټوټه، خو داسې یو پیاوړی سند چې وېره او ناڅرګندتیا په ډاډ او خوندیتوب بدلوي.کریم اوس پوهېږي چې د روغتیايي پاملرنې ترلاسه کولو لپاره کوم ځای ته ولاړ شي. د هغه ماشومان د ژوند ګواښوونکو ناروغیو پر وړاندې خوندي شوي او کورنۍ یې له سیمهییزو روغتیايي خدمتونو سره نښلول شوې ده.په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر، ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور وویل:
"د راستنېدونکو کورنیو ترمنځ هغو ماشومانو ته رسېدل چې د واکسین هېڅ دوز یې نه دی ترلاسه کړی، د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او د تر ټولو زیانمنو د ساتنې لپاره حیاتي اهمیت لري. د قوي ټولنیز مشارکت او دوامدار روغتیايي ملاتړ له لارې، موږ کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې هېڅ ماشوم شاته پاتې نه شي."د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق (CERF) او نورو تمویلوونکو څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د خپل پر وخت او سخاوتمندانه ملاتړ له لارې یې دا کار ممکن کړی دی.د کریم لپاره، واکسین یوازې یو ستنلګول نه دي؛ بلکې د خوندي او سالمې کورنۍ معنا لري.
1 of 5
کیسه
16 October 2025
د ښیښو تړل، د دروازو پرانیستل
پر مېز د بېلابېلو توکو ډک لوښي په منظم ډول ایښودل شوي دي. په دې لوښو کې تازه جوړ شوی اچار، مربا او د رومیانو روب چمتو دي. نږدې خوا ته یوه ډله ښځې په احتیاط سره ګازرې پرې کوي او هوږه میده کوي او بلې خوا ته نورې ښځې له مڼو پوټکي لرې کوي. هره یوه یې دا تازه خوراکې توکي په یوه لوښي کې ږدي، تر څو د پروسس او بسته بندۍ لپاره په بوتلونو کې واچول شي.د پروان ولایت په شمال ختیځ، جبل السراج ولسوالۍ کې د مربا او اچارو جوړول د ښځو لپاره د عاید تر لاسه کولو یوه سرچینه ګرځېدلې ده. حسینه او ۱۹ نورې ښځې په دې ځای کې په منظم ډول راټولېږي، تر څو خوراکي توکي پاک، میده او بسته بندي کړي او د خپلو کورنیو لپاره عاید تر لاسه کړي.په افغانستان کې د ښځو لپاره د معیشت فرصتونه محدود دي، نو کرنه ورته یوه حیاتي لار پاتې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خپلې وړتیاوې کاروي او هڅه کوي له ښځو سره مرسته وکړي، تر څو له دې کرنیزو فرصتونو ګټه واخلي.حسینه وايي: "له دې پروژې مخکې موږ یوازې د کور کارونه کول او له مالي ستونزو او ذهني فشارونو سره مخ وو. خو دغې پروژې موږ ته وښودله چې موږ ښځې هم کولای شو پر خپلو پښو ودرېږو."د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د لوګزامبورګ په مالي ملاتړ " د کورنیو د خوړو خوندیتوب او معیشت" پروژې((Household Food and Livelihood Security (HFLS) په چوکاټ کې د خوړو د پروسس کولو مرکز جوړ کړ، چې اوس حسینه او نورې ښځې پکې محصولات چمتو او بسته بندي کوي. د یاد مرکز تر څنګ، دغې پروژې د ښځو د زده کړې لپاره اړین تجهیزات او روزنې هم برابرې کړې، تر څو هغوی وکولای شي بېلابېل تولیدات په سمه توګه پروسس او بازار ته وړاندې کړي.کله چې دوی خپل تولیدات په محلي بازارونو کې وپلورل او ګټه یې تر لاسه کړه، نو وتوانېدلې چې بنسټیز توکي لکه خواړه، جامې او د خپلو ماشومانو د ښوونځي لګښتونه پوره کړي. حسینه د خپلو پنځو ماشومانو د ښوونځي، د هغوی د شیدو، ترانسپورټ او نورو لګښتونو لپاره عاید د همدې توکو له پلور څخه ترلاسه کوي. د ښځو وړتیاوې او مهارتونهپه کار اچولپه دې مرکز کې ښځینه ټولنیزې کارکوونکې، چې " د کورنیو د خوړو خوندیتوب او معیشت" پروژې لخوا روزل شوي او ګمارل شوي دي، له حسینې او نورو ښځو نږدې کار کوي او هغوی ته لارښوونې کوي. ټولنیز کارکوونکي ځوانان (ښځې او سړي) دي چې تازه یې د کرنې په برخه کې زده کړې بشپړې کړې دي او هغه څه چې یې زده کړي، اوس یې عملي کوي. دوی د تغذیه پوهنې، حفظ الصحې، د ماشومانو پاملرنې او عامه خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې خپلې زده کړې نورو ته انتقالوي.فضیله سادات، یوه ټولنیزه کارکوونکې ده چې د حسینې له ډلې سره کار کوي. هغه په منظمو ناستو کې د هر محصول د خوندي چمتو کولو څخه تر بسته بندۍ او روغتیایي خوندیتوب ښه کولو پورې لارښوونې کوي. فضیلې په پیل کې له دې ډلې سره په اونۍ کې یو یا دوه ځلې لیدنه کوله، تر څو عملي روزنه ورکړي. کله چې د ښځو مهارتونه لوړ شول او پر ځان باوري شوې، ناستې د څارنې لپاره په اونۍ کې یو ځل ترسره کېږي، څو د پرمختګ، بازارونو او د تولید د پلانونو په اړه خبرې وشي او ډاډ ترلاسه شي چې ښځې خپلې زده کړې عملي کوي. د دې لپاره چې د ښځو کاروبار له محلي بازارونو بهر ته پراختیا ومومي، یادې پروژې په کرنیزو نندارتونونو کې د دوی د محصولاتو د نندارې فرصتونه برابر کړل. یو داسې نندارتون په کابل کې ترسره شو او د خوړو د پروسس په مرکز کې بوختو ښځو له پېرودونکو سره اړیکې جوړې کړې او د بازار د غوښتنو په اړه یې زده کړه وکړه. دوی خپلو تولیداتو ته بازارموندنه هم وکړه او د توکو لپاره یې لېبلونه ډیزاین او چاپ کړل، څو نور پېرودونکي جذب کړي.د پروژې همکاریو حسینې او نورو ښځو ته دا فرصت ورکړ چې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. دا کار د ټولنې ښکېلتیا هم زیاته کړه. ښځې یوازې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره نه راټولېږي، بلکې له یو بل څخه روانې ملاتړ هم ترلاسه کوي. اغېزيد ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او جون میاشتو تر منځ، په څلورو ټاکل شوو ولسوالیو کې" د کورنیو د خوړو خوندیتوب او معیشت" پروژې له لارې د خوړو د پروسس په مرکزونو کې ښکېلو ښځو د پلور لپاره له ۱۵۴ زره کیلوګرامو څخه زیات تولیدات کړي وو. په دې تولیداتو کې مربا، چکني، روب او اچار شامل وو. د دې تولیداتو له پلور څخه یې شاوخوا ۶ میلیونه او ۹۳۰ زره افغانۍ (شاوخوا۹۹ زره امریکايي ډالره) عاید تر لاسه کړی دی، چې د ښځو لپاره له نورو لارو دومره عاید تر لاسه کول ستونزمن وو. همدارنګه د دوی تولیداتو پر نورو هېوادونو د تکیې کچه هم کمه کړې ده.په ټوله کې د ملګرو ملتونود خوړو، تغذیې او معیشتونو د خوندیتوب پروګرام د افغانستان په ټاکل شویو ولسوالیو کې پر ۲۰ سلنه تر ټولو بېوزلو کورنیو تمرکز کوي. یاد پروګرام محلي شرایطو او د بازار ظرفیت ته په کتو، د عاید تر ټولو مناسبې او ګټورې لارې ټاکي او برخه اخیستونکو ته ځانګړې مرسته، لکه کرنیز مواد، د خوړو د پروسس وسایل او د پېر او پلور اړوند روزنې ورکوي، ترڅو تولیدات وکړي او خپل ژوند ښه کړي.له ۲۰۱۰ کال د اپریل راهیسېدا پروګرام په ۸ ولایتونو او ۱۶ ولسوالیو کې له ۳۸۵ زره څخه ډېرو کسانو سره مرسته کړې او د شاوخوا ۵۵ زره کورنیو ملاتړ یې کړی دی. په دې کې له هر شپږو کورنیو څخه یوه یې د ښځې له خوا سرپرستي کېده.د ښځو او سړیو ګډې هڅې دوامدار پرمختګ ته لار هواروي.
1 of 5
خبرنامه
06 August 2026
د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۷ کال د غنمو د حاصلاتو د خوندي کولو لپاره د کښت د موسم له پیلېدو مخکې د بېړني ملاتړ غوښتنه کوي
کابل - د سرې د بیو لوړوالي د افغانستان د ۲۰۲۷ کال د غنمو حاصلات له خطر سره مخ کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې بزګران د وروستیو څو کلونو تر ټولو ښه او هیله بښوونکي کرنیز فصل لپاره چمتووالی نیسي.د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ۳۸.۳ میلیونه امریکایي ډالرو مالي ملاتړ غوښتنه کوي. د دې غوښتنې موخه دا ده چې تر ۶۰۰ زرو پورې کرنیزې کورنۍ وکولای شي د ژمنیو غنمو د کرلو له موسم مخکې سرې او د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي.د سرې بیې په ۲۰۲۶ کال کې په ناڅاپي ډول لوړې شوې. دا زیاتوالی په منځني ختیځ کې د کړکېچ له رامنځته کېدو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د ګډوډۍ له امله رامنځته شو. دا وضعیت د افغانستان د بزګرانو لپاره جدي اغېزې لرلای شي. د افغانستان خاوره په طبیعي ډول ډېره حاصلخېزه نه ده. له همدې امله، د غنمو ښه او لوړ حاصل تر ډېره د DAP او یوریا سرې په کافي اندازه کارولو پورې تړلی دی.ژمني غنم د افغانستان اساسي غذایي محصول دی او د هېواد د کلنۍ سرې له اړتیا څخه تر دوه پر درېیمه زیات مصرف پکې کېږي. د سرې د بیو لوړېدل ښايي ډېر بزګران دې ته اړ کړي چې د سرې کارول کم کړي یا په کمه ځمکه کې کرنه وکړي، چې پایله به یې د حاصلاتو او کورنیو لپاره د خوړو کمښت او د پورونو زیاتوالی وي.د دې وضعیت اغېزې ښايي د هغو کورنیو لپاره لا سختې وي چې له مخکې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. په ځانګړي ډول د ښځو په مشرۍ کورنۍ، راستنې شوې کورنۍ او هغه کلیوالي ټولنې چې د خوړو له کمښت سره مخ دي، ځکه چې هغوی د لګښتونو له زیاتوالي او ناڅاپي ستونزو سره د مبارزې لپاره محدود توان لري.په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارډ ټرنچارډ، وویل: «د افغانستان بزګران دا فرصت لري چې د وچکالۍ له یوه سخت کال تېرولو وروسته ښه حاصل ترلاسه کړي، خو د سرې لوړې بیې ښايي ډېرې هغه کورنۍ له دې فرصته بې برخې کړي چې تر ټولو زیات ورته اړتیا لري.»هغه زیاته کړه: «ستونزه د سرې د عرضې کموالی نه دی، بلکې دا ده چې د پېرلو توان نه شته. دا وضعیت د کرنیز کال په یوه ډېر مهم وخت کې رامنځته شوی دی. سرې په بازار کې شته، خو زیات بزګران یې د پېرلو وس نه لري.»د سرې د بیو د لوړېدو اغېزې اوس د هېواد په بېلابېلو سیمو کې احساسېږي. دین محمد، چې د نیمروز ولایت یو بزګر دی، وايي هغه اسانتیاوې چې پخوا به یې بزګرانو ته د سرې په ترلاسه کولو کې مرسته کوله، اوس نه شته.هغه وویل: «پخوا به پېژندل شویو دوکاندارانو موږ ته سره په پور راکول. اوس هېڅوک موږ ته هېڅ شی په پور نه راکوي. که زه سره و نه کاروم، له خپلې ځمکې څخه به هېڅ ګټه ترلاسه نه کړم.»د ځینو نورو لپاره بیا پرېکړه د کرنیزو توکو د پېرلو او د کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترمنځ ده. وکیل، چې په همدې ولایت کې یو بزګر دی، وايي: «نه پوهېږم د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم او که خپلې پیسې د تخم او سرې په اخیستلو ولګوم.»ریچارډ ټرنچارډ وویل: «د خوړو او کرنې سازمان او همکارانو یې کلونه د افغانستان د تخمونو د سیسټم د پیاوړتیا او بزګرانو ته د باکیفیته تخمونو د رسولو لپاره زیاتې پانګونې کړې دي. خو یوازې تخم بسنه نه کوي، ځکه تخم او سرې یو له بل سره تړلي دي. که بزګران کافي سرې ونه لري، نو نه شي کولی دومره حاصل ترلاسه کړي چې د خپلو کورنیو او ټولنو اړتیاوې پوره کړي.»هغه زیاته کړه: «اوس د اقدام لپاره وخت ډېر محدود دی. بزګران همدا اوس پرېکړه کوي چې څومره ځمکه وکري او ایا د حاصل د ښه کېدو لپاره د اړتیا وړ کرنیزو توکو د رانیولو توان لري که نه. که مرسته پر وخت ورسېږي، هم به اغېزمنه وي او هم به لږ لګښت ولري. که نن اقدام ونه شي، راتلونکی کال به د خوړو د تولید کمښت او د خلکو د اړتیاوو زیاتوالی لا لویې ستونزې رامنځته کړي.»د دې وضعیت لپاره د خوړو او کرنې سازمان غبرګون داسې طرحه شوی چې بزګران وکولای شي د خصوصي سکټور له محلي عرضه کوونکو څخه د اړتیا وړ کرنیز توکي، لکه سرې او تخمونه، د ځانګړو سبسایډیو په مرسته ترلاسه کړي. دا اقدام به هم د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو تولید خوندي کړي او هم به د کرنې له بازارونو او محلي سوداګرو سره مرسته وکړي چې خپل فعالیتونه پیاوړي او پراخ کړي.د خوړو او کرنې سازمان د IDEA په نوم یو سیستم کاروي چې پکې بزګران د بایومټریک معلوماتو له لارې ثبتېږي او برېښنايي کوپونونه ترلاسه کوي. د دې سیستم له لارې بزګران کولای شي د سبسایډۍ په مرسته د اړتیا وړ کرنیز توکي، لکه تخمونه او سرې، د خصوصي تخم تولیدوونکو شرکتونو، د سرې عرضه کوونکو او د کرنیزو توکو له پلورونکو څخه ترلاسه کړي. د راتلونکي کرنیز فصل لپاره تر اوسه له ۱۰۰ زرو څخه زیات بزګران په دې سیستم کې ثبت شوي دي. له همدې امله، د خوړو او کرنې سازمان کولای شي مرستې په چټکۍ او پراخه کچه هغو بزګرانو ته ورسوي چې اړتیا ورته لري.د غبرګون پر مهال به هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکول شي چې د کرنیز تولید د کمېدو له تر ټولو لوی خطر سره مخ دي، او وروسته به د شته بودیجې او سرچینو له زیاتېدو سره نورو اړمنو کورنیو ته هم وغځول شي.شواهد ښيي چې کله د غنمو اصلاح شوي تخمونه له کافي سرې سره یو ځای د ښو کرنیزو طریقو په کارولو وکرل شي، حاصلات تر ۳۲.۸ سلنې پورې زیاتېږي.که د سپټمبر تر نیمايي پورې اړین مالي ملاتړ برابر شي، بزګران به وکولای شي د کرنې د موسم له پیل مخکې پر وخت باکیفیته تخمونه او سرې ترلاسه کړي. دا به د هغو زیانونو مخه ونیسي چې وروسته یې جبران ډېر ستونزمن یا ناشونی وي. دا ملاتړ یوازې د راتلونکي کال د غنمو د حاصلاتو د خوندي کولو لپاره نه دی، بلکې د افغانستان د کرنې په سکټور کې د کلونو پانګونو د ساتنې، د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا او د راتلونکو بشري اړتیاوو د کمولو لپاره ځکه مهم دی چې د افغانستان زیات خلک خپل عاید او د ژوند اړتیاوې له کرنې څخه پوره کوي. د خوړو او کرنې سازمان د بیړنۍ غوښتنې بشپړ متن دلته ولولئ.د رسنیو لپاره مواد: انځورونه او اړوند ویډیوګانې اړیکېد افغانستان لپاره د خوړو او کرنې سازمان استازولي
FAO-AF@fao.org
www.fao.org/afghanistan
X: @FAOAfghanistanجیولیا رمضان السید
د ارتباطاتو کارپوه
giulia.ramadanelsayed@fao.org
FAO-AF@fao.org
www.fao.org/afghanistan
X: @FAOAfghanistanجیولیا رمضان السید
د ارتباطاتو کارپوه
giulia.ramadanelsayed@fao.org
1 of 5
خبرنامه
05 May 2026
د روغتیا نړیوال سازمان او اسلامي پراختیایي بانک په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره ژوند ژغورونکي خدمات پیاوړي کوي
که څه هم په وروستیو کلونو کې د خدمتونو لاسرسی ښه شوی دی – د امیندوارۍ دمخه د پاملرنې کچه له ۳۱٪ څخه ۷۶٪ ته لوړه شوې او د مسلکي قابلو تر څارنې لاندې زیږون له ۲۴٪ څخه ۶۷٪ ته رسېدلی (له ۲۰۰۸/۲۰۰۷ راهیسې) – بیا هم ډېرې ښځې د امیندوارۍ او زیږون پر مهال له ژوند ګواښوونکو خطرونو سره مخ دي. سره له دې چې د ماشومانو مړینه له ۲۰۰۰ کال کې د هر ۱۰۰۰ ژوندیو زیږونونو پر وړاندې له ۱۲۹ څخه په ۲۰۲۳ کې ۵۶ ته راکمه شوې، خو د میندو مړینه لا هم لوړه ده او د هر ۱۰۰٬۰۰۰ ژوندیو زیږونونو پر وړاندې ۵۲۱ ته رسېږي.په افغانستان کې، د هر ۱۰۰٬۰۰۰ ژوندیو زیږونونو په وړاندې ۵۲۱ میندې د مخنیوي وړ پېچلتیاوو له امله مري، لکه شدیده خونریزي، د وینې لوړ فشار، عفونت (سیپسېس) او بند زیږون. د هغو ښځو لپاره چې ژوندي پاتې کېږي، پایلې یې کېدای شي د ټول عمر لپاره دوام وکړي. د زیږوني ناسور (Obstetric fistula) چې یوه سخته ټپیزه ستونزه ده او ډېری وخت د اوږدمهاله بند زیږون له امله رامنځته کېږي، د دوامدارو ادراري ستونزو، مزمنو روغتیايي مشکلاتو او ټولنیز شرم سبب ګرځي. ګڼ شمېر اغېزمنې ښځې له خپلو کورنیو او ټولنو بېلېږي، د کار توان له لاسه ورکوي او له ژورو رواني ستونزو سره مخ کېږي.سره له دې چې د دې ناروغۍ اغېز ډېر دروند دی، خو ناسور تر ډېره پټ پاتې شوی او په کافي توګه ورته پاملرنه نه کېږي. هغه ښځې چې له دې حالت سره ژوند کوي، ډېری وخت د شرم، د تخصصي خدماتو د محدود لاسرسي او د درملنې د امکان په اړه د پوهاوي د کموالي له امله په چوپتیا کې کړاو سره ژوند تیروي.د دغو جدي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د روغتیا نړیوال سازمان او اسلامي پراختیايي بانک د مور، نوي زیږېدلي، ماشوم او ځوانانو د روغتیا (RMNCAH) خدمات پیاوړي کوي، چې پکې د روغتیايي کارکوونکو روزنه، باکیفیته خدماتوته د لاسرسي ښه والی او د تخصصي خدمتونو پراختیا شامله ده. د زیږوني ناسور لپاره دوه تخصصي مرکزونه جوړ شوي دي – یو د کابل په رابعه بلخي ملي زیږنتون کې او بل د کندهار په میرویس سیمهییز روغتون کې. دغه مرکزونه د جراحۍ ترمیمي خدماتو تر څنګ، هراړخیزه پاملرنه هم برابروي، چې پکې بیا رغونه او ټولنې ته د بیا ورګډېدو ملاتړ شامل دی. تمه کېږي چې دا پروژه به په مستقیم ډول د ۳۰۰ ناسور لرونکو ښځو ژوند ښه کړي او په غیر مستقیم ډول به شاوخوا ۳۰۰٬۰۰۰ د زېږون په عمر کې ښځو او نجونو ته ګټه ورسوي.په ورته مهال کې، له ۹۷۷ څخه زیات روغتیايي کارکوونکي روزل شوي دي، څو د مور او نوي زیږېدلي ماشوم د پاملرنې کیفیت لوړ کړي، د پېچلتیاوو مخه ونیسي او په وخت درملنه یقیني کړي.پدې اړه افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوېن سېنیزا سلوادور وايي:
“هیڅ ښځه باید د امیندوارۍ او زیږون پر مهال بې له پاملرنې پاتې نه شي، او هر نوی زیږېدلی ماشوم د ژوند د پیل لپاره غوره د فرصت مستحق دی. د اسلامي پراختیایي بانک د ارزښتناک ملاتړ پر مټ، د روغتیا نړیوال سازمان ضروري خدماتو ته لاسرسی پراخوي او ډاډ ترلاسه کوي چې هغه ښځې چې د زیږون له پېچلتیاوو اغېزمنې شوې، مناسبې پاملرنې، درناوي او ملاتړ ته لاسرسی ولري.”د ملي روغتیايي ادارو سره د قوي همکارۍ او د اسلامي پراختیایي بانک د دوامداره ملاتړ له لارې، دا نوښت د خلکو ژوند ژغوري او په ټول افغانستان کې ښځو سره مرسته کوي چې خپله روغتیا او کرامت بېاځلې مومي.
“هیڅ ښځه باید د امیندوارۍ او زیږون پر مهال بې له پاملرنې پاتې نه شي، او هر نوی زیږېدلی ماشوم د ژوند د پیل لپاره غوره د فرصت مستحق دی. د اسلامي پراختیایي بانک د ارزښتناک ملاتړ پر مټ، د روغتیا نړیوال سازمان ضروري خدماتو ته لاسرسی پراخوي او ډاډ ترلاسه کوي چې هغه ښځې چې د زیږون له پېچلتیاوو اغېزمنې شوې، مناسبې پاملرنې، درناوي او ملاتړ ته لاسرسی ولري.”د ملي روغتیايي ادارو سره د قوي همکارۍ او د اسلامي پراختیایي بانک د دوامداره ملاتړ له لارې، دا نوښت د خلکو ژوند ژغوري او په ټول افغانستان کې ښځو سره مرسته کوي چې خپله روغتیا او کرامت بېاځلې مومي.
1 of 5
خبرنامه
12 February 2026
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) او د فرانسې حکومت په ګډه د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو کورنیو د خوړو خوندیتوب او تغذیې د پیاوړتیا لپاره هڅي پیلوي
کابل، افغانستان – د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د ملګرو ملتونو د ماشومانود ملاتړ صندوق (UNICEF) او د فرانسې حکومت په ګډه د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کوي، تر څو د خوړو خوندیتوب ښه کړي، تغذیه پیاوړې کړي او د خلکو معیشتونه خوندي کړي. دغه پروژه د ۲ میلیونه یورو په ارزښت د فرانسې د خوراکي خوندیتوب او تغذیې نوښت(FIFSAN) په ملاتړ تطبیق کېږي او موخه یې د کورنیو د خوراکي توکو د تولید پیاوړتیا، د مغذي خوړو او اړینو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي ښه کول، او په ښځو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ کمول دي.دغه پروژه به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې نږدې ۵۱ زره ۸۷۰ کسانو ته د مرستې زمینه برابره کړي. په دې سیمو کې خلک لا هم د ۲۰۲۵ د اګست د زلزلې له سختو اغېزو سره مخ دي، او د خوړو د شدیدي ناامنۍ او خوارځواکۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي. ډېري کورنۍ هڅه کوي په هغو ټولنو کې خپل ژوند بیا پیل کړي چې له وړاندې بېځایه شوي او جبري بېرتهستنېدلي خلک پکې مېشت دي. دا وضعیت د محدودو ځمکو، خوړو او بنسټیزو خدمتونو پر ظرفیت نور هم فشار زیاتوي. دا پروژه به د کونړ ولایت په څوکۍ او نورګل ولسوالیو، او د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې تطبیق شي. په دې سیمو کې د تولیداتو او شتمنیو زیانمنېدو د خلکو د ځان بساینې او خوړو برابرولو وړتیا کمزورې کړې ده. تمه کېږي چې دا پروژه به په یادو ولسوالیو کې د خوړو تولید، تغذیه او اړین خدمتونه پیاوړي کړي او پر شاوخوا ۱۹۰ زره کسانو به غیر مستقیمه اغېزه وکړي.د ۶ درجې ورانوونکې زلزلې ټکانونو د کورونو، کرنیزو ځمکو، د خوړو زېرمو، مالدارۍ، تغذیې، روغتیا او اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH) مهمو تاسیساتو ته زیانونه اړولي دي او له وړاندې ستونزمن بشري وضعیت یې لا سخت کړی دی. په ختیځو کلیوالو سیمو کې، چې ډېرې کورنۍ د خوړو او عاید لپاره پر کرنه او مالدارۍ تکیه کوي، دغه زیانونه اوږدمهاله عواقب لري.د فرانسې د اروپا او بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو چارو مشره، سلینا ګرنې-کاتالانو وايي «نږدې یو کال وروسته له هغه چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د پاریس په ښار کې د تغذیې د ودې غونډه تر سره شوه، د خوارځواکۍ د ټولو بڼو له منځه وړل د فرانسوي چارواکو لپاره لا هم لومړیتوب لري. د دې پروژې له لارې، فرانسه، د خوړو او کرنې سازمان او یونیسف ښيي چې موږ په ګډه د افغانانو لپاره، چې د خوارځواکۍ په وړاندې ځانګړې زیان منې ټولنې دي، په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو لپاره عملي حل لارې برابرولای شو.» هغې زیاته کړه: «د خوړو خوندیتوب او تغذیه یوازې بشري او پراختیايي موضوع نه ده؛ دا د سولې، ټولنیز ثبات او ګډ امنیت بنسټ جوړوي، چې د ټولو لپاره ګډ ارزښت لري.» د خوړو او کرنې نړیوال سازمان او یونیسف به د ګډو، د جنسیت له پلوه حساسو او د ټولنې پر بنسټ فعالیتونو له لارې هڅه وکړي چې د خلکو معیشتونه خوندي کړي، ځایي خوراکي سیستمونه پیاوړي کړي او د ښځو، نجونو او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ کچه راټیټه کړي. په دې پروګرام کې به د وړو ماشومانو لرونکو کورنیو، میندواره او شیدو ورکوونکو ښځو او هغو کورنیو ته چې د ښځو له خوا یې سرپرستي کېږي، ځانګړې پاملرنه وشي.د خوړو او کرنې سازمان به د نغدي مرستو د Cash+ تګلارې په عملي کولو سره د څارویو د ساتنې کڅوړو، په کورونو کې د سبزیجاتو د تولید ملاتړ، د چرګانو د ساتنې مرسته، تخنیکي روزنې او ځانګړو تغذیوي زده کړو ترڅنګ کورنیو ته بېقید او شرطه نغدي مرستې ورسوي. د کرنیز-ایکولوژیک بهیر د ترویج او د تولیدي شتمنیو د خوندي کولو له لارې، پروژه موخه لري چې د منفي مقابلوي لارو، لکه د مجبوریت له امله د څارویو یا نورو حیاتي سرچینو پلورلو، مخه ونیسي.د افغانستان لپاره د خوړو او کرنې سازمان استازی ریچارډ ټرینچارډ وايي «کله چې زلزله وشوه، ډېرو کورنیو یوازي خپل کورونه له لاسه ور نه کړل بلکې هغوی د ځان لپاره د خوړو برابرولو وسایل هم له لاسه ورکړل» هغه زیاته کړه «د کلیوالو ټولنو لپاره بیا رغونه زیاتره په دې پورې اړه لري چې هغوی څنګه کولای شي خپل هغه لږ شمېر څاروي ژوندي وساتي، بیا کرنه وکړي او ژمی په داسي ډول تېر کړي چې خپلې ورپاتې لږ شتمنۍ له لاسه ور نه کړي. د ښځو او ماشومانو لپاره، دا وضعیت په دې مانا دی چې یا به کافي خواړه ولري، یا به وږي پاتې شي. د فرانسې د ملاتړ او دا ډول هدفمندې مرستې کورنیو ته دا فرصت ورکوي چې په درناوي سره بېرته په خپلو پښو ودرېږي، پرته له دې چې له مجبورۍ څخه داسې پرېکړې وکړي چې بېرته نه بدلېږي.»د یونیسف بشپرونکې فعالیتونه به په ټولنه کې هغه حل لارې پياوړې کړي چې په مرسته یې د خلکو مغذي لومړنیو خوړو ته لاسرسی ښه شي او د ماشومانو د خوراکې فقر او خوراځواکۍ مخه ونیول شي. دغه پروګرام به والدینو ته د شیدو خوړونکو او وړو ماشومانو د مناسبي تغذیې په اړه مشورې ورکړي، ځوانان به د مهارتونو د پراختیا د پروګرامونو له لارې ځواکمن کړي تر څو وکولای شي د ځايي خلکو په مرسته د لومړنیو خوړو د تولید لپاره نوښتګري حللارې رامنځ ته کړي او د خوندي اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH) خدمتونه پراخ کړي تر څو کورنۍ وکولای شي بشپړوونکې خواړه په خوندي توګه برابر کړي. په هغو ځایونو کې چې د مخنیوي هڅې بسنه و نه کړي، دا پروژه به د هغو ماشومانو پر وخت درملنه هم وکړي چې له شدیدي خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ وي تر څو وژغورل شي او د اوږدمهاله مقاومت وړتیا پیاوړې کړي. د افغانستان لپاره د یونیسف استازي، ډاکټر تاجالدین اویوالې، وايي: «په افغانستان کې ډېر زیات ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، او نږدې اتیا سلنه یې د دوه کلنۍ څخه کم عمر لري، کوم چې د ژوندي پاتې کېدو او سالم پرمختګ لپاره یو ډېر مهم پړاو دی.» هغه زیاته کړه: «زلزلو او پر له پسې ټکانونو کورنۍ، بازارونه او د خوړو لاسرسی ګډوډ کړي دي. له همدې امله، د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې له خدمتونو سره یو ځای، د مغذي لومړنیو خوړو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده. د FIFSAN پروګرام له لارې به یونیسف او د خوړو او کرنې سازمان د سیمهییزو همکارانو په مرسته بېلابېل سیسټمونه پیاوړي کړي، تر څو ماشومان او مېندې د خوارځواکۍ له ګواښ څخه خوندي کړي او د راتلونکو کړکېچونو پر وړاندې د هغوی مقاومت زیات کړي.»دا ګډ اقدام د کرنې، تغذیې، روغتیا او اوبو سیسټمونو له لارې د هغو پراخو هڅو یوه مهمه برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بنسټیزو عواملو کمول دي. دغه همغږی ملاتړ له کورنيو سره مرسته کوي چې بېړنۍ اړتیاوي یې پوره شي او د بیا رغونې لپاره یې بنسټونه وساتل شي. په داسې حال کې چې د خوړو خوندیتوب او تغذیې په اړه لاس ته راوړنې حساسې دي، نو ځکه دغه ډول هدفمندې پانګونې اغېزمن او لږ لګښت لرونکی فعالیتونه دي چې هم لاس ته راوړنې ساتي او هم د شاتګ مخه نیسي. اړيکېپه افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازوليجولیا رمضان السید
د ارتباطاتو کارپوه
giulia.ramadanelsayed@fao.org په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ صدوقډینیل ټیمي
د اړیکو د څانګې مشر
dtimme@unicef.org د نړيوالو چارو رياستد فرانسې د اروپا او بهرنيو چارو وزارت
secretariat.dgm-dag@diplomatie.gouv.fr
د ارتباطاتو کارپوه
giulia.ramadanelsayed@fao.org په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ صدوقډینیل ټیمي
د اړیکو د څانګې مشر
dtimme@unicef.org د نړيوالو چارو رياستد فرانسې د اروپا او بهرنيو چارو وزارت
secretariat.dgm-dag@diplomatie.gouv.fr
1 of 5
خبرنامه
12 January 2026
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو لپاره د جاپان د دوامدار بشري ملاتړ هرکلی کوي
یاده مرسته د روغتیا نړیوال سازمان ته ځانګړی شوی ملاتړ دی او دا زمینه برابروي چې یاد سازمان د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړي کولو ترڅنګ د بیړنیو روغتیايي اړتیاوو ستونزه هواره کړي. دغه مالي مرسته به تر ټولو ډېرو زیان منونکو وګړو ته، چې ښځې، ماشومان او بېځایه شوې کورنۍ په کې شاملې دي، د دوامدارو ژوند ژغورونکو خدماتو رسولو ملاتړ وکړي، چې په ځانګړي ډول د نشهيي توکو د درملنې مرکزونو پر ملاتړ او هغه ځایونو کې د بیړنيو طبي توکو پر شتون تمرکز کوي چیرته چې ورته ډیره اړتیا ده.په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور، وویل:
“موږ د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه کوو چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو ترڅنګ ولاړ دي. د دوی ملاتړ د اړینو روغتیايي خدمتونو په دوام کې، چې د نشهيي توکو له امله د ستونزو لرونکو کسانو درملنه او بیړني طبي خدمات هم په کې شامل دي، مهم رول لري. دا ملګرتیا د روغتیا نړیوال سازمان ته دا توان ورکوي چې ژر غبرګون وښيي او تر ټولو زیان منونکو ټولنو ته خدمات ورسوي.”په افغانستان کې د جاپان سفیر، ښاغلي کینېچي ماساموتو، د افغانستان لپاره د جاپان د نوې بشري مرستې په اړه وویل:
“جاپان د افغانستان د خلکو له روانو ستونزو ژوره اندیښنه لري، او خوښ دی چې د روغتیا نړیوال سازمان سره د اړینو روغتیايي خدماتو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د نشهيي توکو د درملنې او بیړنیو خدماتو په څېر برخو ته د لومړیتوب په ورکولو سره، جاپان یو ځل بیا د افغانانو د روغتیا، انعطاف او د راتلونکي هوساینې لپاره خپله ژمنتیا څرګندوي.”د روغتیا نړیوال سازمان به له ملي او نړیوالو شریکانو سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي، څو روغتیايي سیستمونه پیاوړي کړي، د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی ډیر کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې اړین خدمات د اړتیا وړ خلکو ته د لاسرسی وړ وي.د روغتیا نړیوال سازمان د جاپان له خلکو او حکومت څخه په افغانستان کې د زیان منونکو ټولنو د روغتیا او هوساینې د ښه کولو لپاره د دوی د دوامدار ملاتړ له امله مننه کوي.###
“موږ د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه کوو چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو ترڅنګ ولاړ دي. د دوی ملاتړ د اړینو روغتیايي خدمتونو په دوام کې، چې د نشهيي توکو له امله د ستونزو لرونکو کسانو درملنه او بیړني طبي خدمات هم په کې شامل دي، مهم رول لري. دا ملګرتیا د روغتیا نړیوال سازمان ته دا توان ورکوي چې ژر غبرګون وښيي او تر ټولو زیان منونکو ټولنو ته خدمات ورسوي.”په افغانستان کې د جاپان سفیر، ښاغلي کینېچي ماساموتو، د افغانستان لپاره د جاپان د نوې بشري مرستې په اړه وویل:
“جاپان د افغانستان د خلکو له روانو ستونزو ژوره اندیښنه لري، او خوښ دی چې د روغتیا نړیوال سازمان سره د اړینو روغتیايي خدماتو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د نشهيي توکو د درملنې او بیړنیو خدماتو په څېر برخو ته د لومړیتوب په ورکولو سره، جاپان یو ځل بیا د افغانانو د روغتیا، انعطاف او د راتلونکي هوساینې لپاره خپله ژمنتیا څرګندوي.”د روغتیا نړیوال سازمان به له ملي او نړیوالو شریکانو سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي، څو روغتیايي سیستمونه پیاوړي کړي، د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی ډیر کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې اړین خدمات د اړتیا وړ خلکو ته د لاسرسی وړ وي.د روغتیا نړیوال سازمان د جاپان له خلکو او حکومت څخه په افغانستان کې د زیان منونکو ټولنو د روغتیا او هوساینې د ښه کولو لپاره د دوی د دوامدار ملاتړ له امله مننه کوي.###
1 of 5
خبرنامه
18 November 2025
د افغانستان له ۸ ميليونو ډېر ماشومان د شري واکسين کمپاين په دوهم پړاو کې واکسين شول
دغه کمپاين د اکتوبر په ۲۹مه پيل شوی و او لس ورځې يې دوام وکړ، چې په لړ کې یې د هیواد په کچه د ګرم اقليم لرونکو ۱۷ ولايتونو شاوخوا ۸،۳۵۵،۴۴۶ تنو هغو ماشومانو ته چې عمر یې له ۶ مياشتو څخه تر ۱۰ کلونو پورې و د شري واکسين ورکړل شو. دا شمیر د ټاکل شوو ۹ میلیونو ماشومانو له ډلې ۹۱،۷ سلنه هغو ته رسیدل ښيي. سربېره پر دې، په پنځو سویلي او يو سوېل ختيځ ولايت کې ۳،۹۵۳،۹۶۱ هغو ماشومانو ته چې له زيږون څخه تر ۱۰ کلونو عمر لري د پوليو واکسین دوه څاڅکي ورکړل شول.د شري واکسین ملي کمپاين د لومړي پړاو د لاسته راوړنو په دوام، چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې بشپړ شو او د سوړ اقليم لرونکو ۱۷ ولايتونو ۸.۳ ميليونه ماشومان پکې واکسین شول، افغانستان خپلې هڅې غزوي څو ټول ماشومان واکسين ته لاسرسی ولري. لومړی پړاو د شري ناروغۍ د پرلپسې خپرېدو او د روټین واکسيناسیون د ټيټې کچې له امله پيل شو، ځکه چې يوازې ۵۱ سلنه ماشومانو د شري لومړۍ دوره واکسین او ۳۷ سلنه ماشومانو دويمه دوره واکسین ترلاسه کړی و. د دې پړاو بريالی تطبیق د معافيت جدي تشې ډکولو کې مرسته وکړه او د هغو ماشومانو د تشخیص لپاره یې بنسټ کېښود چې له واکسين څخه پاتې شوي وو، څو روټین واکسيناسیون لا پياوړی شي او هېواد د شري د کنټرول په لور پرمختګ وکړي. افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوين سينيزا سلوادور پدې اړه وويل:«د ۹ ميليونو نورو افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ملي کمپاين دوهم پړاو پيل او بشپړېدل د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د خوندي کولو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان، د افغانستان روغتيايي چارواکو، همکارو ادارو او ټولنو ژمنتيا ښيي. د ټاکل شوي هدف له ډلې، ۹۱،۷ سلنه ماشومان واکسین کول يو ستر پرمختګ دی، خو زموږ هڅې تر هغو دوام کوي چې هر ماشوم ته ورسېږو، په ځانګړي ډول هغو ته چې لرې پرتو سيمو کې اوسي. د روغتیا نړیوال سازمان به د معافيت په برخه کې د شته تشو د بندولو په موخه او د دې لپاره چې هېڅ ماشوم له روغتیايي خدمتونو محروم پاتې نه شي، خپلې هلې ځلې دوامدارې وساتي.»افغانستان کې د یونسیف استازي ډاکټر تاجالدین ایو والي پدې اړوند وويل: «د کمپاین دوهم پړاو بشپړېدل په هغه لور يو بل مهم ګام دی چې د افغانستان ماشومان د داسې یوې ناروغۍ څخه خوندي شي چې هېڅکله بايد د يو ماشوم ژوند وانخلي. د هرې ټولنې په هر ډول شرايطو کې ميليونونو ماشومانو ته رسېدل يوازې هغه وخت امکان لري چې کورنۍ، روغتيايي کارکوونکي او همکاران د ماشومانو د خوندیتوب لپاره سره یو شي. یونسیف به د روټین واکسيناسیون د پياوړتيا لپاره خپلې هڅې روانې وساتي څو هر هلک او نجلۍ هغه واکسينونه ترلاسه کړي چې د سالمې ودې لپاره ورته اړتيا لري.»د افغانستان د شري واکسین ملي کمپاين د دواړو پړاوونو له بريالي بشپړېدو سره، اوس تر ۱۶،۶ ميليونو ډېر ماشومان د شري له دې وژونکې خو د مخنيوي وړ ناروغۍ څخه خوندي شوي دي. دا لاسته راوړنه د افغانستان د روغتيايي چارواکو ژمنتيا، او د روغتیا نړیوال سازمان، یونسیف او د افغانستان د کتلوي معافیت ملي ادارې نه ستړې کېدونکې هڅې، او د ګاوي ادارې سخاوتمند ملاتړ ښکارندویه ده. یاد اړخونه په ګډه د روټین واکسيناسیون خدمتونه پياوړي کوي او د معافيت تشې بندوي، څو په هېواد کې هېڅ ماشوم له روغتیا محروم پاتې نه وي. د رسنیزو اړیکو لپاره:اجیال المنصور سلطانيپه افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د اړیکو مشرهبرېښنالیک: sultanya@who.int دانیل تیميپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د اړیکو مشربرېښنالیک: dtimme@unicef.org
1 of 5
نوی سرچینی
1 / 7
سرچینی
05 April 2025
سرچینی
21 July 2022
1 / 7